د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

په نادولتي موسسو کې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز ته غبرګونونه


ارشیف
ارشیف

د طالبانو لخوا په کورنيو او نړیوالو موسسو کې د ښځو په کار کولو له بندیز وروسته غبرګونونه مخ په ډېرېدو دي.

د طالبانو حکومت لخوا په کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو د کار بندیز په اړه د غبرګونو په دوام یو شمېر بنسټونو دا محدودیت د ښځو په وړتیاوو سخت ګوزار بللی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د طالبانو دا کار ناهیلی کوونکی بللی او ویلي یې دي، په داسې حال کې چې افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار محدودیت به ستونزې لا نورې هم ډېرې کړي.

د ملګرو ملتونو هغه اعلامیه چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، د ښاغلي ګوټرېش له قوله لیکل په کې لیکل شوي چې دا پرېکړه به ډېر هغه بنسټونه کمزوری کړي چې په افغانستان کې له ځپل شویو په ځانګړې توګه له نجونو او ښځو سره مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، دا سازمان او شریکان یې له ۲۸ میلیونه افغانانو سره چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري، مرستې کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش

د دې ترڅنګ د اروپايي ټولنې د امنیت او بهرني سیاست ویاندې نبیلا مسرالي د طالبانو دا پرېکړه له انساني حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې او ویلي يې دي چې اروپايي ټولنه د خپلو مرستو په برخه کې د دې بندیز د اغېزو د ارزونې په حال کې ده.

په ورته وخت کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف هم په کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو په کار د بندیز پرېکړه غندلې ده.

د دې بنسټ سیمه ییز مسوول جورج لاریا ایدجي په یو لړ ټوېټونو کې لیکلي دي چې دا بندیز به ماشومانو ته د روغتیايي، خوراکي او تعلیمي خدماتو د رسولو په برخه کې ګڼې ستونزې رامنځته کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم په کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو په کار بندیز غیر اسلامي او غیرانساني پرېکړه بللې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق

فایق د یکشنبې په ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، هغه رژیم چې د خپلو خلکو ملي ګټو او هوساینې ته اهمیت نه ورکوي، په هغوی د هېواد د اداره کولو باور نه شي کېدلای.

بلخوا د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي د طالبانو وروستۍ پرېکړه د ښځو حقونو تر پښو لاندې کول بللي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ونډي شرمن هم پر خپله ټوېټر پاڼه د طالبانو وروستۍ پرېکړه له ټولنې د ښځو په حذفولو کې وحشتناکه اقدام بللی دی.

هغه ټينګار کړی چې دا محدودیتونه د خوړو او روغتیايي برخو خدمات له خطر سره مخ کوي او د طالبانو او نړیوالې ټولنې پر اړیکو هم اغېز کوي.

تر دې مخکې هم یو شمېر امریکايي چارواکو او بنسټونو د طالبانو د هغې پرېکړې په اړه چې ښځې یې په کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کار کولو منع کړې وې، غبرګونونه ښودلي وو.

د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې کمپاینرې سمیرا حمیدي هم پر خپل ټوېټر لیکلي دي، یوازېنۍ لاره چې نړیوالې ټولنې له افغان نجونو او ښځو سره مرسته پرې کوله، همدا نادولتي موسسې وې.

د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې کمپاینره سمیرا حمیدي
د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې کمپاینره سمیرا حمیدي

هغه پوښتنه کړې چې له دې وروسته به دا مرستې څنګه ښځو ته رسېږي؟

اغلې حمیدي لیکلي، چې اوس د ټوېټ او شعار ورکولو وخت نه دی او د امریکا له متحده ایالاتو غواړي چې له افغانستان سره د ستر مرسته کوونکي هېواد په توګه عملي اقدامات وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG