د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر: طالبان تمدن او پرمختګ نه غواړي


د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم
د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم یو ځل بیا داسې څرګندونې کړي چې له پراخ غبرګون سره مخ شوي.

د ندیم څرګندونې په بېلابېلو وختونو کې پارونکې ګڼل شوي او له غبرګونونو سره مخ کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ندا محمد ندیم یوه ویډیو خپره شوې چې په کې وايي، د خلکو ابادي او تمدن د دوی لپاره لومړیتوب نه‌دی او که دا مسایل لومړیتوب وای، ولې دوی شل کاله جګړه وکړه.

هغه په دې ویډیو کې پر ښځو د لګول شویو بندیزونو په اړه وايي، که پر دوی اټومي وسله هم وکارول شي، دا بندیزونه به لېرې نه‌کړي.

په دې ویډیو کې د ندامحمد ندیم له خبرو داسي ښکاري چې دی پر دې هم اعتراف کوي چې اسامه‌ بن لادن د دوی د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال او هغه وخت چې امریکا یې ترې د سپارلو غوښتنه کوله، افغانستان کې او له دوی سره و.

ندامحمد ندیم داسې مهال د دوی د لومړۍ واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې د القاعده شبکې د وژل شوي پخواني اسامه بن لادن حضور تاییدوي چې د روان کال د جولای په ۳۱مه د امریکا د یوې بې‌پیلوټې الوتکې په برید کې د القاعده بل مشر ایمن‌الظواهري هم ووژل شو.

د عکس ښي لور ته ایمن الظواهري او چپ لور ته اسامه بن لادن
د عکس ښي لور ته ایمن الظواهري او چپ لور ته اسامه بن لادن

خو د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیااحمد هاشمي وايي، دا ویډیو نوې نه‌ده، بلکې د هغه وخت ده چې ندامحمد ندیم د کابل والي و.

هاشمي دا ونه ویل چې ایا د ندا محمد ندیم نظر اوسمهال د ښځو د حقونو او پرمختګ په اړه بدل شوی او ایا د طالبانو حکومت په ټوله کې د ده له نظر سره اختلاف لري که څنګه.

خو د هغه دې څرګندونو یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو او د سیاسي مسایلو د کارپوهانو پراخ غبرګون را پورته کړی دی.

د ټولنیزو رسنیو یو ډېر شمېر کاروونکو د ندامحمد ندیم له دې ویډیو سره لیکلي، طالبان خپله اعتراف کوي چې د افغانانو ابادي، پرمختګ او تمدن نه غواړي.

ځینو نورو بیا لیکلي، معلومه شوه چې د طالبانو واکمنانو له لومړیو د القاعده په څېر ترهګرو ډلو سره اړیکه درلوده.

د سیاسي چارو شنونکی عصمت قانع بیا وايي، د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست افغاني او مذهبي سواد نه‌لري، نو ځکه په خبره يې دا ډول څرګندونې کوي.

قانع وویل: "دی له پاکستاني مدارسو هم ناکام ستون شوی دی. په وروستیو وختونو کې ورته کویټه کې امامت هم نه‌ پیدا کېده. دی یوه برتري لري چې ملاهبت‌الله پېژني او هغې ته نږدې دی. کله چې دا وايي، موږ د تمدن او ترقۍ ضد یوو، خپله ځان خلکو ته پېژني، اړتیا نه‌شته چې موږ یې خلکو ته معرفي کړو."

پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج بیا د ندامحمد ندیم څرګندونو په اړه وايي: "ندیم په خپل واک کې نه‌دی، هغه ته هدایت ورکړل شوی او وظیفه لري. همدا ډول د نړیوالو په ځانګړي ډول د امنیت شورا ۵ فصل او ۴۱مادې ته زمینه برابروي چې هغوی یوه پرېکړه وکړي او نظام تغییر کړي او موقته اداره جوړه شي."

د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم وروستیو کې د خپلو خبرو له امله په یوه جنجالي څېره بدل شوى او ډېر کله یې خبرې غبرګونونه پاروي.

هغه موده وړاندې خبرو کې د نجونو تعلیم د غرب فرهنګ بللی و.

هغه ویلي و دغه فرهنګ د پخواني پاچا امان‌الله خان او د محمد ظاهر شاه د واکمنيو پر مهال افغانستان ته رالېږدول شوى و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG