د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

هرات ته د ندامحمد ندیم سفر؛ محصلان: ازموینې مو لغوه او پوهنتون رخصت شو


ارشیف: د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په توګه د ندامحمد ندیم د معرفۍ غونډې انځور
ارشیف: د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په توګه د ندامحمد ندیم د معرفۍ غونډې انځور

د هرات پوهنتون یو شمېر محصلان وايي، دغه ولایت ته د طالبانو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندامحمد ندیم د سفر په ورځ پوهنتون رخصت شوی او ازموینه هم لغوه شوې ده.

د هرات پوهنتون د یو محصل وايي، د شنبې په ورځ یې ازموینې ته چمتووالی نیولی و، خو په وینا یې چې د ډېرو محصلانو په څېر یې ونه شوای کړای ازموینه ورکړي.

دغه محصل چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، د پوهنتون د رخصتېدو او د ازموینې د لغوه کېدو لامل هرات ولایت ته د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندا محمد ندیم سفر یاد کړ.

هغه وویل: "په دغه ورځ ډېری ټولګیو ازموینې درلودې او د خپلو ازموینو لپاره یې چمتووالی نیولی و، خو دغه سفر د دې لامل شو چې د ټولو پوهنځیو ازموینې دوشنبې او پنجشبنې ورځو ته انتقال شي، په دې برخه کې له بده مرغه له وړاندې خبر نه و ورکړل شوی."

د هرات پوهنتون یو بل محصل چې دی هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي په دغې کړنې د انتقاد په بڼه ازادي راډيو ته وویل: "تېره ورځ چې د قوس میاشتې ۱۲مه نېټه و او زموږ اخري ازموینه وه ډېری ملګرو د ازموینې لپاره چمتووالی نیولی و، ټاکل شوې و چې خپله وروستۍ ازموینه ورکړو، خو د لوړو زده کړو د وزیر له سفر سره موږ ونه شوای کړای چې خپله ازموینه ورکړو. زموږ ځینې ملګري چې مسافر و د تګ لپاره یې چمتووالی نیولی و، خو ازموینه دوه درې ورځې شاته ولوېده."

یو بل محصل چې تازه یې دې پوهنتون ته لار موندلې، بیا ازادي راډیو ته وویل، د شنبې په ورځ یې د نوملیکنې د بهیر چارې بشپړېدلې، خو د رخصتي له امله یې وځنډېدې.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم چې تازه سرپرست وزیر شوی د شنبې په ورځ هرات ته تللی و.

ارشیف: د هرات پوهنتون
ارشیف: د هرات پوهنتون

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت له ویاند ضیا الله هاشمي نه د ندا محمد ندیم د سفر او دغه شان د هرات پوهنتون د رخصتېدو او ورسره د ازموینې د لغوه کولو په اړه د خبرو هڅه وکړه، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

د هرات پوهنتون یو شمېر محصلان بیا ادعا لري چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم سره یې په لیدنو کې ښځینه استادانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې او د پوهنتون د محصلانو غوښتنو ته هم جدي پاملرنه نه دې شوې.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د هرات پوهنتون د ښځینه استادانو سره هم خبرې وکړو خو بریالی نه شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG