د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د کانکور عمومي اول نمره د زده‌کړو پر وړاندې د هر ډول ستونزو ژر حل وغوښت


د سږني کانکور عمومي اول نمره سلیمان
د سږني کانکور عمومي اول نمره سلیمان

د سږني کانکور عمومي اول نمره سلیمان وايي، په افغانستان کې د زده‌کړو پر وړاندې هر ډول پرتې ستونزې باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د ۱۴۰۱ کال د کانکور عمومي اول نمره د هرات اوسېدونکی ۲۰ کلن سلیمان دی.

سلیمان په هرات ولایت کې د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ په مرسته ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، تېر یو کال کې یې په کانکور ازموینه کې د ښې نتیجې لاسته راوړلو لپاره ډېرې هڅې کړي دي.

نوموړی وايي، اوسنی نظام باید ځوانانو ته د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې اقتصادي ستونزې زیاتې دي او بل اساسي مسئله دا ده چې ډېر خلک له افغانستانه وځي. همدا لامل کېږي چې اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شي. غواړم په راتلونکي یو ښه ډاکتر ووسم او د خپلې ټولنې لپاره خدمت وکړم."

سلیمان چې په هرات ولایت کې ژوند کوي، درې ورونه او یوه خور لري.

د سلیمان درې ورونه هم د طب په برخه کې اوسمهال په زده‌کړو بوخت دي.

د سږني کانکور دویم نمره هم د هرات اوسېدونکی هدایت الله دی.

هدایت الله هم ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، په همدې هدف ډېره هڅه وکړه چې یوه ورځ به دی هم د کانکور په ازموینه کې په غوره لسو کسانو کې راشي.

هدایت الله په سږني کانکور کې ۳۵۴ نمرې اخستي او د هرات پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.

د هرات پوهنتون یوه څنډه
د هرات پوهنتون یوه څنډه

۱۹ کلن هدایت الله ازادي راډیو ته وویل: "اوسمهال چې افغانستان لویه ستونزه لري هغه دا ده چې تحصیل یافته کسان کم لري او زما هدف دا دی چې زه وشم کولای خپله هېواد کې درس ووایم او خپل هېواد ته خدمت وکړم."

محمد شبیر په سږني کانکور کې ۳۵۵ نمرې وړي او درېیم مقام یې خپل کړی.

محمد ضیا د ۳۵۳ نمرو په خپلولو سره څلورم، محمد عزیز د ۳۵۳ نمرو په اخستو سره پنځم، منصور بیک د ۳۵۳ نمرو په اخستو سره شپږم، سید محسن د ۳۵۲نمرو په خپلولو سره اوم، نجیب‌الله د ۳۵۲ نمرو په ګټلو سره اتم، مصطفی د ۳۵۲ نمرو په اخستو سره نهم او محمد عبدالله د ۳۵۲ نمرو په ګټلو سره لسم مقام خپل کړی دی.

د ۱۴۰۱ کال د کانکور په ازموینه کې لس غوره زده کونکي ټول طب پوهنځیو ته بریالي شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG