د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د خصوصي پوهنتونو ټولنه: سږ کال د محصلانو جذب کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی


ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وايي، چې سږکال خصوصي پوهنتونونو ته د محصلینو د جذب په برخه کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی او دغه پوهنتونونه له بد اقتصادي وضعت سره مخ دي.

فیصل چې تېر کال په کابل کې له دولسم ټولکي څخه فارغه شو وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې ونه‌شو کړای چې د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې له ګډون او لوړې زده‌کړې وکړي.

د نوموړي په خبره، د بېلابېلو لاملونو له امله دولتي پوهنتونونو ته لاره پیدا کول سخت دي خو هیله یې درلوده، چې په خصوصي پوهنتون کې لوړې زده‌کړې وکړي.

زه د لوړو زده‌کړو په ځای اوس کار کوم تر څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم."

نوموړی وايي: "زه له دولسم ټولګي فارغ شوی یم، خو د خصوصي پوهنتون د کانکور په ازموینه کې مه ګډون ونه‌شوای کړای، د دې لپاره چې فیسونه لوړ دي او زموږ اقتصاد ښه نه‌دی، زه د لوړو زده‌کړو په ځای اوس کار کوم تر څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم."

مسعود بیا د کابل په یو خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دویم کال محصل دی، ده د اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ له امله خپلې لوړې زده‌کړې په نیمه کې پرېښودې.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "ما یو کال د کمپیوټر ساینس په رشته کې درس ویلی، خو سږ کال مې د سیمسار د فیس د ورکړې توان نه درلود، نو ځکه اړ شوم، چې زده‌کړې پرېږدم او کار وکړم."

د افغانستان يو خصوصي پوهنتون ټولګی - ارشيف
د افغانستان يو خصوصي پوهنتون ټولګی - ارشيف

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، خصوصي پوهنتونونو ته د محصلینو په جذب کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی.

د دې ټولنې د عامه اړیکو مسؤل کریم ناصري وايي، سره له دې چې سږ کال د خصوصي پوهنتونونو د سمسټرونو په فیسونو کې محصلینو ته تخفیف په پام کې نیول شوی خو په خبره یې د محصلینو د نشتون له امله، ښايي ډېری خصوصي پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شي.

"د پوهنتونونو او محصلینو اقتصادي وضیعت ډېر خراب دی"

ښاغلی ناصري وايي: "د پوهنتونونو او محصلینو اقتصادي وضیعت ډېر خراب دی، له سیاسي تحول وروسته د خصوصي پوهنتونو د کانکور په ازموینه کې د محصلینو د جذب په بهیر کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی، که وضیعت همداسې دوام وکړي ښايي ډېری خصوصي پوهنتونونه وتړل شي."

ښاغلی ناصري وايي، هغه ۲۸ ډیپارټمنټونه چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د جواز نه درلودو په صورت کې فعاله و د طالبانو په راتګ سره وتړل شول او بېرته ورته دفعالیت جوزا هم ورنه‌‌کړل شو.

خو نوموړي یې په اړه ډېر جزیات ور نه‌کړل.

افغان محصلان - ارشيف
افغان محصلان - ارشيف

موږ هڅه وکړه چې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د ویاند احمد تقي نظر هم په دې اړه واخلو، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې یې زموږ اړیکې ځواب نه‌کړې.

د افغانستان د خصوصي پوهنتونو د ټولنې د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې ۱۴۰ پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو تحصلي موسسې فعالیت لري چې شاخوا ۱۹۰ زره محصلین په‌کې په زده‌کړو بوخت دي.

د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، په ۱۹۰ زره محصلینو کې ۳۷ سلنه یې مېرمنې دي.

یاده ټولنه وايي، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو مخکې په خصوصي پوهنتونونو کې د محصلینو شمېر ۲۱۰ زرو ته رسیده.

XS
SM
MD
LG