د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د کانکور ازموینو پایلې؛ سږ کال زرګونه نجونې په کانکور کې له ګډونه محرومې شوې


ارشیف: په نیمروز کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې
ارشیف: په نیمروز کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې

سږ کال زرګونه نجونې چې تمه له دوولسم ټولګیو فارغې او کانکور کې ګډون وکړي، له دې فرصت محرومې شوې.

د زینب خور په کاج ښوونیز مرکز برید کې ووژل شوه.

پر کاج ښوونیز د برید له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. 2022.09.30
پر کاج ښوونیز د برید له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. 2022.09.30

هغه وايي، د تلې په اتمه په دې ښوونیز مرکز له برید وروسته، د کانکور نوم ورته په یوې وېروونکې کلمې بدل شوی دی.

خو داسې مهال چې د سږني کانکور لس غوره داوطلبان هلکان دي، د نیوکې په توګه وايي، فکر نه کوي چې یوه نجلۍ دې ونه شي کولای، په دې شمېر کې دې راشي.

هغه زیاتوي: "دا ناممکنه ده او زه فکر نه کوم چې نجونې دې دومره کمزورې وي. دا داسې دولت نه‌دی چې وغواړي نجونې درس ووايي. طالبان دا ښيي چې نجونې نه‌باید داسې نوملړونو کې ووسي. دوی په اصل کې د ښځو له جنس سره مخالف دي."

له دې وړاندې د طالبانو د ازموینې د ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش د تلې په ۱۴مه رسنیو ته ویلي و، په سږني کانکور کې ۳۵ سلنه نجونو ګډون کړی و.

خو هغه نجونو چې په سږني کانکور کې ګډون نه‌دی کړی، په دې بهیر کې د نه ګډون په اړه مایوسه دي.

محبوبه په سمنګان کې له دوولسم ټولګي فارغه شوې ده.

هغه وايي، کله چې پوهه شوه نه‌شي کولای د خپلې خوښې پوهنځی وټاکي، په کانکور کې له ګډون ډډه وکړه.

نوموړې وویل: "د ډېر تاسف ځای دی چې موږ ونه شو کولای یوازې د دوی د ناسمې پرېکړې له امله کانکور کې برخه واخلوو. یعنې له دې امله چې موږ نجوني یوو، نه‌شو کولای خپلو هیلو ته ورسېږو او مجبورېږو چې په خپلو هیلو کرښې راکاږو. ما خپله غوښتل اقتصاد ولولم، خو له بده مرغه له خپلو هیلو لېرې شوم."

هاخوا د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکې قدریه وايي، یوازې یو کال یې پاتې و چې له ښوونځي فارغه شي، خو د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو بندېدل، د دې لامل شول چې په کانکور کې له ګډون پاتې شي.

هغه وايي: "د خپل راتلونکې په اړه ډېره اندېښمنه یم چې هسې نه یو ډېر تیاره راتلونکي سره مخ شم. زما یوازینۍ هیله دا وه چې درس ووایم او حقوقو ته بریالۍ شم. نن نه یوازې زه، بلکې سلګونو او زرګونو نجونو همدا هیله درلوده چې له بده مرغه امېدونه یې همداسې پاتې شول."

د ویلو ده چې د ۱۴۰۱ کال ازموینې پایلې د شنبې په ورځ اعلان شوې چې له لومړۍ تر لسم نمره یې هلکان دي.

داسې مهال چې تېر او وړم کال د سلګۍ او شمسیې په نوم دوو نجونو لومړی مقام ګټلی و.

سږ کال کانکور ازموینه کې ۱۰۶ زره او ۳۰ تنو نجونو او هلکانو ګډون کړی و چې له دې شمېر یې ۶۰ زره لوړو زده‌کړو او ۲۵۰۰ نور نیمه لوړو زده‌کړو ته بریالي شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG