د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

نن له کابل پرته د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د کانکور ازموينه پيل شوه


د کانکور ازموينې صحنه - ارشيف
د کانکور ازموينې صحنه - ارشيف

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، له معمول سره نن اته بجې له پلازمېنې کابل پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیل شوې ده.

د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش ازادي راډيو ته وویل، چې ازموینه د ګډون‌والو د شمېر پر بنسټ تنظیم شوې ده.

نوموړي وويل: "نن سهار مو په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه رسما پیل کړه، د ګډون‌والو د شمېر له مخې په ولایتونو کې ازموینه تنظیم شوې ده، یو شمېر ولایتونه دي چې د ګډون‌والو شمېر يې کم دی، دلته مو ازموینه په یو ورځ کې تنظیم کړې ده، په یو شمېر ولایتونو کې چې د ګډون‌والو شمېر يې متوسط دی هلته دوه ورځې او ځینې چې لوی ولایتونه دي هلته به ازموینه درې ورځې دوام کوي."

دی وايي ټولو ولایتونو ته د کانکور د ازموینې د اخیستلو ټیمونه له وړاندې رسېدلي دي او دغه ازموینه به په ښه شکل واخیستل شي.

د نوموړي په خبره، د کانکور په سږنۍ ازموینه کې نږدې ۱۵۰ زره زده‌کوونکې برخه اخلي چې ۳۵ سلنه يې نجوني دي.

عبدالقدير خموش
عبدالقدير خموش

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو پر بنسټ له دې شمېر ګډون‌والو به يې ۱۱۵ زره د لوړو زده‌کړو موسسو ته جذب شي.

د دې وزارت د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر د معلوماتو پر بنسټ له دې وروسته به د روانې میزان یا تلې میاشتې په ۲۱مه نېټه په کابل ښار او دغه شان د همدې میاشتې په ۲۹مه د کابل د ولسوالیو او هغه کسانو نه چې په ولایتونو کې له ازموینې پاتې دي او وروسته يې نوم لیکنه کړې ده د کانکور ازموینه واخیستل شي.

په همدې حال کې د دولسمو ټولګیو یو شمېر فارغان وايي، له امنیتي اندېښنو سره سره د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي.

دا امنیتي اندېښنې وروسته له هغې دي چې د تېرې جمعې په ورځ د کابل په لوېدیځ دشت برچې سیمه کې د کاج پر ښوونیز مرکز په خونړي برید کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ یونما د راپور پر بنسټ ۵۳ ګډون‌وال په‌کې ووژل شول او ۱۱۰ نور په کې ټپیان شول.

په دې مرکز په داسې حال کې حمله وشوه چې سلګونه زده کوونکو يې د کانکور ازمایښتي ازموینه ورکوله.

د کاج ښوونیز مرکز یوې ګډون‌والې مریم چې د پېښې په ورځ يې هلته شتون درلود ازادي راډيو ته وویل هیڅ پېښه د دوی د زده‌کړو په وړاندې خنډ نه‌شي جوړېدای.

نوموړې وويل: "نه په‌کې نشته، هیڅ مانع وجود نه‌لرې، زه ولې باید ازموینې ته لاړه نه شم؟ ولې باید زده کړې ونه‌کړم؟ که د مرګ له ویرې وي، نو مرګ خو خامخا یوه ورځ راځي او دا به څومره ښه وي چې د زده کړو پر مهال درته راشي، نو زه له ټولو ستونزو سره سره د کانکور په ازموینه کې برخه اخلم."

دا وايي که څه هم په ذهني ډول ښايي هغسې تیاری ونه‌لري خو په خبره يې که سږ کال يې د خپلې خوښې نومرې ترلاسه نه شوی کړای کال ته بیا د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي.

"زه ولې باید ازموینې ته لاړه نه شم؟ ولې باید زده کړې ونه‌کړم؟"

د کانکور یو شمېر نور ګډون‌وال بیا د طالبانو له حکومته غواړي چې د ازموینې په اوږدو کې کلک امنیتي تدابیر ونیسي.

که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تازه په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې خو وړاندې د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د کانکور ګډون‌والو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی و.

د سږ کال کانکور ازموینه په داسې حال کې اخیستل کېږي چې پر افغانستان طالبان واکمن دي، او له واکمنېدو سره یې له شپږمو ټولګیو پورته يې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

XS
SM
MD
LG