د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

لوړو زده کړو وزارت: سبا له کابل پرته ټول افغانستان کې کانکور ازموينه اخيستل کېږي


د کانکور ازموينې صحنه - ارشيف
د کانکور ازموينې صحنه - ارشيف

سبا پنجشنبه د روانې تلې یا میزان ۱۴ مه د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیلیږي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د سږ کال کانکور ازموینه به درې ورځې دوام وکړي.

د دې وزارت د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش ازادي راډيو ته وویل، په هغه ولایتونو کې چې د زده‌کوونکو شمېر يې کم دی په یو یا دوه خو په لویو ولایتونو کې چې د ګډون کوونکو شمېر په کې زیات دی درې ورځې دوام کوي.

"سږ کال د کانکور د ګډون والو شمېر نږدې ۱۵۰ زره کسان دي"

دی وايي، د سږ کال د کانکور ازموینې د ګډون کوونکو ۳۵ سلنه يې نجوني دي.

په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي ازادي راډيو ته وویل سږ کال د کانکور په ازموینه کې د دولسمو ټولګیو نږدې ۱۵۰ زره فارغان برخه واخلي.

ښاغلی تقي وايي: "سږ کال د کانکور د ګډون والو شمېر نږدې ۱۵۰ زره کسان دي، دغه شان د تېر کال په پرتله د لوړو زده کړو مؤسسو ته جذب زیات دی، تېر کال شپږ اتیا زره کسان د لوړو زده کړو موسسو ته جذب شوي وو سږ کال به دا شمېر ۱۱۵ زره وي."

د کانکور ازموينې لپاره د بايمترک پروسه - ارشيف
د کانکور ازموينې لپاره د بايمترک پروسه - ارشيف

که څه هم ښاغلي احمد تقي مخکې رسنیو ته په یو استولي ویډيو پیغام کې ویلي و چې د کانکور ازموینه به د روانې میزان میاشتې په ۱۳مه پیلیږي او درې ورځې به دوام کوي خو دا چې ولې یوه ورځ وځنډیده به اړه يې څه نه وايي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو پر بنسټ له دې وروسته به د روانې میزان یا تلې میاشتې په ۲۱مه نېټه په کابل ښار او دغه شان د همدې میاشتې په ۲۹مه د کابل د ولسوالیو او هغه کسانو نه چې په ولایتونو کې له ازموینې پاتې دي او وروسته يې نوم لیکنه کړې ده د کانکور ازموینه واخیستل شي.

تر دې مخکې د ازموینو ملي ادارې ویلي وو، چې د ۱۴۰۱ل کال کانکور ازموینه به د وږي/ سنبلې میتشتې تر پایه واخیستل شي، خو دغه ازموینه تلې/ میزان میاشت ته وځنډول شوه.

غور کې د کانکور صحنه - ارشيف
غور کې د کانکور صحنه - ارشيف

د سږ کال کانکور ازموینه په داسې حال کې اخیستل کېږي چې پر افغانستان طالبان واکمن دي، او له په واکمنېدو سره یې له شپږمو ټولګیو پورته يې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

نو دا چې سږ کال د دولسمو ټولګیو نجونې فارغانې نشته، کال ته به په کانکور ازموینه کې د نجونو چوکۍ تشې او د دوی له ګډون پرته به ترسره شي.

په همدې حال کې د ښوونځیو یو شمېر هغه فارغان چې د سږ کال په کانکور ازموینه کې برخه اخلي ازادي راډیو ته یې ویلي، د ناسم امنیت له کبله به په ډار او اندېښنو سره په ازموینه کې برخه اخلي.

تېره اوونۍ د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز د زده کوونکو د کانکور په ازمایښتي ازموینه انتحاري حمله وشوه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د راپور پر بنسټ ۵۳ ګډون‌وال په‌کې ووژل شول او ۱۱۰ نور په کې ټپیان شول.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی دی چې په ټول هېواد کې يې د کانکور ازموینې لپاره کک امنیتي تدابیر نیولي دي.

XS
SM
MD
LG