د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

پر کاج ښوونيز مرکز بريد کې د وژل شويو شمېر ۵۵ ته رسېدلی دی


کابل کې په کاج ښوونيز مرکز کې چاودنه.
کابل کې په کاج ښوونيز مرکز کې چاودنه.

دا شمېرې د دې ښوونیز مرکز یو استاد ازادي راډيو سره شریکې کړي، خو ځینې نورو رسنیو بیا ادعا کړې چې دې برید کې ۵۸ تنه وژل شوي او ۱۲۶ نور ټپيان دي.

حسن پویا په دشت برچي کې پر کاج ښوونیز مرکز په برید کې د ټپې شوې نجیبې د تره زوی دی.

نجیبه د بامیانو اوسېدونکې ده، خو له تېرو نهو کلونو راهیسې، د کابل په لوېدیځ کې دخپل کاکا په کور کې د زده‌کړو د دوام لپاره اوسېده.

په کاج ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید پر مهال یوه چره د نجیبې د سر په شاتنۍ برخه ولګېده او سخته ټپي شوه.

"هغه څه چې د برید پر مهال وشول، هیڅ یې په یاد نه‌دي."

هغه یې دوه ورځې مخکې له روغتون کور ته راويستې، خو اوس هغه پخوانۍ نجیبه نه‌ده.

د کاکا زوی یې حسن پویا د هغې د اوسني حالت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "ای کیو یې اوس سم کار نه‌کوي. د بېلګې په توګه ډېرې پېښې یې له یاده وتلي، هغه څه چې د برید پر مهال وشول، هیڅ یې په یاد نه‌دي. خپل ټیلفون ته یې چې وړاندې کوم کوډ ورکړی و، اوس ورته یاد نه‌دی او نه‌شي کولای خپل موبایل پرانیزي. همدا ډول یې چپ لاس او چپه پښه سم کار نه‌کوي."

کاج ښوونيز مرکز له بريد وروسته
کاج ښوونيز مرکز له بريد وروسته

په کاج ښوونیز مرکز د برید د نورو یو شمېر ټپیانو د وضعیت هم همداسې راویتونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کاج ښوونیز مرکز یو استاد ازادي راډیو ته د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط وویل، په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۵۵ تنو ته رسېدلی دی.

د سرچینې له قوله، پېښه کې وژل شوي غوڅ اکثریت ځوانې نجونې دي.

ها خوا یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې په کاج ښوونیز مرکز برید کې ۵۸ تنه وژل شوي او ۱۲۶ نور ټپیان دي.

د طالبانو له کورنیو چارو وزارت مو په دې اړه وپوښته، خو ویاند یې عبدالنافع ټکور ځواب را نه‌کړ.

له دې وړاندې ښاغلي ټکور دا شمېرې رد کړې وې.

یوناما تېره اوونۍ کې په کاج ښوونیز مرکز د وژل شویو شمېر ۵۴ تنه ښودلی و.

په کاج ښوونیز مرکز برید پراخ نړیوال غبرګون هم درلود.

تازه د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ادارې په افغانستان کې په هزاره‌ګانو د وروستیو بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې.

د کاج ښوونيز مرکز ټپيان
د کاج ښوونيز مرکز ټپيان

دې ادارې په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي: "دوی په دې باور دي چې هر څوک د جنسیت، نژاد یا عقیدې په پام کې نیولو پرته، د زده‌کړې او په سوله کې د ژوند حق لري."

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې په کاج ښوونیز مرکز برید کې د قربانیانو کورنۍ وايي، د طالبانو اوسني رژیم یې هیڅ پوښتنه نه‌ده کړې او تر خوا یې نړیوالو سره له دې چې د دوی غږ یې پورته کړی، خو د لاس‌نیوي لپاره یې هیڅ هم نه‌دي کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG