د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

کابل کې د امنیتي پېښو دوام؛ د چاودنو د زیاتوالي لامل څه کېدای شي؟


ارشیف
ارشیف

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ښار په بېلابېلو سیمو کې وروستیو چاودنو یې امنیتي اندېښنې ډېرې کړي او د خوندیتوب احساس نه کوي.

د کابل یو بل سهار نن د چاودنې له غږ سره پيل شو.

دا چاودنه شاوخوا اته بجې د کابل د پنځمې حوزې اړوند د خوشحال خان مېنې په دیوان بیګي سیمه کې پر یوه کاسټر وشوه.

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل چې په دې چاودنه کې ۳ ملکیان ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د سړک غاړې په یو ګلدان کې ځای پر ځای شوي ماین د عامو وګړو د سپرلۍ په یو کاسټر موټر پسې انفجار کړی. د لومړنیو معلوماتو له مخې ۳ تنه عام هېوادوال سطحي زخمیان شوي. امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د دې پېښې عاملان پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري."

که څه هم ویل کېږي چې پېښه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د کارمندانو په کاسټر شوې خو د دې وزارت مسوولانو د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا چاودنه داسې مهال کېږي چې په تېرو ۲ اوونیو کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یو جومات کې د ځانمرګي برید ترڅنګ، په دهمزنګ سیمه کې په یوه رسټورانټ، په دشت برچي کې په کاج ښوونیز مرکز او وزیر اکبر خان جومات مخته خونړۍ چاودنې وشوې چې ګڼ انساني تلفات يې درلودل.

کابل کې چاودنه؛ ۷ تنه وژل شوي او ۴۱ ژوبل دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، په وروستیو اوونیو کې د دې ښار امنیتي وضعیت خراب شوی او دې چاودنو د دوی اندېښنې ډېرې کړې دي.

د کابل دوه اوسېدونکو عایشې په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په وروستیو کې چې کابل چاودنې کېږې، زموږ لپاره د اندېښنې خبره ده، ځکه موږ په ډاډ زړه په ښار او بازار کې نه شو ګرځېدلی. موږ له کوره بهر نور کارونه هم لرو، خو کله چې وځو، ډارېږو چې بیا چاودنه و نه شي."

د دې ښار بل اوسېدونکی عاشق الله وايي: "طالبان چې په واک کې نه وو هم جګړه وه او اوس هم چاودنې کېږي. زموږ غوښتنه دا ده چې دا ودرېږي او طالبان باید د خلکو امنیت وساتي."

په ورته وخت کې د تېر مخلوع حکومت د وسله والو ځواکونو ویاند او پوځي کارپوه جنرال اجمل عمر شینواری د وروستیو امنیتي پېښو علت د طالب نظامیانو غیر مسلکيتوب بولي.

جنرال اجمل عمر شینواری
جنرال اجمل عمر شینواری

شینواري وویل: "طالبان د منظمې جګړې لپاره نه دي روزل شوي او په منظمو تشکیلاتو کې هم منجسم نه وو. دوی د ترهګریزو او چریکي عملیاتو لپاره وړې وړې ډلې جوړې شوې وې چې په همدې خاطر د سوق او ادارې یو منظم سیستم هم نه لري او دوی په مجموع کې پوځي مسلکي روزنه نه ده لیدلې."

شینواری د امنیتي ظرفیتونو د نشتوالي ترڅنګ له نړۍوالې ټولنې سره د طالبانو نه تعامل او په هېواد کې بشري بحران د نورو وسله والو ډلو د رامنځ ته کېدو لپاره یو بستر بولي چې په وینا یې که حالت همداسې دوام وکړي، امنیت به لا نور هم خراب شي.

په کابل او ولایتونو کې د امنیتي پېښو له ډېرېدو وروسته خلک د طالبانو له حکومته غواړي چې د دې پېښو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي او د خپلو کړیو ژمنو پر بربنسټ دې د دوی امنیت وساتي.

خو د طالبانود کورنیو چارو وزارت په وار وار د خلکو د امنیت د خوندیتوب او د کابل ښار د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG