د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

ځینو هېوادونو کې د افغان هزاره ګانو سره د خواخوږۍ په پار لاریونونه شوي


قرغزستان کې یو شمېر افغان نجونو او ښځو پر کاج ښوونیز د برید په غبرګون شمعې بلې کړې.
قرغزستان کې یو شمېر افغان نجونو او ښځو پر کاج ښوونیز د برید په غبرګون شمعې بلې کړې.

زرګونه افغانانو پرون د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د افغانستان له هزاره ګانو سره د خواخوږۍ په پار لاریونونه وکړل.

د اسټرالیا، امریکا او اروپا په لویو ښارونو کې پرون زرګونه افغانان د افغانستان له هزاره ګانو سره د پیوستون په هدف کوڅو او واټونو ته راووتل او شعارونه یې ورکړل چې پر هزاره ګانو حملې دې بندې شي.

دوی تر دې شعار لاندې چې د هزاره ګانو ګڼه وژنه یا جینوسایډ دې بند شي په افغانستان کې پر شیعه ګانو، هزاره ګانو او نورو افغانانو د تروریستی حملو د بندېدو غوښتنه کوله.

د فرانسې په بوردو ښار کې د دې مظاهرو یوه ګډونوال احسان الله ناصري آزادۍ راډیو ته وویل: "موږ د دې لپاره راوتلي یو چې په افغانستان کې باید هر ډول ظلم او وحشت بند شي، که پر هزاره دی، که ازبک، که پښتون دی که تاجک یا پر هر بل قوم. که په ښوونځیو، مدرسو یا جوماتونو کې چاودنې کېږي باید مخه یې ونیول شي او پر هزاره ګانو چې چاودنې کېږي ډېر ظلم زیاتی دی باید مخه یې ونیول شي."

ارشیف: څو ورځې مخکې یو شمېر ښځو په کابل کې لاریون وکړ او پر کاج ښوونیز برید یې وغانده
ارشیف: څو ورځې مخکې یو شمېر ښځو په کابل کې لاریون وکړ او پر کاج ښوونیز برید یې وغانده

ایرانۍ مېرمن شګوفه دادوند هم د دې معترضانو په کتار کې وه.

هغې وویل: "زه یوه ایرانۍ یم، یوه ښځه یم. زه له ټولو خلکو او له هغو کسانو چې کولای شي له ملګروملتونو او نړیوالې ټولنې سره اړیکه ټینګه کړي هیله کوم چې د دې دردېدلو خلکو، د هزاره نسل آواز د نړیوالې ټولنې غږونو ته ورسوي."

د چک جمهوریت په مرکز پراګ او همداراز د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې چې د اروپايي ټولنې مرکز هم دی معترضان لارو کوڅو ته راوتلي وو.

همداراز د امریکا او کاناډا په څو ښارونو کې چې افغانان په کې ډېر دي، هم ګڼ خلک د هزاره ګانو د ګڼې وژنې د مخنیوي له شعارونو سره مظاهرو ته راوتلي وو.

د دې مظاهرو جریان پر ټولنیزو شبکو هم پراخ انعکاس درلود.

د اسټرالیا په بریزبن ښار کې د دې مظاهرو جریان پر ټولنیزو شبکو په ویډیوګانو کې خپور شو.

د افغانستان د هزاره او شیعه اقلیت په ملاتړ او له هغوی سره د خواخوږۍ په پار دا اعتراضیه مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې یوه اونۍ مخکې د کابل په دشت برچي سیمه کې د کاج پر ښوونیز مرکز تروریستي برید وشو.

په دې برید کې د ملګروملتونو د ارقامو له مخې ۵۳ کسان چې ډېری زده کوونکې نجونې وې، ووژل شول او له ۱۱۰ زیات نور ټپیان شول.

د دې برید مسوولیت تراوسه هم کومې ډلې نه دی منلی، خو د افغانستان پر شیعه ګانو او هزاره ګانو د اکثرو پخوانیو حملو مسوولیت داعش ډلې منلی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG