د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د اسلامي همکاريو سازمان له طالبانو د امنيت د ټينګېدو غوښتنه کړې


پر کاج ښوونيز مرکز د بريد له امله يو قرباني
پر کاج ښوونيز مرکز د بريد له امله يو قرباني

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان، OIC د کابل د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه جومات کې چاودنه چې ګڼو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله، په کلکه وغندله.

د دې سازمان عمومي منشي پرون پنجشنبې په یوه بیان کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په قصدي ډول پر ملکي او دولتي تاسیساتو د وحشیانه بریدونو د دوام په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د طالب چارواکو په خبره پردې جومات د سې شنبې د ورځې په برید کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او له شلو زیات نور ټپیان شوي دي.

OIC د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ یو وار بیا په کابل کې له واکمنو چارواکو(طالبانو) غوښتنه کړې چې په اغېزمنه توګه دې د تاوتریخوالي د لړۍ مخه ونیسي، د هغې لړۍ چې د دې سازمان په وینا که په وړاندې یې اقدامات سم مدیریت نه‌شي نو ممکن د مخ په زیاتېدونکو نا امنیو د لا پراخېدو سبب شي.

تر دې مخکې د تېرې جمعې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز په مرګوني برید کې لږ تر لږه ۵۳ کسان ووژل شول او له سلو زیات ټپیان شول.

د اسلامي همکاريو د سازمان استازي
د اسلامي همکاريو د سازمان استازي

ایا طالبان چې پخوا د جګړې یو مهم لوری و او واک ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې نسبي امنیت خپله یوه مهمه لاسته راوړنه بولي، په دې کې پاتې راغلي چې پر ملکي وګړو د دا ډول حملو مخه ونیسي؟

په امریکا کې مېشت د سیاسي مسایلو شنونکي محمود تکل وایي، له طالبانو د یوه مسؤل حکومت په توګه که څه هم تمه کېږي چې د افغانستان د ټولو وګړو ژوند خوندي کړي، خو له ترهګرو ډلو سره یې د اړیکو سابقې ته پام نه‌شي کولای چې ټول هېواد له دا ډول حملو خوندي کړي.

"له طالبانو نه په دې ظرفیت، په دې مفکوره او په دې پالیسۍ دا تمه نه‌شي کېدلی چې افغانستان دې امن وساتي.

"له طالبانو نه په دې ظرفیت، په دې مفکوره او په دې پالیسۍ دا تمه نه‌شي کېدلی چې افغانستان دې امن وساتي."

نوموړی وايي: "له طالبانو نه په دې ظرفیت، په دې مفکوره او په دې پالیسۍ دا تمه نه‌شي کېدلی چې افغانستان دې امن وساتي. په یوه کلن ماموریت کې د القاعده مشر په افغانستان کې وژل کېږي. دا په دې معنا چې طالبان له دغو تروریستي ډلو سره اړیکې لري او د همدغو اړیکو په نتیجه کې خپل نظامي حضور هم قوي ساتلی شي او سیاسي فشار هم واردولی شي چې وارد یې کړای شو."

په افغانستان کې د وروستیو خونړیو حملو په وړاندې د طالبانو له حکومت څخه د جدي اقداماتو د مخ په زیاتېدونکو غوښتنو ترڅنګ دغه راز روانه اوونۍ د سې شبنې په ورځ د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي نصراحمد اندېشه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د خونړیدو بریدونو د څېړنې لپاره دې د حساب ورکونې یو مکانېزم رامنځ ته شي.

نصير احمد اندېشه
نصير احمد اندېشه

نوموړي چې په دې شورا کې د افغانستان د پخواني حکومت له‌خوا د استازي په توګه ګومارل شوی او تر اوسه د افغانستان استازیتوب کوي وویل، په افغانستان کې د حملو د غندلو ترڅنګ دې د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکونکي ماموریت پیاوړی او د حساب ورکونې لپاره یو ځانګړی مېکانېزم رامنځته شي چې په نتیجه کې یې د هغو ټولو کسانو لپاره چې په تېر او اوس کې د قوم، مذهب او نژادي هویت پر اساس وژل شوي، عدالت تامین شي.

په افغانستان کې پر ملکي وګړو د ډېرو حملو مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی، د هغې ډلې چې طالبانو یې نژدې د بیخي ځپلو خبره کړې خو د امنیتي او دفاعي چارو د یو شمېر کارپوهانو په باور واکمنو طالبانو ته یې یو ګواښ متوجه کړی دی.

XS
SM
MD
LG