د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۴

د افغان نجونو پر زده‌کړو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تبصره

ارشيف
ارشيف

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې لیکنې سرلیک دی: "د زده‌کړو لپاره د افغانو نجونو اراده قوي ده ان چې بمونه يې هم له منځه نه‌شي وړی."

د مطلب په پیل کې وایو؛ چې ممکن زوړنه مات شي خو شور او ولولې نه.

په مطلب کې هغه کسانو ته په خطاب کې چې د افغانو ښځو قاتلان بلل شوي ویل شوي، د ښځو په وجود کې هغه پولاد دي چې له یو نسل څخه بل نسل ته لیږدول شوي دي.

ورځپاڼې د سپټمبر په ۳۰مه کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز حملې ته اشاره کړې، چېرته چې د ورځپاڼې په لیکنه نژدې څلور سوه تنه ځوانان چې ډېره برخه يې هزارګان و د ازمایښتي کانکور لپاره راټول شوي وو.

ملګرو ملتونو ویلي، چې په دې پېښه کې پنځوس کسان وژل شوي.

د لیکنې په وینا دا یو له هغو محدودو ځایونو څخه و چې هلته نجونو کولی شول د زده‌کړو لپاره هیله مندې اوسي او زیاتوي چې د طالبانو د محدویتونو په وجه هغه ورځ هلکان او نجونې سره جلا شوي وو او د نجونو شمېر د هلکانو پرتله خورا زیات وو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه:

نیویارک ټایمز ورځپانې په امریکا کې د افغان رستورانتونو څښتنانو په اړه چې هڅه کوي په دې هېواد کې افغانې فرهنګ ژوندې وساتي لیکنه کړې ده.

د ورځپانې په ټکو، محمد غیاثي او پلار يې بصیر غیاثي پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د سږ کال په مارچ میاشت کې د نیویارک په بروکلین کې یو رستورانت پرانيستی.

ورځپاڼې د محمد غیاثي له قوله لیکې دي چې، د هغه په اند خواړه د افغانې فرهنګ د ژوندې ساتلو لپاره تر ټولو غوره لار ده.

وړاندې لولو، غیاثي په پخلي کې له تور بانجيانو، بولانیو او کباب په پخولو کې برخه اخلي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG