د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

د کانکور ازموینو پایلې؛ په لسو غوره داوطلبانو کې یوه نجلۍ هم نه شته


ارشیف: په خوست کې د کانکور ازموینو یو انځور
ارشیف: په خوست کې د کانکور ازموینو یو انځور

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو ملي ادارې نن د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.

د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې د پایلو اعلان، هغه چې له لومړي تر لسم نومره یې ټول هلکان دي.

سږ کال د کانکور عمومي اول نمره سلیمان د هرات اوسېدونکی دی، خو تېر او وړم کال د کانکور عمومي اول نمره ‌ګانې دوه نجونې سلګۍ او شمسیه وې.

د سږني کانکور د ازمونیو عمومي اول نمره سلیمان اعلان شو.
د سږني کانکور د ازمونیو عمومي اول نمره سلیمان اعلان شو.
تېر کال د کانکور ازموینو کې د ټول افغانستان څخه سلګۍ عمومي اول نمره اعلان شوې وه.
تېر کال د کانکور ازموینو کې د ټول افغانستان څخه سلګۍ عمومي اول نمره اعلان شوې وه.

د پایلو اعلان دا پوښتنه زېږوي چې ولې سږ کال ان په لسو غوره بریالي شویو کې ان یوه نجلۍ نه‌شته، هغه چې طالب چارواکي ورته هېڅ ځواب نه وايي.

خو د سږني کانکور ازموینې د پایلو اعلان پر مهال د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، توانېدلي چې ازموینه په شفاف ډول واخلي او دا پروسه په ښه ډول او لنډ زمان کې مدیریت کړي.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي

حنفي وویل: "د ازموینو د ملي ادارې ابتکار په دې کال کې د ستاینې وړ دی. دوی له څو پړاوونو دا پروسه درې پړاوو ته راښکته کړه. دوی د مال او وخت د زیات مصرفېدو مخنیوی وکړ."

د ازموینو د ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، سږ کال په کانکور ازموینه کې ۱۰۶ زره ۳۰ تنو نجونو او هلکانو ګډون کړی وو، خو د دوی لپاره ۸۴ زره ۸۶۳ سیټونه د لوړو زده‌کړو او ۳۶ زره او ۲۰ سیټونه په نیمه لوړو زده‌کړو ځانګړي شوي وو.

خو د دې ادارې له قوله، په کانکور ازموینه کې له ګډون کوونکو ۶۰ زرو تنو لوړو زده‌کړو او ۲۵۰۰ تنو نیمه‌ لوړو زده‌کړو لار پیدا کړې ده.

طالب چارواکي داسې مهال په کانکور ازموینه کې د ګډون شمېر ۱۰۶ زره تنه ښيي چې په تېر کانکور ازموینه کې نږدې ۲ سوه زره تنو ګډون کړی و او هغه مهال د ازادي راډیو د راپور پر بنسټ، ۹۷ سلنه یې دولتي او خصوصي پوهنتونو ته بریالي شوي وو.

هاخوا د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش وايي، د کانکور د سږنۍ ازموینې ټول بهیر په یوه میاشت کې بشپړ شو.

خموش ادعا وکړه چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله په دولتي پوهنتونو کې د جذب شویو داوطلبانو شمېر ۲۰ تر ۲۵ سلنې زیات شوی.

د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش
د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش

هغه زیاته کړه: "نور کله به تحصیلات عالي کې ټول ۶۸ زره داوطلبان جذبېدل او اوس له اتیا زرو پورته لوړو زده‌کړو وزارت ته جذبېږي. دویمه موضوع دا ده چې هغه شمېر داوطلبان چې د خپلو خوښو رشتو ته نه‌دي بریالي شوي، خو لوړې نمرې یې وړې وې، هغو پوهنځیو ته چې موږ ظرفیت ولرو، خو داوطلبانو انتخاب کړي نه وي او هغه پوهنځي او سیټونه تش پاتې وي، هغه سیټونه موږ بیا ځلي اعلان ته ورکوو او بې نتیجه داوطلبان کولای شي هغه سیټونو لپاره رقابت وکړي او وشي کولای په دویم چانس هم د خپلې خوښې دویم انتخاب ته لار پیدا کړي."

د ازموینو د ملي ادارې سرپرست که څه هم له بې نتیجې زده‌کوونکو غواړي چې لا هڅه وکړي او بیا خپل چانس و ازمويي، تر خوا یې دا هم وايي، هر هغه داوطلب چې شکایت ولري، کولای شي د شکایت فورم ډک کړي، څو وڅېړل شي.

دا ډاډ داسې مهال ورکول کېږي چې لا له وړاندې په دې ازموینه کې ګډون کوونکو نجونو ویلي و، د مشخصو پوهنځیو د ټاکلو حق یې درلود او دوی ته په وېشل شویو ټاکنپاڼو کې د ډېرو پوهنځیو نومونه نه و.

سږنۍ ازموینه د یو شمېر ستونزو له امله چې طالبان یې تخنیکي بولي، په خپل وخت هم و انه خستل شوه او پایلې داسې مهال اعلانېږي چې له وړاندې د دولتي پوهنتونونو تدریس د کال نیمايي ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG