د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

ځینو نړیوالو ورځپاڼو د ښځو خلاف د طالبانو وروستیو پرېکړو ته کتنه کړې


د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو راټولېدنه. طالبانو تېره اوونۍ په ټول افغانستان کې ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو راټولېدنه. طالبانو تېره اوونۍ په ټول افغانستان کې ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

ګڼو نړیوالو ورځپاڼو د ښځو خلاف د طالبانو وروستیو پرېکړو ته، چې یو په بل پسې یې اعلانوي، کتنه کړې ده.

مېل:

د بریتانیا مېل ورځپاڼې د طالبانو له لوري په افغاني او بهرنیو غیرحکومتي موسسو کې تر بلې خبرتیا پورې د ښځو پر کار د بندیز په اړه د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې څرګندونې خپرې کړي دي.

پیني وونګ د طالبانو دا پرېکړه غندلې او پر هغو یې غږ کړی چې پر خپله پرېکړه، چې د ښځو د محدودولو او ځپلو لپاره ده، بیا کتنه وکړي.

ورځپاڼې په دې اړه د اسټرالیا د باندنیو چارو وزیرې ټویټ ته اشاره کړې چې په کې ویل شوي: "اسټرالیا په افغانستان کې په غیرحکومتي موسسو کې د ښځو د ممنوعیت په اړه د طالبانو پرېکړه غندي. دا پرېکړه له بشري بحران سره د مقابلې لپاره د افغانستان پر وړتیا جدي اغېز کوي."

ورځپاڼې د یو شمېر مرستندویو موسسو یادونه کړې چې د طالبانو د پرېکړې په خاطرې یې په افغانستان کې د خپل فعالیت د بندېدو اعلان کړی دی.

په دغو موسسو کې د سېف د چلدرن، د ناروې د کډوالو نړیواله شورا، پاملرنه او د ژغورنې نړیواله کمېټه شاملې دي.

دغو مرستندویو موسسو ویلي چې له ښځینه کارکوونکو پرته کار ته دوام نه شي ورکولای.

د دغو موسسو په منځ کې د سره صلیب نړیواله کمېټه هم ده چې ۲۶ میلیون افغانانو ته یې روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

دې کمېټې د میلیونونو افغانانو د درملو او معالجې لګښت ورکړی او همداراز یې د طبي برخې ۱۰ زره ۴۸۳ کارکوونکو ته معاش ورکاوه.

ورځپاڼې د ملګروملتونو خبرداري ته هم اشاره کړې چې وايي، ښځینه کارکوونکې د ټولې مرستندویې ټولنې لپاره سره کرښه ده او له طالبانو سره خبرې کوي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې هم په غیرحکومتي موسسو کې د ښځو د کار د بندیز پر موضوع د طالبانو له وزیر سره د ملګرو ملتونو د خبرو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې کښلي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت سرپرست رامز الاکبروف وروسته له دې چې د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د شنبې په ورځ په افغاني او خارجي غیرحکومتي موسسو کې تر بلې خبرتیا پورې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ، پرون دوشنبه له نوموړي وزیر سره په دې اړه خبرې وکړې.

یوناما بې له دې چې د دې کتنې د جزییاتو په اړه څه ووايي، پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د دې لپاره د خنډونو لېرې کېدا حیاتي ده."

ورځپاڼې د طالبانو د پرېکړې په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان، قطر او ګڼو نورو هېوادونو او موسسو د اندېښنو یادونه هم کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG