د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

راپورونه: په پاکستان کې ځینو بندي افغان مېرمنو ماشومان زېږولي


په پاکستان کې بندي افغان مېرمنې او ماشومان
په پاکستان کې بندي افغان مېرمنې او ماشومان

ځینې افغان مېرمنې چې په پاکستان کې د اسنادو نه درلودو له امله زنداني شوي، په زندان کې یې ماشومان زېږولي دي.

د پاکستان د کراچۍ په زندان کې د افغان کډوالو بد وضعیت.

ځینې داسې ادعاوې هم شوي چې د زندانیانو په منځ کې امیندواره ښځې هم وې چې په زندان کې يې ماشومان دنیا ته راوړي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منزه کاکړ د دې موضوع د تایید ترڅنګ ازادي راډيو ته وویل، یو شمېر نورې امیندوارې ښځې هم د زندانیانو په منځ کې شته چې ولادت ته یې کم وخت پاتې دی.

هغې وویل: "په دې افغانانو کې چې کومې ښځینه دي، اکثره امیندواره دي. په لومړي سر کې ډېرو یې په زندان کې ماشومان پیدا کړي، د کراچۍ په مرکزي زندان کې هم چې کومې ښځې دي، هغوی د امیندوارۍ په وروستیو ورځو کې دي. موږ د سند له حکومت څخه په ځلونو غوښتنه کړې چې هغوی ته روغتیايي خدمات ورته برابر کړي چې ماشومان یې په اسانه پیدا شي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې له دې ښځو سره هم خبرې وکړي، خو د محدودیتونو له امله بریالی نه شو چې خبرې ورسره وکړي.

نېږدې ۳ میاشتې کېږي چې یو شمېر افغانان چې له اسنادو پرته د بولدک له لارۍ د پاکستان کراچۍ ښار ته د تداوي لپاره تللي دي، د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي او زنداني شوي دي.

په پاکستان کې زنداني شوي افغانان
په پاکستان کې زنداني شوي افغانان

د پاکستاني حکومت دې کار ګڼ غبرګونه راپارولي او د ښځو د حقونو فعالان هم د دې زندانیانو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د ازادېدو غوښتنه کوي.

د موج تحول افغانستان ګوند مشره او د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:" زه فکر کوم چې زموږ ګاونډي هېوادونه باید موږ له خوږ ګوتې ونه نیسي. په دې ورځو کې افغانان همکارۍ او دوستۍ ته اړتیا لري. په داخل کې داسې یو قدرت دی چې هر څوک په سر ټکوي او ګاونډيو هېوادونو ته هم چې لاړ شي، وضعیت دا ډول دی."

د موج تحول افغانستان ګوند مشره او د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي
د موج تحول افغانستان ګوند مشره او د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي

په ورته وخت کې په کراچۍ کې د طالبانو حکومت جنرال قونسل سید عبدالجبار تخاري د دې موضوع د تائید ترڅنګ ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې چې ۳۶۶ تنه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د جنوري په ۵مه نېټه ازاد او افغانستان ته ولېږل شي.

هغه وویل: "موږ له دې پېښو خبر یو، بعضې ښځې له دې ستونزو سره مخ دي، خو هڅه کوو چې ژر له زندان څخه ازادې شي. د ۳۶۶ تنو چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي، له محکمې څخه مو د ازادېدو امر اخیستی او پاتې نور کسان هم باید ژر تر ژره خوشې شي چې افغانستان ته لاړ شي."

د ښاغلي تخاري په وینا، په اوس وخت نېږدې یو زره او ۵۶۸ تنه افغانان چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللي دي، زنداني شوي چې د نوموړي په خبره د دې زندانیانو له ډلې ۹۴۷ تنه یې د کراچۍ او ۳۲۱ تنه یې د حیدراباد په زندان کې دي.

هغه راپور چې اسوشېټېډپرېس خپور کړی، د پاکستان د پولیسو له قوله په کې ویل شوي دي چې دا افغانان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله زنداني شوي دي.

په ټولنیزو شبکو کې هم هغه تصویرونه چې خپاره شوي، د پاکستان په زندانونو کې د افغان ماشومانو او ښځو د بد وضعیت کیسه کوي.

له دې مخکې ازادي راډيو په دې اړه په یوه راپور کې د یو شمېر ناروغو زندانیانو د مرګ خبر هم تایید کړی و.

په همدې حال کې په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په سند ایالت کې د افغان کډوالو د زنداني کېدو راپورونو او خپرو شویو تصویرونو دوی ډېر اندېښمن کړي دي.

دا سازمان وايي چې ښځې او ماشومان د دوی وضعېت له کتلو پرته باید د زندان د میلو شاته وا نه چول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG