د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د پاکستان د کورنيو چارو وزير: د ناقانونه کډوالو د بښنې طرحه سبا بشپړيږي


د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دې هېواد کې د غیرقانوني کډوالو لپاره د بښنې طرحه د ډسمبر په ۳۱مه نېټه، یعنې سبا ورځ پای ته رسېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله پرون ناوخته په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "په دې سره به هغه کسان چې پاکستان کې له حده زیات اوسيږي، جریمه کېږي او د هغو کسانو نومونه به په تور لېسټ کې شاملېږي چې له یوه کال زیات په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسېدلي وي."

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا نه‌دي ویلي چې جریمه به څومره وي او تر خوا یې هغه کسان چې په تور لېسټ کې اچول کېږي، برخلیک به یې څه وي.

په پاکستان کې د غیر قانوني کډوالو یوه لویه برخه افغانان دي.

له دوی ډېر یې د درملنې او یا هم په افغانستان کې د وروستي کړکېچن وضعیت له امله پاکستان ته کډه شوي چې له لا وړاندې یې زرګونه تنه د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې دي.

له دې زندانونو یو د کراچۍ زندان دی دا مهال شاو خوا ۱۴۰۰ افغان کډوال په‌کې بندیان دي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

موږ نه‌شو کولای اوس‌ خپل وطن ته ولاړ شو، ځکه هلته ژوند ستونزمن او له خطره ډک دی."

هاخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دې نوي خبرداري هلته هغه افغان کډوال چې د ویزو وخت یې پای ته رسېدلی اندېښمن کړي دي.

مرضیه سادات چې په پاکستان کې یې د مېشتېدنې ویزه پای ته رسېدلې وايي، دا پرېکړه به د دوی پر وړاندې لا له وړاندې پرتې ستونزې څو چنده کړي.

نوموړې وايي: "د پاکستان حکومت دا وايي چې دوی په زوره له خپلې خاورې افغان مهاجرین وباسو، موږ نه‌شو کولای اوس‌ خپل وطن ته ولاړ شو، ځکه هلته ژوند ستونزمن او له خطره ډک دی."

يو شمېر افغانان چې پاکستان کې زنداني شوي دي.
يو شمېر افغانان چې پاکستان کې زنداني شوي دي.

یو بل افغان کډوال محمد نعمان بیا وايي، د پاکستان حکومت له کډوالو د قانوني اسنادو غوښتنه کوي، خو له ډېرې مودې راهیسې یې د ویزو د تمدید لپاره د دوی غوښتن‌لیکونه نه‌دي ځواب کړي.

نوموړی وايي: "دا ویزې تمدید شوي نه‌دي او تر اوسه پورې مثبت ځواب نه‌دی ورکړل شوی چې طبعا دا کسان هم په دې ګټګورۍ کې راځي. د پاکستان د حکومت نوې پرېکړې موږ جدي اندېښمن کړي یو."

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له سقوط وروسته، یو ډېر شمېر افغانان پاکستان ته کډه شول، له دوی ځینې یې نورو هېوادونو ته د تلو په نیت پاکستان ته ولاړل او یو شمېر نور یې بیا د درملنې او یا هم په پاکستان کې د کار لپاره هلته مېشت شول.

د ۲۰۲۲ کال د جون په درېیمه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمېشنرۍ رسمي شمېرو وښوده چې هلته نږدې یو اعشاریه درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي، خو معلومه نه‌ده چې تازه پاکستان ته څومره نور افغانان په قانوني او یا هم غیرقانوني لاره کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG