د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د کډوالو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو د کډوالو د خونديتوب غوښتنه کړې


ترکيه کې افغان کډوال، انځور - ارشيف
ترکيه کې افغان کډوال، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو د نړیوالې ورځ په مناسبت د کډوالو د خوندیتوب لپاره د ګډو او منظمو هڅو غوښتنه کړې.

رومل صافی هغه افغان کډوال دی چې څلور کاله مخکې یې په فرانسه کې پناه اخیستې، هغه وايي ژوند په خطر کې و، ځکه یې وطن پرېښود.

نوموړی اوس له یو شمېر نورو ځوانانو سره په ګډه په پاریس کې د افغانانو ټولنه جوړه کړې او دی یې مرستیال دی.

"د اروپا لاره ډېره مرګونې لاره ده، دا چې افغانان په دې لارو راځي

رومل صافی او ملګري یې د دې ټولنې له لارې له هغو افغانانو سره مرسته کوي چې فرانسې ته تازه ورغلي وي او غواړي، پناه واخلي.

نوموړی وايي، افغانان بهرنیو هېوادونو ته په تګ او هلته په پناه اخیستلو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

ښاغلی صافی وايي: "د اروپا لاره ډېره مرګونې لاره ده، دا چې افغانان په دې لارو راځي، دا خپله ښايي چې د افغانانو ژوند په خطر کې دی او له همدې امله افغانستان پرېږدي، دوي په سختو لارو ځان تر اروپا را رسوي خو متاسفانه دلته هم ډېرې ستونزې دي او ډېر کله یې د پنا اخیستلو دوسیې نه منل کېږي."

ترکيه کې افغان کډوال، انځور - ارشيف
ترکيه کې افغان کډوال، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وينا، نږدې پنځه میلیونه افغان کډوال اوس مهال د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې استوګن دي چې د طالبانو له واکمنېدو سره دا لړۍ نوره هم چټکه شوې ده.

افغان لیکوال ډاکتر عبدالمالک ستانیزی وايي، دا چې ډېر افغانان هڅه کوي، نورو وطنونو ته کډ‌وال شي.

له حاکم طبقې پرته نورې ډلې خپل راتلونکې په افغانستان کې نه ګوري

نوموړی یې عوامل د طالبانو حکومت له‌خوا د واک انحصار، لوستو ځوانانو ته ارزښت نه ورکول او محدوديتونه بولي.

نوموړی وايي: "ټول نظام او سيستم د یوې ډلې په لاس کې دی، له حاکم طبقې پرته نورې ډلې خپل راتلونکې په افغانستان کې نه ګوري، هغه که څومره وطن ته ژمن او د خدمت کولو جذبه هم ولري، د دې پر ځای چې په افغانستان کې له ناهیلۍ سره مخ شي، دا ښه ګڼي چې وطن پرېږدي او داسې يو ځاي ته پنا یوسي چې دوي د خپل طبعيت مطابق ژوند مخکې یوسي."

پاکستان کې افغان کډوال، انځور - ارشيف
پاکستان کې افغان کډوال، انځور - ارشيف

و مو غوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو، خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند زموږ اړیکې ته ځواب و نه وایه.

د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د ډيسمبر په ۱۸مه نمانځل کېږي، په خپله اعلامیه کې ويلي چې، په وروستيو کلونو کې د شخړو، نا امنيو او اقلیمي بدلون له امله ګڼ خلک کډوال شوي او د کډوالۍ په برخه کې د خوندي او منظمو لارو او قوانینو د نه موجوديت له امله میلیونونه کسان هر کال په خطرناکو لارو سفرونه کوي چې له دې امله له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر اوسه تر ۵۰ زرو ډېر کډوال په لارو کې مړه یا وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ويلي، سره له دې چې کډوالو د ګڼو هېوادونو په پرمختګ کې مهم رول لوبولی، خو بیا هم اکثره یې په حاشیه کې ژوند کوي او لومړنيو خدماتو ته د نه لاس‌ر‌سي ترڅنګ په سختو شرایطو کې داسې دندې کوي چې کاري مصؤنیت نه‌لري.

دې سازمان د کډوالو د خوندیتوب لپاره د ګډو او منظمو هڅو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان داسې مهال د کډوالو د خوندیتوب او ملاتړ لپاره غږ پورته کوي چې اوس هم ګڼ شمېر افغانان د قانوني لارو ترڅنګ په قاچاقي لارو سفرونه کوي، هغه لارې چې د مرګ او ژوند اټکل یې نه کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG