د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

راپورونه: د پاکستان پولیسو په سند کې ۱۲۲ نور افغانان هم نیولي


ارشیف: په کراچۍ کې یو شمېر نیول شوي افغانان
ارشیف: په کراچۍ کې یو شمېر نیول شوي افغانان

راپورونه وايي، د پاکستان رېنجر پولیسو په سند ایالت کې ۱۲۲ نور افغانان هم نیولي دي. د پاکستاني رسنیو د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې په دې ډله کې ۱۳ ښځې او ۲۰ ماشومان هم شامل دي.

د راپورونو له مخې اوسمهال د سند د مرکز کراچۍ په زندانونو کې د ۱۴۰۰ په شاوخوا کې افغان کډوال بندیان دي.

له افغان کډوالو سره چې له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسي، د پولیسو د چلند او د هغوی د بشري وضعیت په اړه په افغانستان او پاکستان کې اندېښنې په زیاتېدو دي.

احمدتکل په دې اړه په پاکستان کې د بشري حقونو له فعالې او د نیول شویو افغانانو له مدافع وکیلې، منیزې کاکړ سره خبرې کړي او په سر کې یې پوښتلې ده چې د دې افغانانو له نیولو د پاکستاني چارواکو هدف څه دی؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

XS
SM
MD
LG