نړۍ
چارواکي: د امریکا یوه پوځي اډه کې مېشتو افغانانو تر ۲۶۰ میلیون ډالرو زیان اړولی

د پنټاګون یو ځانګړی مفتش وايي، د امریکا هغه پوځي اډې چې زرګونه افغان کډوال په کې دېره دي، تر ۲۶۰ میلیون ډالرو پورې زیانمن شوي دي.
اسوشیتیدپریس خبري آژانس پرته له دې چې د دې چارواکي نوم یاد کړي، پرون د ډسمبر ۲۳مه راپور ورکړ چې د څو اډو دېوالونو او د نلدوانۍ سیسټمونو ته سخت زیان اوښتی دی او ترڅو چې بیارغونه په کې ونه شي نور نو د پوځي ځواکونو له کاره وتلي دي.
د تېر کال د اګست میاشتې په وروستیو دوو اونیو کې متحدوایالتونو له ۱۲۰ زرو زیات افغانان د کابل له هوايي ډګر څخه ولېږدول چې ډېری دا کډوال امریکا ته له رسېدو وروسته په اتو پوځي اډو کې ځای پرځای شول.
اسوشیتیدپریس خبري آژانس راپور ورکوي چې وروستي افغان کډوال د سږني کال په فبروري میاشت کې له دې پوځي اډو ووتل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پوتین د اوکراين په لاندې کړو سیمو کې د ټاکنو تنظيمولو لایحه توشېح کړه

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتين نن هغه لایحه توشېح کړه چې د روسیې له خوا پر اوکراین د یرغل په ترڅ کې د مسکو له خوا د اوکراین په لاندې کړيو سیمو کې د روان کال په پای کې په قانوني توګه د ټاکنو تنظیمولو ته اجازه ورکوي.
پوتین د اوکراین په څلورو سیمو کې چې روسیه پرې کنټرول لري، نظامي حالت اعلان کړی دی.
خو د روسیې پخواني قانون په دغسې حالت کې د انتخاباتو ترسره کولو ته اجازه نه ورکوله.
دغه نوی قانون په اعلان شوي نظامي حالت کې هم د ټاکنو ترسره کېدو ته په دې شرط اجازه ورکوي، چې دفاعي او امنیتي ارګانونه یې منظور کړي.
د آی پي ایل ځنډېدلې پایلوبه نن ترسره کېږي

ټاکل شوې چې د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل ځنډېدلې پایلوبه نن د ګجرات ټایټانز او چینای سوپرکینګز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
دغه سیالي تېره ورځ په لوبغالي کې د شدید ورښت له امله وځنډول شوه.
د آی پي ایل سیالیو د اصولو پر بنسټ، که پایلوبه له هر طبيعي موانع سره مخ کېږي، نو یوه بله اضافي ورځ هم ورکول کېږي.
دغه پایلوبه به نن د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ پیل شي.
د ګجرات لوبډلې په احتمالي نوملړ کې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او نوراحمد هم اخستل شوي دي.
د هندي رسنیو د رپوټونو پر اساس چې تېره ورځ پایلوبې ته د لیدو په پار شاوخوا سل زره کسان لوبغالي ته ورغلي وو او نن هم د همدغومره خلکو د ورتلو اټکل شوی.
د احمد اباد 'نریندر مودي' کرکټ لوبغالی د نړۍ په کچه د زیاتو خلکو د ناستې ظرفیت لري چې شاوخوا سل زره کسان په کې ځایېږي.
اوکرايني چارواکي: روسيې پر کیيف بالسټیک توغندي توغولي

د اوکراین هوایي ځواکونو ویلي چې روسیې نن پر پلازمېنه کییف بالسټیک توغندي توغولي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره د هوایي ځواکونو ویاند یوري ایحنات د اوکراین تلوېزیون سره په خبرو کې کړې ده.
نوموړي ویلي، داسې ښکاري چې له ایس ۳۰۰ او ایس ۴۰۰ توغندیو څخه هم کار اخیستل شوی دی.
سملاسي د دغو بریدونو د مرګ ژوبلې او زیان په اړه څه نهدي ویل شوي، خو کییف کې د خطر زنګ وهل شوی دی.
روسیې امریکايي سناتور 'لیندسي ګراهام' د تعقیب لاندې کسانو په لېست کې شامل کړی

د روسیې د کورنیو چارو وزارت امریکایي سناتور لیندسي ګراهام د تعقیب لاندې کسانو په لېست کې شامل کړی دی.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، دا ګام وروسته تر دې اخیستل کېږي چې ګراهام د می په ۲۶مه د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره په ملاقات کې وویل: 'روسان مړه کېږي' او هغه لګښتونه تر ټولو غوره پیسې دي چې امریکا د اوکراین په ملاتړ لګولي دي.
کله چې روسیې پر دغو خبرو نیوکه وکړه، اوکراین د زیلینسکي او ګراهام د ملاقات بشپړه ویډیو خپره کړه او معلومه شوه چې د ګراهام دغه دوه خبرې تړاو نه سره لري.
ګراهام پر ده د روسیې نیوکې رد کړي او ویلې یې دي، ده یوازې د روسیې په وړاندې جګړه کې د اوکراینیانو روحیه ستایلې ده.
د نړۍ یو شمېر مشرانو اردوغان ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې

د امریکا او روسیې د ولسمشرانو جو بایډن او ولادمیر پوتین په ګډون د نړۍ یو شمېر مشرانو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، بایډن هیله څرګنده کړې چې له اردوغان سره په ګډه به د نړیوالو ننګونو د حل لپاره کار کوي.
ولادمیر پوتین هم د اردوغان بریا د هغه د صادقانه هڅو او کار پایله بللې ده.
د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم اردوغان ته مبارکي ورکړې او د ترکیې او افغانستان د خلکو د اړیکو په لا ښه والي یې ټینګار کړی دی.
د ترکیې د ټاکنو ادارې د ولسمشرۍ د دویم ځلي ټاکنو د څه باندې ۹۹ فیصده رایو له شمېرلو وروسته اعلان وکړ، چې رجب طیب اردوغان د دغو ټاکنو ګټونکی دی.
د دې بنسټ مشر احمد ینیر پرون ماښام د ۹۹.۴۳ فیصده رایو له شمېرل کېدو وروسته وویل، چې اردوغان ۵۳ اعشاریه ۴۱ فیصده رایې ګټلي او د هغه سیال کمال قلیچدار اوغلو ۴۶ اعشاریه ۵۹ فیصده رایې خپلې کړې دي.
اردوغان پرون په استانبول کې د خپلو پلویانو یوې ډلې ته په وینا کې په ټاکنو کې د ګډون له کبله د ترکیې د خلکو مننه وکړه.
قلیچدار اوغلو دغه دویم ځلي ټاکنې په وروستیو کلونو کې تر ټولو غیرعادلانه بللې دي.
د ترکیې ولسمشرۍ ټاکنې؛ اردوغان ګټونکی اعلان شو

د ترکیې د ټاکنو ادارې د ولسمشرۍ د دویم ځلي ټاکنو د څه باندې ۹۹ فیصده رایو له شمېرلو وروسته اعلان وکړ، چې رجب طیب اردوغان د دغو ټاکنو ګټونکی دی.
د دې بنسټ مشر احمد ینیر پرون ماښام د ۹۹.۴۳ فیصده رایو له شمېرل کېدو وروسته وویل، چې اردوغان ۵۳ اعشاریه ۴۱ فیصده رایې ګټلي او د هغه سیال کمال قلیچدار اوغلو ۴۶ اعشاریه ۵۹ فیصده رایې خپلې کړې دي.
اردوغان پرون په استانبول کې د خپلو پلویانو یوې ډلې ته په وینا کې په ټاکنو کې د ګډون له کبله د ترکیې د خلکو مننه وکړه.
قلیچدار اوغولو دغه دویم ځلي ټاکنې په وروستیو کلونو کې تر ټولو غیرعادلانه بللې دي.
اسراییلو د سوریې په دمشق کې ځینې اهداف ویشتلي

د سوریې دولتي خبري اژانس خبر ورکوي، چې د اسراییلو هوايي حملو پرون ناوخته د سوریې په پلازمېنه دمشق کې ځینې اهداف ویشتلي دي.
دا په نږدې یوه میاشت کې د خپل ډول له مخې لومړۍ هوايي حملې ګڼل کېږي.
د اسراییل چارواکو پر دمشق د پرونیو حملو په باب سم د لاسه کومه تبصره نه ده کړې.
د سوریې سانا خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې د هوايي مدافع دستګاوو د دمشق په مربوطاتو کې دغو هوايي حملو ته ځواب ویلی او ځینې حملې یې شنډې کړې دي.
د اژانس په وینا، په دغو حملو کې یوازې مالي زیانونه اوښتي دي.
تر دې مخکې پر سوریې بله هوايي حمله کې چې شک کېږي اسراییل به کړې وي، د مې میاشتې پر دویمه شوې وه، چې د سوریې په شمالي ښار حلب کې یې نړیوال هوايي ډګر په نښه کړی و.
دولتي اژانس هغه وخت خبر ورکړی و، چې په هغه حمله کې د سوریې یو سرتېری وژلی او د هوايي ډګر ارتباطات یې پرې کړي وو.
زیلینسکي پر ایران د بندیز لګولو لپاره خپل پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړې

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړې چې هدف یې د روسیې پر متحد ایران د پنځوسو کلونو لپاره د بندیزونو لګول دي.
د زیلینسکي د دفتر رییس اندري یرماک پرون یکشنبه دا خبر ورکړی دی.
دا د هغه څه ځواب ګڼل کېږي چې کییف یې مسکو ته د تهران له خوا د وسلو برابرول ګڼي.
کییف او متحدان یې وايي، پر اوکراین د روسیې له یرغل راوروسته ایران روسیې ته د سلګونو بې پېلوټه الوتکو په ګډون وسلې ورکړې دي، خو تهران دغه تورونه ردوي.
که دغه لایحه د اوکراین د پارلمان له خوا تصویب شي، د اوکراین له طریق او د اوکراین له هوايي قلمرو به د ایراني مالونو مخه نیول کېږي.
د ایران او ایراني وګړو په وړاندې تجارتي، مالي او د ټکنالوژۍ په برخه کې بندیزونه هم لګوي.
د اسرایيل ولسمشر اذربايجان ته ځي

ټاکل شوې چې د اسراییل ولسمشر اسحاق هیرزوګ له خپل سیال د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف سره د خبرو لپاره سبا سېشنبې باکو ته سفر وکړي.
په تلبیب کې د هیرزوګ دفتر پرون یکشنبې اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو مشران به د دوه اړخیزو ستراتېژیکو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړي.
هیرزوګ به د اسراییل دولت د جوړېدو د ۷۵ کالیزې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.
په پام کې ده چې د روغتیا د سکتور په برخه کې د همکارۍ یوه موافقه هم لاسلیک شي.
اذربایجان چې یو اسلامي هېواد دی، د روان کال په مارچ میاشت کې په تلبیب کې خپل سفارت پرانیست، حال دا چې اسراییل له ۱۹۹۳ کال راهیسې په باکو کې سفارت لري.
آیپيایل؛ نن د ګجرات او چینای لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره کېږي

ټاکل شوې چې د هندوستان غوره لیګ یا آیپيایل سیالیو پایلوبه نن یکشنبه ترسره شي.
دغه سیالي د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د هند په احمداباد ښار کې پیلېږي.
پایلوبې ته د تېر کال اتله لوبډله ګجرات ټایټانز له چینای سوپرکینګز لوبډلې سره لار موندلې ده.
د ګجرات لوبډلې په احتمالي نوملړ کې راشدخان او نوراحمد هم شته او په پایلوبه کې به ولوبېږي.
د ویلو ده چې د روانو سیالیو په لومړي 'کوالیفایر' یا نیمه پای لوبه کې چینای د ۱۵ منډو په توپير ګجرات ته ماتې ورکړې وه.