د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د ایران څلور اړخیزه غونډه کې د افغان کډوالو په اړه بحث شوی


ارشیف: له ایران څخه شړل شوي یو شمېر افغانان
ارشیف: له ایران څخه شړل شوي یو شمېر افغانان

که څه هم طالبان وايي له ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو سره یې افغانستان ته د افغان کډوالو پر باعزته ستنولو خبرې کړي، خو ګڼ افغانان هڅه کوي له افغانستان څخه ووځي.

که له یوې افغانان هڅه کوي، چې د پاسپورټونو په ترلاسه کولو سره له افغانستانه ووځي، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو سره یې په څلوراړخیزه غونډه کې افغانستان ته د افغان کډوالو پر باعزته راستنولو خبرې کړې دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد پرون په هغه ویډیويي پیغام کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ملي راډیو تلوېزیون خپور کړی ویلي، په دې غونډه کې ځینې پرېکړې وشوې.

هغه وايي: "هغه پرېکړې چې په دې څلوراړخیزه غونډه کې وشوې دا دي: کډوال باید په خوندي او باعزت ډول خپل هېواد ته ستانه کړای شي، بله دا چې په هېواد کې باید د دوی پایدار ادغام ته زمینه برابره شي. دوی ته سرپناه ورکړل شي. درېیم هم د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ د مرستو جلب. د دغو کډوالو ستنولو ته ۵۵۰ ملیون ډالره ځانګړي شول."

راشد وویل په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړولو پرېکړه هم وشوه، خو په پاکستان کې یې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په باب څه ونه ویل.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني قونسل عبدالحمید جلیلي ازادۍ راډیو ته وویل، هغه افغان کډوال چې په وروستیو ۱۶ میاشتو کې پاکستان ته ورغلي، له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

جلیلي وايي: "یو هغه کډوال دي چې په غیرقانوني ډول په ځانګړي ډول د سپین بولدک له لارې پاکستان ته اوښتي دي، دوی د یوې معاملې پر اساس دلته راغلي، چې شمېر یې خورا زیات دی. اوس ستونزه هغو کډوالو ته متوجه ده چې دلته یې یا ویزې ختمې شوي، یا په غیرقانوني ډول پاکستان ته اوښتي او دلته له اسنادو پرته اوسي."

نن د ډسمبر میاشتې ۱۸مه، د کډوالۍ نړیواله ورځ ده او سږکال داسې مهال نمانځل کېږي، چې په ګڼو درېیمو هېوادونو کې افغانان چې اروپا یا هم امریکا ته د تګ په تمه دي، له ډول- ډول ستونزو کړېږي.

په پاکستان کې افغان کډوال
په پاکستان کې افغان کډوال

د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د هغو افغانانو په اړه اندېښنه ښودلې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته تللي او په بد وضیعت کې دي.

د دې سازمان مشرې اګنس کالامارد یوه پرانیستي لیک کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته ویلي دي، افغانان که په پاکستان کې ویزه لري که یې نه‌لري د تبعیض او د بیان د ازادۍ د محدویت په ګډون له جدي ننګونو سره مخامخ دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې په تېرو څه باندې ۱۶ میاشتو کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته یو ملیون یو لک او ۳۲زره او ۶۶۶ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي، خو خپلواکو سرچینو دغه رقم نه دی تایید کړی.

د ترکیې په ګډون ځینې هېوادونه وخت ناوخت افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ستنوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG