د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

ملګرو ملتونو بېلابېلو هېوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو په اړه اندېښنه ښودلې


افغان پناه غوښتونکي، انځور - ارشيف
افغان پناه غوښتونکي، انځور - ارشيف

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو او په بهر کې د افغان پناه غوښتونکو په لوړ شمېر اندېښنه ښودلې.

د پاریس په یوه څنډه کې څو بې اسناده افغانان او د نورو هېوادونو پناه غوښتونکي لالهانده ګرځي.

پولیسو افغان او افریقايي پناه غوښتونکي له کمپه ایستلي او یو شمېر یې په سړکونو شپې سبا کوي.

افغان پناه غوښتونکی امیر یو له دې کسانو دی چې د فرانسې له خبري اژانس سره یې د زړه خواله کړې.

نوموړي ويلي: "شپږ میاشتې کېږي چې په سړکونو څملم. هر چېرته چې د مرستې غوښتنه کوم مرسته نه راسره کوي. راته وايي چې ته محکمې رد کړی یې. زه منم چې زما دوسیه رد شوې خو اخر زه انسان یمه. زه حقوق لرم. ماته باید ځای راکړي. ماته باید خواړه او پیسې راکړي. خو نه یې راکوي. ایا دا د بشر حقونه دي؟ نه دا د بشر حقونه نه‌دی."

د البانيا په يوه کمپ کې افغان کډوال
د البانيا په يوه کمپ کې افغان کډوال

د پاریس له شماله د تخلیه شوي کمپ نږدې زر تنه پناه غوښتونکي اکثر افغانان او د افریقايي هېوادونو دي.

مجاهد سرخرودی هم په سړکونو پاتې دی او وایي هيڅ هم نه‌شته.

نوموړی وايي: "خلک د خوراک لپاره څه نه‌لري. ګڼ کسان دلته ناروغان دي. ډاکتر نه‌شته، روغتون نه‌شته. ستونزې ډېرې زیاتې دي. افریقایان، افغانان او عرب کورنۍ دلته ډېرې زیاتې دي."

د کډوالو په وړاندې له دې ننګونو سره سره لا هم افغانستان په هغو هېوادونو کې دی چې د نړۍ په کچه ډېر پناه غوښتونکي لري او خلک له هېواده د وتلو په لټه کې دي.

"خلک د خوراک لپاره څه نه‌لري. ګڼ کسان دلته ناروغان دي. ډاکتر نه‌شته، روغتون نه‌شته."

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې اندېښنه ښودلې چې سږ کال د کډوالو نړیوال شمېر ۲۵ فیصده زیات شوی چې ټوله شمېره یې ۲۶ میلیون او ۷ لکه کسانو ته رسیږي.

دا د ۱۹۸۰ لسیزې په مقایسه چې ګڼ افغانان او ایتوپیایان ګاونډيو هېوادونو ته د تلو لپاره اړ شوي وو د کډوالو لوړ شمېر یاد شوی.

افغانستان تر سوریې، وینزویلا او اوکراین وروسته د نړۍ په کچه په څلورم مقام کې دی چې ګڼ خلک یې کډوال شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان څانګې پرون په څو ټوېټونو کې ویلي چې دمګړۍ ۲ میلیون او اته لکه افغانان په ګاونډيو او بهرنیو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې سبا کوي.

یو ان اچ سي ار اندېښنه ښودلې چې دا شمېر همداسې مخ په زیاتېدو دی.

د هغو افغانانو شمېر چې جنګ جګړو، سیاسي تحولاتو، اقتصادي ستونزو، سېلابونو او وچکالیو په هېواد کې دننه بې ځایه کړي د یو ان اچ سي ار په راپور کې درې میلیون او څلور لکه تنه ښودل شوی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی چې پناه غوښتونکو ته د رسیدګۍ لپاره اړتیا ده چې کوربه هېوادونو سره اړینې مرستې وشي او د کډوالو د ادغام هڅې ګړندۍ شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم لسګونه زره افغانان د امریکا په نوښت او د ځینو نورو دولتونو په همکارۍ بهر ولېږدول شول.

له دې سره په یو وخت سلګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ایران او پاکستان ته واوښتل او لا هم ګڼ خلک له هېواده د وتلو په لټه کې دي.

XS
SM
MD
LG