د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

ډيجيټال ژورنال: له شل کلنې جګړې وروسته هم د افغانستان کړکېچ پای ته نه‌دی رسېدلی


ارشيف
ارشيف

ډیجیټال ژورنال خپرونه:

ډیجیټال ژورنال خپرونې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو جګړو ته د اشارې په ترڅ کې لیکي، د افغانستان کړکېچ پای ته نه‌دی رسېدلی او د ولسمشر جوبایډن ادارې نه یوازې پر طالبانو بلکې د افغانستان پر ملکي وګړو او میلیونونه ماشومانو بندیزونه زیات کړي دي.

خپرونه زیاتوي چې له شل کلنې جګړې وروسته د افغانستان خلک بیا هم باید لوږه، ناروغي او دیکتاتوري وزغمي.

په مطلب کې راغلي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي اقدام د عدالت نښه وه خو د افغانستان خلک نه پوهېږي چې ولې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې ازادۍ او بشر دوستۍ ته د نړیوالو پاملرنه لږه شوې ده.

ډیجیټال ژورنال وړاندې لیکي، افغانستان په دې جګړه کې خپل هر څه له لاسه ورکړل، ښارونه یې زیانمن شول، کورنۍ مهاجرت ته اړې شولې، زرګونه ملکي وګړي مړه او میلیونونه خلک کډوال شول او افغان ځوانان چې د زوکړې له پیله په جګړه کې ژوند کوي، ګردسره نه پوهېږي چې سوله څه ده؟

نیویارک پوست خپرونه:

نیویارک پوست خپرونې د یوې افغان مېرمنې او د هغې د مېړه ادعا را اخیستې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال یې یو امریکايی سرتېری د یوه ماشوم په تښتولو تورن کړی.

په مطلب کې چې د نیویارک پوست پر وېبپاڼه خپور شوی، راغلي دي چې دا تور د امریکا د سمندري ځواکونو پر هغه سرتېری لګېدلی چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مهال یې یوه کوچنۍ نجلۍ له ځان سره امریکا ته بیولې.

د اسوشیتدپریس خبري اژانس د راپور له مخې په یوه دعوه کې چې تېره میاشت محکمې ته وړاندې شوه، دا ښځه او مېړه یې وايي چې امریکايي سرتېري جاشوا مست، واشنګټن ډي سي ته د دوی د راوستو پر مهال دا ماشومه د هغه سند پر بنسټ چې کلونه مخکې ده ته ورکړل شوی و، بیولې ده.

د دعوې په اساس ښاغلی مست او مېرمن یې ستیفاني په چل ول تورن شوي.

دې افغان جوړې له محکمې غوښتي چې هویت یې افشا نه‌کړي او له اژانس سره یې هم د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړي.

دا ماشومه چې اوس درې نیم کلنه ده په ۲۰۱۹م. کال کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال چې په ترڅ کې یې د دې پلار او مور، پنځه خویندې او ورور ووژل شول، ژغورل شوې وه، تر اوسه د جاشوا مست او د دې افغان جوړې ترمنځ د ګڼو قضايي دعوو په مرکز کې ده.

د جاشوا ورور او مدافع وکیل ریچارډ مست د ویرجینیا ایالت یوې محکې ته ویلي، دا ماشومه په جګړه کې یتیمه او اواره شوې وه، نو ځکه په پام کې وه چې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمداشرف غني د یوه سند په لاسلیکولو سره د هغې سرپرستي د مست کورنۍ ته وسپاري.

محکمې هغه مهال هم منلې وه چې د دې ماشومې مسؤلیت د مست کورنۍ واخلي، خو د ښاغلي غني یوه سلاکار رویټرز خبري اژانس ته ویلي، پخواني ولسمشر دا سند نه لاسلیک کاوه، ځکه هغه وايي یوازې محکمې صلاحیت لري چې د یو ماشوم د سرپرستۍ چارې یوې بلې کورنۍ ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG