د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د مخکېني افغان حکومت ځینې سرتېري: د ایران په همغږۍ د روسیې جګړې ته ځو


ارشیف: د مخکېني افغان دولت سرتېري
ارشیف: د مخکېني افغان دولت سرتېري

د طالبانو یوه چارواکي ویلي، احتمال لري چې د افغانستان د مخکېني حکومت پوځيان چې اوس په ایران کې دي، د روسیې او اوکراین جنګ ته لېږل کېږي.

د تېر جمهوري حکومت د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری دی چې ادعا کوي، لس ورځې وروسته به د روسیې او اوکراین جنګ ته لاړ شي.

دا کس چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د شته ننګونو له امله ایران ته کډوال شو، خو د خپلې کورنۍ د یوازېنی سرپرست په توګه د ډوډۍ غم مجبور کړ چې یوې داسې جګړې ته ور ګډ شي چې په ده پورې هېڅ اړه نه لري.

هغه زیاتوي: "زه د افغانستان د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری یم، څه وخت مخکې په افغانستان کې اوازه وه چې روسیه له اوکراین سره د جګړې لپاره یو شمېر مخکېنی سرتېري بیايي، دا چې په افغانستان کې مو پټ ژوند کاوه او ژوند مو په خطر کې و، مجبور شوم چې دلته راشم او په جنګ کې ګډون وکړم. امکان لري چې ۱۰ ورځې وروسته مو روسیې ته ولېږدوي، د ایران دولت هم ستونزه نه لري او په همغږۍ روسیې ته انتقالېږو."

یاد مخکېنی سرتېری ادعا کوي چې د اوکراین سره جګړې ته مخکېني افغان سرتېري د روسیې او ایران دولتونو لخوا په همغږۍ لېږدول کېږي.

هغه ادعا کوي چې ۲۵۰۰ مخکېنې افغان سرتېري له خپلو کورنیو سره روسیې ته لېږدول شوي دي چې په وینا یې ۱۸۰ تنه یې دوه ورځې مخکې له ایران څخه روسيې ته لاړل.

د مخکېني دولت سرتېرو په ښه توګه روزنه ترلاسه کړې وه.
د مخکېني دولت سرتېرو په ښه توګه روزنه ترلاسه کړې وه.

د تېر جمهوري حکومت د ځانګړو قطعاتو یو بل سرتېری هم چې له څو میاشتو راهیسې په ایران کې دی، ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې امنیتي ستونزې لامل شوې چې ایران ته لاړ شي او اوس له دې هېواد څخه روسیې ته ځي چې د اوکراین سره په جګړه کې ګډون وکړي.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "طالبانو هر ځای موږ څارلو، زموږ څو همسنګران یې ونیول او سرونه یې ور پرې کړل. موږ یې په ډېرې ناځوانۍ په میدان کې یوازې پرېښودلو، مجبور شوم چې ایران ته راشم، روسیې یو پروګرام پیل کړ چې چې د افغان ځانګړو ځواکونو نومونه یې ثبتول او د اوکراین خلاف جګړې یې ته لېږل، زه او څو نور ملګري مې لاړو او خپل نومونو مو ثبت کړل چې روسیې ته لاړ شو."

د مخکېنیو افغان امنیتي ځواکونو په وینا، روسیه د هغو سرتېرو لپاره چې په جګړه کې ګډون کوي، په ۶ لومړنیو میاشتو کې چې روزنه ورکول کېږي، ۲۵۰۰ ډالر او له هغه وروسته په جنګ کې د ګډون په مهال ۳۰۰۰ ډالره معاش ورکوي.

د مخکېني افغان دولت ځواکونو د لوېدیځو هېوادونو په مرسته روزنه ترلاسه کړې وه.
د مخکېني افغان دولت ځواکونو د لوېدیځو هېوادونو په مرسته روزنه ترلاسه کړې وه.

لوېديځ چارواکي وايي، روسیه له اوکراین سره په جګړه کې له ډېرو ستونزو سره مخ ده او اوکرایني ځواکونو ډېرې هغه سیمې بېرته نیولي دي چې په تېرو ۸ میاشتو کې روسيې په خپل کنترول کې راوستې وې.

تر دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي و چې په ایران کې میاشت افغان کډوال او پوځیان د سوریې او عراق جګړو ته لېږل کېږي.

تازه د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د پنجشنبې په ورځ په پروان کې له خبریالانو سره د دې احتمال په اړه چې مخکېني افغان سرتېري د روسیې او اوکراین جګړې ته لېږل کېږي، خبرې کړې وې.

هغه وايي: "له بده مرغه ما له هغوی (ایران) سره دا خبرې شریکې کړې دي، مخکې یې سرتېري سوریې او عراق ته لېږل، شاید اوکراین ته هم تللي وي، دلته زرګونه د ملي اردو سرتېري روزل شوي دي."

تر اوسه کوم نړیوال خپلواک بنسټ دا ادعاوې نه دي تایید کړي او ایران هم تل دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

خلیل الرحمان حقاني دا ادعا په داسې حال کې مطرح کوي چې مخکېنيو سرتېرو د طالبانو له بد چلند، زنداني کېدلو، ځورونې او د خپلو همسنګرانو د وژلو له امله په ځلونه شکایتونه کړي دي، ډېرو یې ازادي راډيو ته وویل، چې له خپلو کورنیو سره په پټه ژوند کوي.

په لغمان کې د طالبانو وسله وال غړي
په لغمان کې د طالبانو وسله وال غړي

که څه هم طالبانو تل ویلي چې عمومي بخښنه یې کړې ده او څوک نه ځوروي، خو د بښنې د نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو د طالبانو له لوري د مخکېني حکومت د امنیتي ځواکونو د زنداني کولو، ځورولو او وژلو په اړه په ځلونو خپلې اندېښنې ښکاره کړې وې.

د تېر جمهوري حکومت یو شمېر سرتېري چې دا مهال په ایران او پاکستان کې دي، له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغان امنیتي ځواکونو ژوند ته دې پام وکړي او دوی ته په امنو هېوادونو کې د ژوند شرایط برابر کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG