د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

ډیپلوماټ: پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره وضعیت لا خراب شوی


د کابل په قرغه کې د طالبانو غړي
د کابل په قرغه کې د طالبانو غړي

ګارډين:

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې پر هغو تېروتنو چې له افغانستانه د برتانوي ځواکونو د وتلو په جریان کې شوي، تمرکز کړی دی.

ګارډین لیکي، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د تېروتنو یو نوملړ وړاندې کړی٬ خو په عین حال کې یې بریتانیا ته د ننوتو دروازه د هغو افغانانو پرمخ تړلې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یې له برتانوي ځواکونو سره کار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، په دې اړه قضاوت کول چې د بریتانیا په ملکي پروژو کې ښکېل افغانان واقعاً د طالبانو له خوا له خطر سره مخامخ دي، ګران کار دی.

خو د دې وزارت په وینا خطر یوازې هغو کسانو ته متوجه کېدای شي چې له برتانوي ځواکونو سره په امنیتي برخه کې یې کار کړی دی.

د ګارډین په لیکنه یوازې پنځه زره افغانانو ته یې بریتانیا ته د ننوتو اجازه ورکړې ده.

د تېر کال په دوبي کې کابل ته د طالبانو له ننوتو سره هممهاله شاوخوا پنځلس زره کسان له افغانستانه بریتانیا ته ولېږدول شول.

ګارډین وړاندې د یو شمېر افغانانو د معلوماتو پر بنسټ لیکي چې ویلي یې دي، د کورنۍ یو شمېر غړي یې د طالبانو له خوا وژل شوي ځکه د دوی په وینا له برتانوي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

دغو افغانانو دغه راز ادعا کړې٬ چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې له دوی سره هېڅ همکاري نه ده کړې.

ډيپلوماټ:

ډیپلوماټ مجلې په افغانستان کې د امریکا ملاتړي نظام د نسکورېدو یوې کلنې کلیزې ته په پام اړولی او لیکي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په دې هېواد کې وضعیت لا خراب شوی ځکه دی چې د طبیعي پېښو ترڅنګ اقتصادي او غذایي بحران په دې هېواد کې لا پراخ شوی او د اوکراین د جګړې په نتیجه کې له افغانستانه هم د نړیوالو پام بلې خوا ته اوښتی.

د افغانستان پر سولې د څارونکي څېړنیز مرکز مشر جسټین فلیشنر ډیپلوماټ ته ویلي٬ چې طالبانو د دې پرځای چې د افغانستان د خلکو پر بشري اړتیاوو تمرکز وکړي، خپلې مذهبي او فکري اجنډا ته لومړیتوب ورکړی دی.

ډیپلوماټ وړاندې لیکي، په افغانستان کې درې اصلي اندېښنې موجودې دي. لومړی په دې هېواد کې روان اقتصادي بحران او د یوه ټولشموله حکومت نشتوالی. دوهم له بشري حقونو څخه سرغړونې، قتلونه او له محاکمو پرته غیرقانوني مجازات او درېیم د ترویستي ګواښونو احتمالي راټوکېدل.

ډیپلوماټ زیاتوي، چې طالبانو تراوسه د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره د کورنیو او نړیوالو غوښتنې له پامه غورځولي دي.

مجله د افغانستان پر روان بشري وضعیت د انتقاد په ترڅ کې لیکي چې پخواني چارواکي او پخواني امنیتي ځواکونه، مذهبي لږکي، ښځینه فعالان او خبریالان ځان خوندي نه احساسوي.

خو یو مورد چې په دې مطلب کې پرې ټینګار شوی، تروریستي ګواښونه دي چې ښایي له افغانستانه بېرته پیل شي.

د ډیپلوماټ په لیکنه، افغان طالبانو په تېر کې د پاکستاني طالبانو له تحریک، د ازبکستان له اسلامي جنبش او القاعده او ځینې نورو ډلو سره له نږدې اړیکې درلودې.

خو مجله د یوه بالقوه ګواښ په توګه د سخت دریځي اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې یا داعش نوم وړی چې فعالیتونه یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اندېښنې وړ بلل کېږي، ځکه داعش په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته د څو خونړیو حملو مسوولیت اخیستی او د تاجکستان او ازبکستان په ګډون یې پر ګاونډیانو راکټي بریدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG