د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

بریتانیا له افغانستانه ۱۵۰۰۰ کسان ایستلي او ۵۰۰۰ نور هم لېږدوي


ارشیف: په کابل هوايي ډګر کې د برتانوي ځواکونو له لوري د یوه افغان د ایستلو هڅه. August 22, 2021
ارشیف: په کابل هوايي ډګر کې د برتانوي ځواکونو له لوري د یوه افغان د ایستلو هڅه. August 22, 2021

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي، دوی پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر دې دمه ۱۵ زره افغانان دغه هېواد ته لېږدولي او تمه ده چې ۵ زره نو هم انتقال کړي.

یو کس په افغانستان کې د ناټو غوڅ ماموریت په چوکاټ کې د برتانوي ځواکونو له افغان همکارانو دی.

دغه کس چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې په راپور کې نوم خپور شي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، ده او ۳۲ نور افغان همکارانو یې شاوخوا شپږ کاله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نورو بهرنیو ځواکونو په ګډون برتانوي ځواکونو سره په امنیتي او د ژباړې برخه کې کار کړی وایي، لا هم افغانستان کې دی او له تېر یو کال راهیسې یې هر ورځ په وېره او ګواښونو کې ژوند تېرېږي.

ارشیف: په هلمند کې برتانوي ځواکونه د عملیاتو پرمهال July 27, 2009.
ارشیف: په هلمند کې برتانوي ځواکونه د عملیاتو پرمهال July 27, 2009.

هغه وایي، تر دې دمه یې زیاتې هڅې کړي چې بهرني همکاران یې له افغانستان څخه وباسي، خو لا یې کوم مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.

نوموړي زیاته کړه: "زه ټول هغه اسناد لرم چې په دومره موده کې له بهرنیو ځواکونو سره مې کار کړی. داسې تصدیق هم لرم چې جنرال مېلر راته راکړی، اوس نو له وېرې هېڅ له کوره نه شم وتلی، حیران دې ته یم چې بالاخره به ژوند څنګه کېږي څه وکړم؟"

وړاندې طالب چارواکو په خپلو بېلابېلو څرګندونو کې ویلي، چې د خپل مشرتابه د عفوې فرمان پلي کېدو ته ژمن دي، او څوک دې له هېواده وتلو ته زړه نه ښه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یوناما بیا ویلي، د طالبانو د سرپرست حکومت غړیو د اګست له پنځلسمې د جون تر پنځلسمې نېټې پورې یوازې د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۶۰ چارواکي وژلي او په دې کار سره یې هغه عفوه په دوامداره توګه نه ده عملي کړې چې دوی اعلان کړې وه.

خو طالبانو هغه مهال دا راپور هم رد کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریټي پټېل په یوه انلاین ویډیو کې چې د پیټینګ عملیاتو د لومړۍ کلیزې په مناسبت خپره شوې، ویلي یې دي چې دوی به د خپلو افغان همکارانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړې ویلي: "بریتانیا په هغه څه چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره یې ترسره کړي، ډېر ویاړي. دا په بشپړ ډول له انسانیت سره زموږ ژمنتیا او له ظلم او ستم څخه تښتېدلو خلکو لپاره لازمه کړنه ده. موږ د افغانستان له خلکو سره د باور اړيکه لرو چې زموږ تر څنګ ولاړ دي او موږ به هم ورسره ولاړ یوو."

اغلې پټېل ویلي چې له افغانستان څخه د دوی پیټینګ عملیاتو کې په مستقیم ډوله د ۲۱۰۰۰ افغانانو د انتقال شمېر ثبت دی چې ۱۵۰۰۰ په مستقیم ډول د پیټینګ عملیاتو له لارې ایستل شوي او ۵۰۰۰ نور به بریتانیا ته وروسته انتقال شي.

وړاندې د بريتانيا د دفاع وزير بن والس ويلي و چې په افغانستان کې شل کلن پوځي کمپاين له ناکامۍ سره مخ شو.

د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ نېټه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو په وروسته زرګونه افغانان د امریکا او اروپایي هېوادونو په ګډون بریتانیا ته هم انتقال شوي او هلته ورته د مېشتېدو زمینه برابره شوې خو لا هم دا بهیر روان دی او له افغانستان څخه هغه کسان وخت نا وخت بېلابېلو هېوادونو ته انتقالېږي چې د خپلو پخوانیو دندو او فعالیتونو له امله د طالبانو له لوري د وېرې او ګواښ احساس کوي.

XS
SM
MD
LG