د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

چین: امریکا او بریتانیا دې په افغانستان کې د خپلو جنایتونو څېړنه وکړي


ارشیف: په هلمند کې برتانوي ځواکونه د عملیاتو پرمهال - July 27, 2009
ارشیف: په هلمند کې برتانوي ځواکونه د عملیاتو پرمهال - July 27, 2009

داسې مهال چې چین خپله د ایغور مسلمانانو په شکنجې او د هغوی د حقونو په نقض تورن دی، تازه یې د بهرنیو چارو وزارت له امریکا او بریتانیا غوښتي څو په افغانستان کې د خپلو جنګي جنایتونو څېړنه وکړي.

د بریتانیا اس اې اس نومې ځانګړې ډلې له‌خوا په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د بي‌بي‌سي له راپور وروسته، چین هم غږ پورته کړی چې دا قضیې دې وڅېړل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ویبن پرون په یوه رسنیز کنفرانس کې په امریکا او بریتانیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د خپلو جنګي جنایتونو په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او عدالت پلی کړي.

هغه ویلي: "په افغانستان کې د امریکايي، اسټرالیايي او د دوی د نورو شریکانو له‌خوا د ملکیانو وژلو ته په کتو، دا موضوع د بشري حقونو نقض، ښکاره جنګي جرایمو انساني کرامت تر پښو لاندې کول، فردي دوسیه نه، بلکې یو اوږد‌مهاله او سیستماتیکه پدیده ده."

چین داسې مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب او تر خوا یې د جنګي جنایتونو د څېړنې خبره کوي چې خپله د ایغور مسلمانانو د حقونو په تېري، شکنجې او وژنې تورن دی.

د بي‌بي‌سي پنوراما خپرونې یوې څېړنې کې موندلې وه، چې احتمالًا په ۲۰۱۰ ـــــــ ۲۰۱۱ کلونو کې د بریتانیا اس اې اس نومې ځانګړې ډلې په شپږ میاشتوکې ۵۴ ملکي افغانان وژلي دي.

خو د بریتانیې د وسله‌والو ځواکونو مشر امیرالبحر ټوني راداکین دا راپور رد کړی و او ویلي یې و، داسې څه نه‌دي شوي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا راپور ټکان ورکوونکی بولي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه اسحاق اتمر وايي، چین خپله د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ایغور مسلمانانو د حقونو په نقض تورن دی، خو له دې امله چې په افغانستان کې د امریکا او د هغوی د شریکانو ماموریت ناکام وښيي، دا ډول څرګندونې کوي. هغه ماموریت چې امریکا ویلي په هغه کې خپلو موخو ته رسېدلې ده.

اتمر زیاتوي: "په افغانستان کې ډېری مسایل د هغو رقابتونو یوه برخه ده کوم چې د زبر ځواکونو ترمنځ روانه ده. زما باور داسې دی چې خپله چین کې بشري حقوق، د اقلیتونو حقوق او مذهبي حقوق، وروستیو کلونو کې ډېر تر پښو لاندې شوي دي. موږ د لږکیو په مقابل کې د چین د دولت عکس‌العمل په ډېر تشدد سره د دې شاهد یوو."

چین تر دې حده د ایغور مسلمانانو په ځپلو تورن دی، چې د امریکا متحده‌ایالاتونو د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۱۶مه د ملي امنیت دلایلو او د اویغور مسلمانانو په ځپلو کې د چین پوځ سره د مرستې په خاطر، د دې هېواد په ګڼ شمېر ادارو بندیزونه ولګول.

همدا ډول د نړۍ ۴۳ هېوادونو د ۱۴۰۰ کال په تلې میاشت کې له لږکیو ایغور مسلمانانو سره د چین چلند وغانده او یوې ګډې اعلامیه کې یې غوښتنه وکړه، چې له هغو سیمو باید لیدنه وشي، چېرته چې ایغور لږکي ساتل کېږي.

په دې اعلامیه کې راغلي و، چې چین ایغور مسلمانان شکنجه کوي، غیر انساني او توهینوونکی چلند ورسره کوي، په زور یې نارینتوب له‌منځه وړي، له خپلو کورنیو یې جلا کوي او تر خوا یې جنسي تېری پرې کوي.

خو چین تل دا راپورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG