د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د افغانانو په وژنه د تورنو برتانوي ځواکونو د محاکمې غوښتنه وشوه


ارشیف: د افغانستان په سویل کې برتانوي ځواکونه
ارشیف: د افغانستان په سویل کې برتانوي ځواکونه

د بشري حقونو مدافع سازمانونو د بریتانیا د هغو پوځیانو محاکمه غواړي چې په افغانستان کې د ملکیانو په وژنه تورن شوي.

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو د احتمالي جرمونو په اړه د بي بي سي د راپور پایلې خورا زړه بوږنوونکې بولي.

د بي بي سي پانوراما پروګرام چې د همدې ډول مهمو موضوع ګانو په اړه مستند فلمونه او څېړنیز راپورونه جوړوي د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو ډله تورنه کړې چې په مکرر ډول یې غیر مسلح شوي کسان او بندیان په مشکوکو شرایطو کې وژلي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن ازادي راډیو ته وویل چې بریتانیا باید حساب کتاب ته حاضره شي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیاله پتریشیا ګاسمن
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیاله پتریشیا ګاسمن

هغې وویل: "د بي بي سي پانوراما دا رپوټ ډېر زړه بوږنوونکی دی. د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د ډېرو شدیدو احتمالي جنایتونو ثبوت دی. دا لومړی ځل نه دی. موږ د دې ډول صحرايي وژنو، د بندیانو د وژنو د هغو بندیانو د وژنو په اړه چې د ځانګړو ځواکونو په قید کې وو راپورونه اورېدلي. دا یې وخت دی هغه هېوادونه چې پوځیانو یې افغانستان کې دندې ترسره کړي رامخته شي او وښيي چې د دغو سختو او جدي ادعاو په اړه حساب ورکوي او هغه کسان چې د احتمالي جنګي جرمونو په شمول یې جرمونه کړي وي حساب ورسره وکړي."

د بي بي سي د راپور له مخې، په هلمند ولایت کې د ۲۰۱۰ کال د نومبر او د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې تر منځ څو عملیاتونه شوي چې په پایله کې یې ۵۴ ملکي افغانان په ناحقه وژل شوي دي.

د بشري حقونو بلې مدافع ډلې امنیسټي انټرنېشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان هم د بي بي سي تر دې راپور وروسته تُند غبرګون ښودلی.

دغه سازمان سه شنبه په دې اړه یوه مفصله اعلامیه خپره کړې چې په کې د جنوبي اسیا لپاره د یاد سازمان د څېړونکي زمان سلطان په حواله راغلي: "د بي بي سي موندنې وحشتناکې دي، او د هغو برتانوي سرتېرو په اړه چې افغانستان کې یې عملیات کړي د معافیت او د حساب ورکونې د نشتوالي د یوې ګواښوونکې کچې څرګندويي کوي."

ارشیف: په هلمند کې برتانوی ځواکونه د پلټنو پرمهال
ارشیف: په هلمند کې برتانوی ځواکونه د پلټنو پرمهال

د ښاغلي سلطاني په حواله زیاته شوې چې: "بریتانیا مکلفه ده د جنګي جرمونو د هغو ټولو ادعاوو په اړه چې د دوی ځواکونه په کې ښکېل بلل شوي سمدستي څېړنې پيل کړي او د بریتانیا هر هغه تبعه چې د فردي جرم د مسوولیت شک پرې کېږي د بریتانیا محکمې ته کش کړي."

سلطاني اندېښنه ښودلې، چې بریتانیا په عراق کې هم د خپلو پوځيانو د جرمونو څېړنه ونه کړه او که اوس هم غلې پاتې کېږي نو باید د جرمونو نړیواله محکمه رامخکې شي.

د بي بي سي پانوراما پروګرام د راپور د پایلو تر خپرېدو وروسته د بریتانیا دفاع وزارت غبرګون ښودلى او ويلي يې دي، چې د دا ډول راپورونو خپرېدل د هېواد د سرتېرو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

څو برتانوي ورځپاڼو له هغې ډلې انډېپنډنټ او ګارډین د بریتانیا د دفاع وزارت په حواله لیکلي، چې د نویو شواهدو د څېړلو لپاره چمتو دی، خو د بي بي سي دغه مستند فلم یې «بې بنسټه نتیجه اخیستونکی» بللی او ویلي یې دي چې هغه تورونه چې پخوا په ځينو مواردو کې لګېدلي وو، په بشپړه توګه څېړل شوي دي.

اخوا ګارډین بیا تازه د بریتانیا د پوځي پولیسو په حواله لیکلي، چې له بي بي سي یې غوښتي خپل معلومات له دوی سره شریک کړي څو دوی وارزوي چې جنګي جرمونه شوي که څنګه.

پوځي پولیسو ویلي بي بي سي "غیر مسوولانه، ناسمه" خبریالي کړې چې په اول سر کې یې ادعاوې خپرې کړې دي.

بریتانیا د امریکا په مشرۍ د اییتلافي ځواکونو لویه برخه جوړوله او تر ډېره یې پوځيان په هلمند کې دېره وو.

د بریتانیا د دفاع وزارت د احصایې د ریاست د راپور په اساس له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ کال پورې ټول ټال ۱۴۳۵۰ برتانوي ځواکونه افغانستان ته استول شوي.

د پوځیانو د حضور په اوج کې یواځې په هلمند کې نهه نیم زره برتانوي پوځيان مستقر وو.

XS
SM
MD
LG