د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

د افغان ځواکونو او نړېوالو سرتیرو ترمنځ اعتماد زیانمن شوی


د بریتانې چاپ تیلیګراف خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی چې په کې راغلي دي:

د بریتانې په مالي مرسته د افغان ملي اردو د افسرانو د روزنې یوه اکاډمي چې یوازې څو ورځې مخکې پرانیستل شوه، د یوې حملې شاهده وه.

دا اکاډمي چې سند هیرست اند سند په نامه یاده شوې د بریتانې د ۷۵ میلیونه پونډو په مرسته جوړه شوې ده او له حکومت ضد وسله والو سره د جګړې لپاره به په کې افغان افسرانو ته روزنه ورکول کیږي.

تیلیګراف خپرونه لیکي:

د شنبې په ورځ په همدې اکاډمۍ کې یو افغان سرتیري پربهرنیو عسکرو ډزې وکړې د نیوزیلنډ او استرالیا یو یو سرتیرۍ يې ژوبل کړل.

د مطلب د لیکونکی په وینا دې پیښې د افغانانو او د هغوي د بریتانوي ملګرو روحیې ته ضربه رسولې ده.

ټاکل شوې چې؛ دا پوځي اکاډمي به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د برتانوي پوځیانو د حضور یوازینۍ ساحه وي.

تیلیګراف زیاتوي:

په دې اکاډمۍ کې د روزنې لپاره تیره اونۍ ۲۷۰ کسان جذب شول او ټاکل شوې ده چې؛ دغلته به د پوځي تخنیک، بدني روزنې او وسلو د روزنې په برخه کې دولس سوه افسران روزنه تر لاسه کړي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې هم د افغان ځواکونو له لیکو څخه پر نړېوالو سرتیرو د حملو موضوع یاده کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

نړېوالو سرتیرو ته اکثره مرګ ژوبله د افغان دولت له وسله والو مخالفانو سره په جګړو کې اوښتي، خو د افغان ځواکونو له لیکو څخه پر نړېوالو سرتیرو بریدونو ددواړو خواو ترمنځ اعتماد زیانمن کړی او یو شمېر هېوادونه يي دې ته اړ کړي چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

د لاس انجلس ټایمز په وینا د نړېوالو ځواکونو قومندانانو دغو بریدونو ته په پام سره خپل عملیاتي تدابیر بدل کړي او د ناټو له چوکاټ څخه يې د دې حملو د مخنیوي لپاره څارونکي ګمارلي دي.

لاس انجاس ټایمز وايي د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ تماس کم شوی او اکثره وخت د دواړو خواو ترمنځ کتنو او د روزنې پر مهال افغان سرتیري وسله هم نه لري .

ورځپاڼه لیکي: داکار ددې سبب شوی چې افغان سرتیري ځانونه د دوهمې درجې شریکان وګڼي او دا ځانونه ته سپکاوي وګڼي.
XS
SM
MD
LG