د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

فایننشیل ټایمز: د افغانستان جګړه لا پای ته نه ده رسیدلې


لویدیځو ورځپاڼو او خپرونو په خپلو وروستیو ګڼو کې د افغانستان د امنیتي وضیعت او سیاسي حالت په اړه مطالب او مقالې خپرې کړي دي.

فایننشیل ټایمز:

فایننشیل ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان د روان نړیوال ماموریت په ترڅ کې تر اوسه پورې ۳۴۸۴ بهرني سرتیري وژل شوي او ۷۶۵ میلیارده ډالر مصرف شوي دي.

ورځپاڼې د افغانستان موجوده ستونزو ته اشاره کړې او لیکي چې څلور مسالې لويې دي.

لومړی ستراتیژیکه ضربه: فایننشیل ټایمز لیکي، له ځینو پرمختګونو سره سره بیا هم طالبان نه یوازې په لرې پرتو سیمو بلکې په ښارونو کې هم فعالیت لري.

ورځپاڼې د امریکا د دفاع د وزارت د پخواني سلاکارې "سارا چاییز" چې شاوخوا یوه لسیزه يې په افغانستان کې تیره کړې؛ خبره نکل کړې چې ویلي د افغانستان جګړه لا پای ته نه ده رسیدلې.

هغې د افغانستان د نوي حکومت په اړه ویلي؛ دا به له وخت نه مخکې وي چې وویل شي؛ نوی حکومت به د اداري فساد په له مینځه وړلو کې بریالی شي.

فایننشیل ټایمز د افغانستان دوهمه مساله، ملاتړی رول ګڼي: ورځپاڼه لیکي زیات شمیر افغانان په دې باور دي چې که نړیوال له افغانستان څخه ووځي؛ نو په دې هیواد کې به ټولې چارې ضربه وخوري.

دریمه مساله د افغانستان لاسته راوړنې دي: ورځپاڼه د هیرټیج ټولنې د غړې "لیزا کورتیز" خبره نکل کړي چې وايي؛ د دې لپاره چې ولې لس رزه امریکايي سرتیري تر نا معلومې نیټې پورې په افغانستان کې پاتې نه شي؛ هیڅ توجیه کونکی دلیل نشته.

د مقالې لیکونکی وايي، په کوریا کې اوس هم دیرش زره امریکايي عسکر پراته دي او که له افغانستان څخه امریکايي سرتیري ووځي؛ نو په دوه یا درېیو کلونو کې به طالبان بیا واک ته ورسیږي.

فایننشیل ټایمز د افغانستان څلورمه مهمه مساله د ښځو مدني حقونه بللي دي:

ورځپاڼه د ولسي جرګې د غړي نیلوفر ابراهیمي په حواله لیکي؛ د بهرنیانو د خوشحالولو لپاره دې وویل چې دا مهال د افغانستان په پارلمان کې ۶۳ ښځینه وکیلانې دي او په کابینه کې هم یوه وزیره موجوده ده. خو د نوموړې په وینا که له افغانستان څخه نړیوال ملاتړ ختم شي؛ نو هر څه به له مینځه لاړ شي.

انډیپنډنټ:

انډیپنډنټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د هلمند ولایت د امنیتي وضیعت او د دې سیمې د خلکو د ستونز په اړه یوه مقاله خپره کړې چې عنوان يې دی:

"له هلمند څخه د برتانوي ځواکونو له وتلو څو اونۍ وروسته د دې ولایت زیاتې سیمې د طالبانو تر واک لاندې راغلي دي."

د مقالې لیکونکي د هلمند د یوه ټکسي چلونکې په حواله لیکي؛ د هرې ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ۱۲ میله لرې د حکومت واک او کنټرول پای ته رسیږي.

انډیپنډنټ لیکلي، برتانوي او امریکايي ځواکونه د تیرې اکتوبر میاشت په وروستیو کې له هلمند څخه ووتل او د څه د پاسه یوې میاشتې په ترڅ کې زیاتې سیمې د طالبانو لاسو ته ولوېدې.

ورځپاڼې ته د هلمند چارواکو ویلي؛ د سرک د غاړې ماینونه لا هم د دې سیمې د خلکو لپاره د یوه جدي ګواښ په توګه پر ځای پاتې دي.

ورځپاڼه زیاتوي، د هلمند محدودې زیربناوې هم د مینځه تلو په حال کې دي؛ زیات شمیر کورونه د څښاک اوبه او بریښنا نه لري؛ زیاتره ښوونځي يې ودانۍ او کلینکونه يې ډاکټران نه لري.

انډیپنډنټ د لشکرګاه د بست پنځوس بستریزه روغتون د مشر ډاکتر نثار احمد څخه په نکل لیکلي؛ هره ورځ دوی ته شاوخوا ۲۵۰ ناروغان مراجعه کوي چې زیاتره يې د جګړو او یا ماینونو ټپیان دي؛ روغتون د ډاکترانو او دارو درملو د کموالي له ستونزې سره مخامخ دی.

ورځپاڼې د هلمند د کجکي د بریښنا بند په اړه لیکلي؛ طالبانو دې بند ته تلونکې لارې نیولي دي؛ د سیمې له خلکو د بریښنا بیلونه راټولوي او له هغو انجینرانو هم پیسې اخلي چې د کجکي بند د تخنیکي مسایلو د حل لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG