د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

"افغانستان هرڅه له لاسه نه دي ورکړي"


فارن پالیسي خپرونه، افغانستان هرڅه له لاسه نه دي ورکړي، ترسرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي:
په ۱۸۴۲ کال د برتانیا پوځ ته په دې هېواد کې زښت زیات تلفات اوښتي و او ښایي دې هېواد بله داسې ماته نه وه خوړلې چې کله جنرال سیرویلیام ایلفینسټن په ډیرې وارخطایی په ژمي کې له کابله د نژدې شل زره برتانوي ځواکونو، د هغوی د کورنیو او خپلو پلویانو د ایستلو مشري کوله.

د خپرونې په وینا هغه غوښتل چې خپل ځواک چې د خوندي انتقال ژمنه یې شوې وه، له غرنۍ لارې جلال اباد او له هغه ځایه هند ته ورسوي خو افغان پاڅون کونکو په لاره تارو مارکړ او یواځې ډاکتر ویلیام برایډن یې ژوندی پریښود ترڅو د دغې خونړۍ پیښې حال بیان کړي.

فارن پالیسي لیکي:

دا په افغانستان کې د یوې یا له هغې زیاتې پیړۍ مخکې د ماتې خبره ده خو د خپرونې په وینا نن وضعیت بل ډول دی.

که څه هم په دې هېواد کې د ناټو په مشرۍ د اوږدې مودې جنګي ماموریت پای ته رسیدلی او د وسله والو طالبانو حملې هم په پلازمینه او نورو سیمو کې یوڅه زیاتې شوي خو افغان امنیتي ځواکونه به په دې هېواد کې د پاتې کېدونکو شاوخوا پنځلس زره بهرنیو روزونکو په مرسته د دې وړتیا ولري چې د طالبانو د حملو مخه ونیسي.

کریسچېن ساینس مونیتور ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکایي پاتې کېدونکو سرتیرو په اړه د افغان ولسمشر وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې او لیکي:

تیره اونۍ په دې هېواد کې د ناټوپه مشرۍ جنګي ماموریت چې له ۲۰۰۱ کاله یې پیل کړی و، پای ته ورسید چې د ورځپاڼې په وینا د یکشنبې د ورځې له کوچېنیو مراسمو یې ښکاره کېده چې ناتو نه غوښتل هغه ډیر مهم وښیي.

د ورځپاڼې په وینا د جنګي ماموریت له پای ته رسیدو سره په پام کې ده چې شاوخوا دیارلس زره نړېوال سرتیري چې زیاتره به یې امریکایان وي په دې هېواد کې د ۲۰۱۶ کال ترختمه پاتې شي خو افغان ولسمشر اشرف غني ویلي چې کېدای شي پردغه ضرب الاجل له سره کتنه وشي.

د کریسچېن ساینس مونیتور ورځپاڼې د دې مطلب د لیکوال په وینا تیرکال په افغانستان کې افغان ځواکونو او ولسي وګړوته د تلفاتو له پلوه یو تر ټولو خونړۍ کال و او وضعیت پرهغې وینا دلالت نه کوي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې د افغانستان د جګړې پرمټ امریکا او زموږ نور هېوادونه نن ورځ ډیر خوندی دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د نورو مسولو ترڅنګ د کندهار د سرې میاشتې د څانګې د یوه افغان کارکونکې پر دندې تمرکز کړی چې د جګړې له لومړۍ کرښې د وژل شویو سرتیرو او د دولت د وسله والو مخالفینو مړي انتقالوي.

نیویارک ټایمز لیکي:
د مالک عبدالحکېم په ذهن کې هیڅکله هم د ا نه وو راګرزیدلي چې دی به یوه ورځ د جګړې له لومړۍ کرښې مړي انتقالوي خو وایي اوس یې له دې کارسره عادت کړی دی.

خو د ورځپاڼې په وینا عبدالحکېم چې په تیر یوه کال کې یې شاوخوا ۳۱۳ مړي انتقال کړي هره ورځ دوعا کوي چې یوه ورځ دی بیکاره شي. دی وایي هرځلې چې مړی ویني، دوعا کوي چې بل ونه ویني.

عبدالحکېم نیویارک ټایمز ته په خپل نرم اواز ویلي چې دی به د خدای شکر پر ځای کړي چې که په هېواد کې سوله او امن ټینګ شي او دی نور کار ونه لري.

XS
SM
MD
LG