په افغانستان کې د خبریالانو له امنیتي او مادي وضعیت اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي.
د افغانستان رسنیز بنسټ 'د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو اقتصادي وضعیت د طالبانو له واکمنۍ مخکې او وروسته' په نوم یو تازه راپور خپور کړی چې په کې له ۴۶۲ تنو خبریالانو سره خبرې شوي چې له دې شمېر ۷۲ یې خبریالانې یا هم د رسنېزو کارکوونکې دي.
د خبریالانو دغه بنسټ لیکلي چې بد اقتصادي وضعیت، د مادي او بدني امنیت نشتون، د کار کموالی، د تاوتریخوالي دوام او د کاري امنیت نشتون هغه ستونزې دي چې په دغه هېواد کې یې د خبریالانو پر وړاندې پرتې دي.
د افغانستان د رسنیز بنسټ اجرايي مشر سید دل اغا قاسمي ازادي رادیو سره په خبرو کې د دې موندنو په اړه وايي:"د رژیم له بدلېدو وروسته د خبریالانو معیشتي وضعیت ډېر خراب شوی دی. څېړنې ښيي چې نږدې ۷۹ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او دا وضعیت ددې لامل شوی، چې خبریالان شاقه او روزمره کارونو ته غاړه ورکړي."
په دې څېړنیز راپور کې راغلي چې د نظام له بدلون مخکې ۵۶،۲۸ سلنه خبریالانو په متوسط اقتصادي وضعیت کې ژوند کاوه.
په دې راپور کې دا راغلي چې ۷۹ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي چې ډېری هغه یې ښځې دي.
یو شمېر خبریالان هم په هېواد کې له بد امنیتي او مادي وضعیت څخه اندېښنې لري.
دغه خبریال چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي وایي: "امنیتي وضعیت هم ښه نه دی ځکه د کار پر وړاندې ډیرې ستونزې راولاړیږي؛ دغه پرون ما په یو ځاي کې راپور چمتو کاوه طالبان راغلل ما چې څه ثبت کړي وو هغه یې بېرته زما له کمرې ډیلیټ کړل او ما ته یې وویل چې دغه ډیلیټ کړه؛ نو دغسې وضعیت دی او خبریالان اوس له هر طرفه ستونزې ګالي."
کابل ښار کې یو تن خبریال حامد مایار هم وایي: "اقتصادي وضعیت اوس د خبریالانو لپاره ستره ننګونه ده او د خبریالانو نیوکه او شکایت هم همدا دی چې د اقتصادي مصؤنیت بنسټ غلط اېښودل شوی"
دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تازه ننګرهار کې د "دوست" راډیو د نشرانو مسؤل سیرت صافي د طالبانو له خوا نیول شوی او د هغه د روغتیا په تړاو هېڅ معلومات نشته.
هڅه مو وکړه چې د خبریالانو د امنیتي وضعیت په تړاو د طالبانو لیدلوری هم ترلاسه کړو خو هغوی په دې تړاو زموږ اړیکو او پیغامونو ته ځواب رانکړ.
په دې راپور کې نیوکه هم شوې چې یو شمېر بنسټونو او کسانو د خبریالانو له نومه په استفادې نور کسان د خبریال په نوم نورو هېوادونو ته انتقال کړي او د خبریالانو د انتقال پروسه هم شفافه نه وه.
د افغانستان رسنیز بنسټ وایي چې په تېرو شلو کلونو کې یو شمېر بنسټونو له خبریالانو د ملاتړ په نوم جوړ شوي وو خو ارقام ښيي چې نېږدې ۷۰ سلنه افغان خبریالان په دې باور دي چې دغه بنسټونو د دوی د وضعیت د ښه کېدو لپاره هېڅ هم نه دي کړي او نېږدې ۲۸۴ تنه خبریالان چې شمېر ېې نېږدې ۶۱.۴۷ سلنې ته رسېږي د دغه بنسټونو له کارونو ناخوښه دي.
په دې څېرڼه کې راغلي چې له افغانستانه د دغه بنسټونو د مشرانو وتل او د خبریالانو یوازي پرېښودل، د تخلیې په پروسه کې فساد او له افغانستانه د خبریالانو په نوم د دې بنسټونو د مشرانو د کورنیو او ملګرو وتل، د خبریالانو د ملاتړ په نوم د ډېرو پیسو حیف او میل ټول هغه څه دي چې خبریالان ېې له دغه بنسټونو ناراضه کړي دي.
خو د افغانستان د مصؤنیټ کمیتې مخکېني اجرایوي رئیس صدیق الله توحیدي د دغه راپور په غبرګون ازادي راډیو ته وویل: "د خبریالانو ملاتړ بنسټونه حق لري چې راپور خپور کړي. خو دغه راپور چې د افغانستان رسنیز بنسټ خپور کړی له څو اړخونو د مکس کولو وړ دی. اول دا چې دغه بنسټ د قانون په اساس نه دی جوړ شوی؛ بل دا چې د خپلې څیړنې د څرانګوالي په تړاو یې څه نه دي ویلي او درېیم دا چې د خبریالانو ملاتړ بنسټونه ټول یو شان نه دي؛ مثلاً همدا اوس د دې کمېټې له خوا له سلو د زیاتو خبریالانو نه ملاتړ کېږي، د انتقال په پروسه کې هېڅ رسنیز بنسټ دخالت یا وڼډه نه درلوده؛ د دغه ملاتړو بنسټونو ډیری کارکوونکي افغانستان کې دي؛ تخلیه د نورو سازمانونو له لوري شوې ده. "
ښاغلي توحیدي وویل چې د خبریالانو له بد وضعیت اندېښمن دی خو په خبره یې باید په دې څېړنه کې د بیان ازادۍ د سانسور، د خبریالانو او د پوهنتونونو د استادانو د نیونې په تړاو هم ویل شوي وای.
د نوموړي په وینا، په دې راپور کې هڅه شوې چې د طالبانو پام د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو ته واړول شي.
په دې څیړنیز راپور کې راغلي چې د نظام له بدلون مخکې ۵۶،۲۸ سلنه خبریالانو په متوسط اقتصادي وضعیت کې ژوند کاوه.