د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

له افغانستانه د برتانوي ځواکونو ایستل خیانت وبلل شو


ارشیف: له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د تخلیې پروګرام یو انځور -September 30, 2021
ارشیف: له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د تخلیې پروګرام یو انځور -September 30, 2021

واشنګټن پوست:

واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د هغو لسګونه زره افغانانو په اړه لیکنه کړې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا ته تخلیه شول.

لیکوال ویلي، امریکا ته بیول شوي دا افغانان درې ډلې دي، لومړۍ ډله یې هغه دي چې له مخکې یې د ( ایس.ای.وي) یا د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزې لرلې، دوهمه ډله یې د امریکا د سیاسي او پوځي ماموریتونو کارکوونکي او دریمه ډله بیا داسې ده چې له امریکایانو سره د کار کولو هېڅ اسناد نه لري.

لیکوال د تخلیه شویو کسانو په درېیمه کټګورۍ یوڅه تمرکز کړی او لیکلي یې دي، دا ډله شاوخوا ۳۶ زره کسان دي چې امریکا ته د ټولو شاوخوا ۷۶ زره بیول شویو افغانانو ۴۰ فیصده جوړوي.

مقاله کې راغلي، دغه ډله افغانان هېڅ داسې ښکاره اسناد نه لري چې ګواکې له امریکایانو سره دې په سیاسي او پوځي برخو کې کار کړی وي او لیکوال په دې هم حیراني څرګنده کړې چې دا کسان هغه مهال څه ډول الوتکو ته پورته شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي، د امریکا حکومت اوس ټولو تخلیه شویو کسانو ته تر دو کلونو پورې د اوسېدو او کار سندونه ورکړي دي، خو له هغه وروسته یې د دایمي اقامت ښکاره تګلاره نه ده معلومه.

کله چې د تېر کال د اګست په ۱۵مه طالبانو کابل ونیوه، د دوه اونیو په ترڅ کې امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو له یو لک او شل زرو ډېر افغانان، چې دوی خپل کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي بلل، وایستل.

پخوا تر دې ګڼو دې تخلیه شویو کسانو شکایت کړی، چې د اسنادو او له کمپونو د ایستلو چارې یې ټکنۍ او ورو روانې دي او اکثره یې لا هم په کمپونو او هوټلونو کې ژوند کوي.

ډېلي تیلیګراف:

ډېلي تیلیګراف ورځپاڼې بیا بریتانیا ته د افغانانو د لېږد پر ماموریت یوه لیکنه خپره کړې ده.

د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو چارو کمېټې په یوه راپور کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستل یوه فاجعه او خیانت بللی او ویلي یې دي، دا اقدام به کلونه کلونه د بریتانیا ګټو ته زیان اړوي.

تر دې وړاندې د بریتانیا د پارلمان غړو ویلي، د افغانانو د تخلیې په بهیر کې د پلان، استخباراتو او ډیپلوماسۍ تشې موجودې وي.

د بریتانیا صدر اعظم بوریس جانسن بیا له افغانستانه د افغانانو د تخلیې د بهیر ننګه کړې ده.

ډېلي ټلګراف لیکي، تېر کال له کابله د انتقال ماموریت پرمهال د بریتانیا د کابینې اکثره کلیدي وزیران د اوړي پر رخصتیو تللي وو او هغه کسان چې ورته اړتیا وه ژر کار ته ستانه نه شول چې د فاجعې مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG