د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

پنټاګون:‌د افغانانو ۱۴۰ زره عکسونه او وېډیوګانې د وزارت له پاڼو لیرې شوې


افغانستان کې له یوه سیمه‌ییز کروندګر سره د یوه امریکايي سرتېري او افغان ترجمان خبرې اترې. 18Feb2010
افغانستان کې له یوه سیمه‌ییز کروندګر سره د یوه امریکايي سرتېري او افغان ترجمان خبرې اترې. 18Feb2010

د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون وايي چې د هغو افغانانو ۱۴۰ زره عکسونه او وېډیوګانې یې په موقت ډول د یاد د امریکا دفاع وزارت له ارشیفه لیرې کړل شوي. او نورو نشریاتو لیرې کړي چې په تېرو ۲۰ کالو کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.

د دغه وزارت د ویاند جان کربي په خبره چې ۱۲۴ زره عکسونه او ۱۷ زره وېډیوګانې د امریکا دفاع وزارت له ارشیفه لیرې کړل شوي.

ښاغلي کربي د دوشنبې په ورځ نا وخته په یوه خبري ناسته کې وویل، دا کار د دوی د هویت پټ ساتلو او د دوی په وړاندې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره شوی دی.

ښاغلی کربي دا کار موقتي بولي او زیاتوي، داسې ونه‌شي چې طالبان له هغو افغانانو څخه د غچ اخیستو په لټه کې شي کوم چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې له امریکا متحده ایالاتو سره کار کړی دی.

ښاغلی کربي وايي: ​"زما لارښوونه دا وه، زه غواړم چې د څه مودې لپاره دې هېڅ ډول داسې تصویر خپور نه‌شي چې له مخې یې په تېرو ۲۰ کلونو کې زموږ کوم همکار او یا د کورنۍ غړی یې وپېژندل شي. دا موقتي دي او د ډېر احتیاط په هدف شوی کار دی."

جان کربی سخنگوی پنتاگون
جان کربی سخنگوی پنتاگون

ښاغلي کربي چې د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، د دې عکسونو او وېډیوګانو لیرې کول یو ډېر لوی کار وو او د دوو میاشتو په موده کې ترسره شو.

هغه زیاته کړه، هر کله چې یاد کسان خوندي شي، نو دا عکسونه او وېډیوګانې به بیا د لاسرسي وړ شي.

یو له دغو کسانو انور حیدري چې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې د پنځو کلونو لپاره په هرات، غور، هلمند او بادغیس ولایتونو کې د امریکا له پوځ سره کار کړی وایي، له یادو ځواکونو سره‌یې د دندې په پای ته رسېدو سره، امریکا ته د پناه غوښتنې غوښتنلیک وسپاره، خو کومه نتیجه‌یې ترلاسه نه‌کړه.

دی وايي، هڅه‌یې وکړه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره له افغانستانه ووځي، خو بیا هم بریالی نه‌شو او اوس په ډار او نهیلۍ ژوند تېروي.

انور نه‌غواړي چې د اوسېدو ځای یې په راپور کې یاد شي.

دی وايي: "تر اوسه زموږ برخلیک معلوم نه‌دی، له کار او ژونده پاته یم، اقتصادي وضعیت مو ورځ تر بلې خرابېږي او پټ ژوند کوو. کله د ورور او کله هم د خسر او کله هم د خپلو خپلوانو کور ته ځو او کله هم خپل کور ته راځو چې ونه‌پېژندل شو. دا زموږ ژوند دی."

له افغانستانه د یو شمېر هغو کسانو د ایستلو لړۍ چې له بهرنیو ځواکونو سره‌یې کار کړی دی.
له افغانستانه د یو شمېر هغو کسانو د ایستلو لړۍ چې له بهرنیو ځواکونو سره‌یې کار کړی دی.

زرګونه افغانانو په تیرو شلو کلونو کې له بهرنیو، په ځانګړي ډول له امریکایي ځواکونو سره کار کړی، چې یو شمیر هغو وکولی شول د ډله ییزی تخلیه پر مهال د اګست تر ۳۱ مې له افغانستانه ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان په ځینو برخو کې له پرمختګ سره هم‌مهاله او د هېواد له بشپړ نیولو دمخه ویلي و هغه افغانان چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو سره کار کړی وي، له افغانستانه دې نه‌تښتي او خپل عادي ژوند ته دې دوام ورکړي.

طالبانو پر افغانستان د خپل حاکمیت په لومړیو ورځو کې هم عمومي عفوه اعلان کړه او له خلکو یې وغوښتل چې له افغانستانه دې نه‌وځي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي دغه‌شان وویل چې هېواد یې د هغو افغانانو له تخلیې هم ملاتړ کوي چې په افغانستان کې پاتې دي او د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG