د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۴

اروپايي اتحادیه: طالبانو سره اړیکه د دې ډلې د رسمیت پېژندلو معنی نه لري


کابل کې وسله وال طالبان
کابل کې وسله وال طالبان

اروپايي اتحادیه وايي، له طالبانو سره تماس د دې ډلې د رسمیت پېژندلو معنی نه لري.

د دې اتحادیې ویانده نبیلې مسرالي د دوشنبې په ورځ (د عقرب ۳مه) وویل، د بشري مرستو د دوام او له افغانستانه د اروپایانو او له خطر سره مخامخ افغانانو ایستل له طالبانو سره د تماسونو دلیل دی.

نوموړې زیاتوي: "د افغانستان په اړه لکه څرنګه چې پوهېږئ، پخوا مو هم په ځلونو ویلي چې موږ غواړو چې دغه هېواد کې لږ حضور ولرو. په امنیتي دلایلو جزییات درسره نه شو شریکولی. نو موږ په ځلونو ویلي چې دا د رسمیت پېژندلو نښه نه ده. غواړو چې له هغو افغانانو سره همکار واوسو چې زموږ مرستې ته اړتیا لري. نو په کار ده چې له طالبانو سره په تماس کې واوسو او د اروپایانو او له خطر سره مخامخ افغانانو د خوندي ایستلو لار هواره کړو او همدا راز ډاډه شو چې افغانانو ته بشري مرستې رسېږي."

د اروپايي اتحادیې ویانده په داسې حال کې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ټینګار وکړ چې د ملګروملتونو دوو ادارو سږنی ژمی د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ بللی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د سږکال په ژمي کې به نژدې ۲۳ میلیونه افغانان د خوړو له نه مصونیت سره مخامخ شي.

په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام مرستیاله هیساو وای لي وايي، داسې وضعیت چې اوس یې افغانستان تجربه کوي، په تېرو لسو کلونو کې نه دی لیدل شوی: "حاضردمه، افغانستان کې د نژدې ۱۸ میلیونه او ۸ لکه تنو خوراکي مصونیت نه شته. په راتلونکو څو میاشتو کې دا شمېر تر ۲۲ میلیونه او ۸ لکو پورې زیاتېدای شي ځکه چې سخت ژمی را روان دی. دا د افغانستان د نیمايي نفوس هومره دی."

کابل کې بې ځایه شوي کډوال
کابل کې بې ځایه شوي کډوال

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د کار پر وړاندې د غنمو د وېشلو پروګرام یې پیل کړی او د دې په نتیجه کې نژدې ۴۰ زره تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې پروګرام پر اساس د ورځې هر تن ته د کار په بدل کې ۱۰ کیلو غنم ورکول کېږي.

په وروستیو کې له افغانستان سره د مرستو په دوو نړیوالو کنفرانسونو کې د څه باندې ۲ میلیارډه ډالرو مرستې ژمنې وشوې، خو د ملګرو ملتونو ادارې وايي چې تر اوسه پورې د دغو مرستو په درېيو کې یوه برخه ورکړل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې د بیړنیو مرستو لپاره کابو ۱۱ نیم میلیونه ډالرو ته او په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د کار او کښت په موسم کې ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو د نړیوال پروګرام اجراییه ريیس ډیوېډ بیسلي وايي چې نړیواله ټولنه باید په ګډه دې بحران ته ځواب ووايي ځکه چې افغانستان کې په لنډ وخت کې وضعیت له کنټروله وتلی شي.

XS
SM
MD
LG