د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

په افغانستان کې د امریکا د بیا ممکنه جګړې پیلېدو اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف: په افغانستان کې امریکايي ځواکونه
ارشیف: په افغانستان کې امریکايي ځواکونه

پر امریکا د سپټمبر په یوولسمه نېټه د القاعدې ډلې له حملې ۲۱ کاله وروسته او د تېر میلادي کال په اګست میاشت کې له افغانستانه په بشپړ ډول د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم، ځینې عام افغانان اندېښمن دي، چې دغه هېواد یو ځل په افغانستان کې جګړه پیل نه کړي.

محسن اکبري د کابل ښار اوسېدونکی او د پوهنتون استاد دی.

دی وایي، کله چې په ۲۰۰۱ کال کې پر امریکا د القاعدې ډلې له لوري د سپټمبر پر ۱۱ نېټه برید وشو، یوولس کلن و او د کابل ښار په خیر خانه سیمه کې یې ژوند کاوه، چې د راډیو له لارې یې د دې حملې خبر واورېد.

ښاغلی اکبري وایي، له برید وروسته کله چې امریکا وویل، چې د القاعدې ډلې مشر افغانستان ته پناه وړې، په سر کې د دوی کورنۍ، ګاونډیان او خپلوان سخت اندېښمن وو، چې امریکا پر افغانستان حمله ونه کړي، خو په خبره یې، بریدونه وشول او دوی دا سختې ورځې هم تېرې کړې.

اکبري، زیاتوي خو وروسته کله چې د امریکایي ځواکونو په ګډون نړیوال ځواکونه افغانستان ته ننوتل، دوی او ډېری نور افغانان په دې باور و چې افغانستان به هم د نورو هېوادونو په شان شتمن، پرمختللي او اباد وي، خو په خبره یې د سپټمبر له ۱۱ پېښې کلونه وروسته هم دغه هېواد بې وزله، ناامنه او له کړاوونو سره مخ دی.

هغه زیاتوي: "له بده مرغه هغه ډول چې باید کار شوی و ونه شو. نه ښارونه سم جوړ شول او نه هم افغانانو ته د دایمي کاراو بار فرصت برابر شوش. اوس چې وخت ناوخت ځینې امریکایي چارواکي وایي، بېرته کابل ته ستانه شو، د دې لپاره چې وېره شته چې د سپټمبر د ۱۱ پېښه بیا تکرار نه شي، خو زما يه اند نوره اړتیا نه شته چې امریکایان بېرته افغانستان ته راشي."

په ورته وخت کې د کابل ښار یو بل اوسېدونکی اقتصاد پوه محمد نبي افغان وایي، له هغې ورځې وروسته، چې د امریکانو په ګډون نړیوال ځواکونه افغانستان ته راغلل، دوی داسې تصور نه کاوه چې پر افغانستان به بیا طالبان واکمن شي.

افغان وایي، په دې وروستیو کې په کابل او د افغانستان په نورو بېلابېلو سیمو کې د امریکا له لوري د ډروڼ حملو ترسره کول یو ځل بیا خلک اندېښمن کړي چې د ۲۰۰۰۱ کال بدلونونو ته یې بېرته ستانه کړي.

هغه وايي: "دا کوم اوسنی وضعیت چې په افغانستان کې روان دی، داسې ښیي چې امریکا (په تېرو ۲۰ کلونو کې) دلته د خپلو اهدافو لپاره راغله او د خپلو اهدافو لپاره بېرته ولاړه. که کامیاب و که ناکام، خو د افغانانو او بشريت فکر دوی سره نه وه ځکه په دې وضعیت کې د افغانستان بېرته پرېښودل یا هغه ډول چې راننوتل، ښه به دا وه چې یو ځل دې وضعیت ته فکر شوی وی."

امریکا په دې وروستیو کې د تېر جولای په ۳۱ د کابل ښار په شېرپور سیمه کې د القاعده ډلې مشر ایمن الضواهري د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې په نښه او وواژه.

بایډن: الظواهري له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره کابل ته تللی و
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00


تر هغه وروسته یو شمېر سیمه ییزو رسنیو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې ډول کابل، غزني او کندهار کې پر فضا د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو راګرځېدو راپورونه ورکړي دي.

دې برید او راپورونو یو شمېر افغانان اندېښمن کړي، چې د دروڼ الوتکو د هوايي بریدونو تېرې ډارونکې ورځې، پې پرې بیا رانه شې.

XS
SM
MD
LG