د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

ارګ: د خپلمنځي خبرو پیل لپاره طالبان دې افغان امنیتي ځواکونه خوشې کړي


ارګ
ارګ

افغان حکومت د طالبانو له لوري د دولت د امنیتي او دفاعي ځواکونو خوشې کول د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره عمده اصل ګڼي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي، حکومت سولې ته رسېدو او د جګړې پای ته ژمن دی او له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دې له دوی سره بندې سرتېري او عسکر را خوشې کړي.

افغان حکومت د بین الافغاني خبرو پيل او د جګړې پای په لور د چټکو ګامونو خبر ورکوي خو د طالبانو لخوا ټولو حکومتي بندیانو خوشې کول ورته مهم اصل په توګه مطرح دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان وايي، د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو سرهپه خبرو کې وویل حکومت غواړي پرته له ځنډه د سولې مذاکرات پیل شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند

هغه زیاته کړه: "حکومت هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو او سولې ثبات ته د رسېدو لپاره د ځنډ پرته د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره ژمن دی، خو د طالبانو لخوا د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټولو اسیرانو ازادول، د دولت او ملت لپاره د زندانیانو تبادلې برخه کې د عمده اصل په توګه مهم دی."

د افغان حکومت لخوا دا خبرې داسي مهال کېږي چې تېره اوونۍ ولسمشر غني ملي ټلوېزیون سره په مناظره کې ویلي و چې راتلونکۍ اوونۍ به د افغان حکومت له لورې د طالب بندیانو د خوشې کیدو په لړۍ کې د پام وړ چټکوالی راشي.

طالبانو له دې وړاندې ویلي و، که افغان حکومت د دوی ۵ زره بندیان خوشې کړي د یوې اوونۍ په ترڅ کې به بین الافغاني خبرې پیل شي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون مخکې اندېښنه څرګنده کړې وه چې باید د بندیانو د خوشې کولو او تبادلې په موضوع کې د جنګي مجرمینو په برخه محتاطانه چلند وشي.

په ورته وخت کې د طالبانو سیاسي دفتر د افغان حکومت له لوري د بندیانو د خوشې کېدو په اړه د تازه خبرو په غبرګون وايي، د طالبانو لخوا به د افغان امنیتي او دفاعي سرتېرو د خوشې کېدو لړۍ چټکه شي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو سره په خبرو وویل، دوی د افغان حکومت بندیانو خوشې کېدو ته ژمن دي او له افغان حکومت هم غواړي چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو په پروسه کې ځنډ سره د د سولې پروسه نوره هم ځنډنۍ نه کړي.

سهیل شاهین
سهیل شاهین

هغه زیاته کړه: "موږ تل ویلي چې د بندیانو خلاصون ژر تر ژره بشپړ شي، څو بین الافغاني خبرو ته لار هواره کړي، زموږ لخوا د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ روانه ده او لا به چټکه شي، خو باید زموږ د پاتې بندیانو پروسه نوره و نه ځنډوي ځکه له دې سره د سولې ټوله پروسه ځنډول کېږي."

په ورته وخت کې د پوهنتون استاده او سیاسي چارو شنونکې شهلا فرید وايي، د سولې مذاکراتو مدیریت لپاره افغان حکومت لا هم سمه همغږي نه لري.

د اغلې فرید په وینا تراوسه د مذاکراتي پلاوي صلاحیتونه او اجنډا نه دي ټاکل شوي.

نوموړې زیاتوي چې د مذاکراتي پلاوي، سولې وزارت او د مصالحې شورا ترمنځ لا هم د بین الافغاني خبرو لپاره لازمه همغږي نشته چې دا به خپلمنځي خبرې له ستونزو سره مخ کړي.

هغه زیاتوي: "هیله ده چې ژر تر ژره د مصالحې عالي شورا جوړه، د مذاکراتي پلاوي صلاحیتونه وټاکل شي او د سولې وزارت د مصالحې عالي شورا د دارالانشا په توګه په ګډه کار پیل کړي څو ټول خلک ډاډه شي چې د بین الافغاني خبرو لپاره هرڅه چمتو دي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د شوې هوکړې پر بنسټ باید تر بین الافغاني خبرو مخکې له افغان حکومت سره د طالبانو ۵ زره بندیان او طالبانو سره د افغان امنیتي او دفاعي ۱۰۰۰ اسیران خوشې شي.

که څه هم د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې نږدې څلور میاشتې پوره کېږي خو لا هم د افغان حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو د خوشې کولو لړۍ نه ده بشپړه شوې.

افغان حکومت تر دې دمه د طالبانو څه د پاسه ۴ زره او طالبانو د افغان ۵۰۰ بندیان خوشې کړې دي.

XS
SM
MD
LG