د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

روانه اوونۍ کابل کې پر افغان سوله درې مهمې ناستې کېږي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې کابل به دا اوونۍ د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په هدف د درې مهمو ناستو کوربه وي.

د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وايي، ډیپلوماټیکې هڅې یې زیاتې کړې، چې د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع لا پیاوړې او ګړندۍ کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل به د دې اوونۍ په اوږدو کې د درېیو مهمو یوې سیمه ییزې، بلې نړیوالې او دریېمه هم د یوې درې اړخېزې غونډې کوربه وي.

د دغه وزارت د ویاند ګران هېواد له لوري د شنبې په ورځ رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویل شوي، لومړۍ غونډه به د دوشنبې په ورځ د شل سیمه ییزو او لویو هېوادونو ترمنځ وي، دویمه به د سې شنبې په ورځ وي، چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د سټراټیژیک ډیالوګ ترنامه لاندې جوړېږي.

ښاغلی هېواد زیاتوي درېیمه ناسته به د ویډیو کنفرانس له لارې وي او هغه ستر هېوادونه به په کې برخه واخلي چې په تېرو ۱۹ کلونو کې یې له افغانستان سره اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاري کړي وي.

ګران هېواد
ګران هېواد

هغه زیاتوي:"د درېیو واړو لویو غونډو د جوړېدا هدف د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا ده، څو د سولې بین الافغاني خبرې ژر پیل او مطلوبو نتایجو ته ورسېږو."

ښاغلي هېواد دا نه دي ویلي، چې په دغو درېیو واړو غونډو کې به هېوادونو په کومه کچه استازي ګډون وکړي.

د روان میلادي کال د فبروري په ۲۹ مه د طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شوي او د یاد تړون له مخې باید شاوخوا لس ورځې وروسته بین الافغاني مذاکرات پيل شوي وای، خو تراوسه هم دغه مذاکرات نه دي پيل شوي.

طالبان وايي، دوی هغه مهال بین الافغاني خبرو ته کېني چې د هوکړې له مخې د دوی ۵ زره جنګیالي د افغان حکومت له زندانونو ازاد شي.

افغان حکومت وايي دوی تراوسه له څلورنیم زره زیات طالب زندانیان ازاد کړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تازه له ازادي راډیو سره په خبر کې ویلي، و، چې د شنبې(نن) او یا به د یکشنبې په ورځ څلورسوه طالب زندانیان ازاد کړي.

‎ د افغان سولې لپاره په د درېیو مهمو غونډو د جوړېدو خبره په داسې حال کې کېږي چې د ناټو یا غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري په یوه ټویټ کې راغلي چې د ناټو متعهدو سازمان غړو هېوادونو او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر یو ځل بیا دا ژمنه تکرار کړه چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ورته د منلو نه دی.

XS
SM
MD
LG