د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۳

اشرف غني: افغان حکومت د سولې لپاره راتلونکې اوونۍ ۲ مهم ګامونه اخلي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

تمه ده چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان حکومت د سیمې له هېوادونو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

په دې اړه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون ته په ځانګړې مرکه کې وویل: "راتلونکې اوونۍ کې به یو بحث له ۱۸ نږدې ګاونډیو او لیرې سره کېږي او تر هغه ورهاخوا به له نړیوالې ټولنې سره بیا بحثونه کېږي ځکه چې سوله دوه برخې لري یو هغه مذاکرات دي چې په مېز کېږي یو هغه مذاکرات چې له مېز څخه ورهاخوا ته وي."

د دې بحث ترڅنګ به راتلونکې اوونۍ د افغان حکومت او طالبانو د پاتې بندیانو د تبادلې لړۍ چټکه شي. تر اوسه د افغانستان حکومت شااوخوا څلور زره طالبان له زندانونو خوشې کړي دي او طالبانو د افغان حکومت په سلګونه کسان ازاد کړي دي.

د فبروري په ۲۹مه چې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون وشو د هغه له مخې افغان حکومت باید نږدې پنځه زره طالبان له زندانونو ازاد کړي او طالبان تقریباً زر تنه د حکومت بندیان خوشې کړي.

په قطر کې د هوکړې لاسلیک
په قطر کې د هوکړې لاسلیک

د بندیانو د تبادلې په برخه کې په وروستیو کې دا ستونزه پیدا شوه چې د یو شمېر راپورونو له مخې طالبانو د هغو بندیانو د ازادېدو غوښتنه هم کوله چې د حکومت په وینا هغوی په ډېرو خطرناکو ترورېستي بریدونو کې لاس درلود.

ولسمشر اشرف غني وویل: "د طالبانو د زندانیانو د خوشې کېدو په برخه کې به وروستۍ پرېکړه په څو ورځو کې وشي او دا به معلومه شي چې له پنځو زرو څومره طالبان خوشې کولای شي. تر یکشنبې پورې ما له ټولو بنسټونو غوښتي دي چې هغه بندیان چې طالبان او موږ موافقه پرې کوو باید اخر ته ورسېږي، یعنې نهایي شي په عین حال کې دا مبادله ده زموږ ټول بندیان چې له طالبانو سره دي باید واضح شي چې چېرته دي او څه وخت خوشې کېږي پرته له دې چې زموږ بندیان خوشې شي دا یو اړخیزه نه‌کېږي."

طالبانو ویلي دي، کله چې د دوی بندیان ازاد شي دوی په یوه اوونۍ کې بین‌الافغاني خبرو ته چمتو کېږي.

د حکومت له‌خوا ازاد شوي طالب بندیان
د حکومت له‌خوا ازاد شوي طالب بندیان

افغان ولسمشر څرګنده کړه چې مذاکرات به په یوه هېواد کې نه‌وي او دا د حکومت غوښتنه ده چې ټول هېوادونه په‌کې داخل شي، خو په دې اړه چې لومړی ځل به خبرې چېرته پیلېږي؟

ولسمشر غني وویل: "دواړه خواوې ورباندې غږېږو، قوي احتمال دا دی چې لومړۍ خبرې په قطر کې وشي له هغه وروسته فضل د خدای ډېر هېوادونه دي چې علاقه‌یې نیولې ده، مینه‌یې ښودلې ده، اندونیزیا، ازبکستان، جرمني، ناروې، چین، روسیه، جاپان باندې غږ کولای شو او نورو باندې."

د افغانستان ولسمشر زیاته کړه چې د سولې لپاره د اسلامي هېوادونو د اجماع لپاره هم کار روان دی، خو ده په دې برخه کې نور توضیحات ورنه‌کړل.

XS
SM
MD
LG