د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۰۳

ملا برادر له مایک پومپیو د 'حاجي بشر' له بنده خوشې کېدل غوښتي


حاجي بشر
حاجي بشر

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر له امریکا غوښتي چې له دوی سره بندي حاجي بشر له بنده ازاد کړي.

حاجي بشر نورزی امریکا ته د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور په تل‌پاتې بند محکوم شوی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۰» ازادي راډیو ته وویل، ملا برادر اخند دا غوښتنه په هغه وېډیويي کنفرانس کې کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره‌یې تېره ورځ درلود.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

هغه زیاته کړه: "ملا صاحب د امریکا د خارجه وزیر څخه غوښتنه وکړه چې په امریکا کې بندي حاجي صاحب بشر او نور په ګوانتانامو زندان کې بندي افغانان راخوشې کړي."

خو ښاغلي شاهین په دې اړه نور جزئیات ورنه‌کړل چې امریکا د دې غوښتنې په اړه څه دریځ درلود.

حاجي بشر چې په افغانستان کې په حاجي بشر نورزي مشهور دی، یو خورا قوي قومي مشر بلل کېږي.

پر افغانستان د امریکايي ځواکونو له برید وروسته، ده خپل نږدې ۳ زره میله وسله او د الوتکې ضد ۴۰۰ توغندي هم امریکايي عسکرو ته وسپارل.

د بي‌‌بي‌سي، نیویارک ټایمز او نورو ګڼو رسنیو د راپور له مخې، د هغه وکیل په ۲۰۰۸ کال کې په امریکا کې رسنیو ته وویل، حاجي بشر نورزی په ۲۰۰۴ کال کې د امریکايي استازو له‌خوا دوبۍ ته وغوښتل شو، څو د ترهګرۍ ضد برخه کې د ترهګرۍ د ملاتړو د سرچينو په پېژندلو کې مرسته ورسره وکړي.

د هغه د وکیل له قوله، امریکایانو حاجي بشر په ۲۰۰۵ کال کې واشنګټن ته وغوښت او هلته‌یې ترې د ۱۱ ورځو پوښتنو وروسته، ونیوه او زندان ته‌یې واچوه.

د امریکا حکومت حاجي بشر نورزی په ۲۰۰۸ کال کې د طالبانو د ملاتړ، له اسامه بن‌لادن سره د اړیکو او امریکا ته د نږدې ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د نشه‌‌يي توکو د قاچاق په جرم په عمري بند محکوم کړ.

پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا وايي، له طالبانو سره د ښو اړیکو درلودو په مناسبت، د هغه د خلاصون غوښتنه شوې ده.

پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا
پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا

دی وايي: "یوازې دا نه چې طالبانو حاجي بشر له امریکا غوښتی دی، بلکې ګوانتانامو کې یې د دوه نورو افغانانو د خلاصون غوښتنه کړې. له دې څخه معلومېږي چې د طالبانو یوازنی مطلب دا نه‌دی چې حاجي بشر ورسره کمک کړی، بلکې هدف دا دی چې افغانان دې د امریکایانو څخه خلاص شي."

طالبان داسې مهال له امریکا سره د نشه‌يي توکو د قاچاق په جرم د نیول شوي یوه شخص د خلاصون غوښتنه کوي چې له دې وړاندې ازادي راډیو ته د رسېدلو سندونو له مخې، طالبانو د افغانستان حکومت ته د خپلو بندیانو په ورسپارل شوي نوملړ کې د داسې کسانو د ازادېدو غوښتنه هم کړې چې په جنايي جرمونو او د نشه‌يي توکو د قاچاق په جرم نیول شوي دي.

د افغانستان حکومت وړاندې هم ویلي چې طالبان د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو سره ځنځیري اړیکه لري او باید په دې اړه وضاحت ورکړي.

XS
SM
MD
LG