د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

د پومپیو او ملا برادر غونډه؛ امریکا له طالبانو غوښتي د جګړې شدت نور هم راکم کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه کې د وینا پر مهال.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه کې د وینا پر مهال.

قطر، پاکستان او ازبکستان ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د سفر له پیل سره سم، مایک پومپیو او ملا برادر د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، په دې خبرو کې د دوحې د هوکړې پر عملي کېدو، بین‌الافغاني خبرو، د بندیانو تبادلې، د بهرنیو عسکرو د وتو او د تاوتریخوالي په کمېدو بحث شوی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۰» ازادي راډیو ته وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ملا برادر ته ویلي چې د دواړو لورو له‌خوا باید د جګړې ګراف نور هم راښکته شي.

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

هغه زیاته کړه: "بین‌الافغاني خبرو ته ژمن یوو، دا خبره موږ مخکې هم په ځلونو کړې ده، مګر د بندیانو د خلاصون په بهیر کې د ځنډ له کبله بین‌الافغاني خبرې ځنډېدلې دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد نورو چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

که څه هم طالبانو د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره اساسي شرط د خپلو بندیانو ازادي ښودلې، خو د افغانستان حکومت بیا تل د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی دی.

تازه د ملي امنیت شورا وايي، د دوحې تړون بریا او سولې ته رسېدل، په سملاسي ډول د تاوتریخوالي په کمولو او د مخامخ خبرو په پیل پورې تړلې مسئله ده.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د سې شنبې په ورځ په خپله ټویټرپاڼه ولیکل "د فبرورۍ له ۲۲مې د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ راهیسې طالبانو هره ورځ په منځني ډول ۴۴ بریدونه کړي او یا یې هم هره ورځ ۲۴ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې."

د افغانستان د ملي امنیت شورا له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و چې د پاتې طالب بندیانو خلاصون د دې ډلې له‌خوا د سولې لپاره د ښه نیت ښودو او د تاوتریخوالي کموالي پورې اړه لري.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازاډي راډیو ته وویل، دوی چمتو دي چې د ټولو بندیانو له خلاصون وروسته، په یوه اوونۍ کې بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت هیله ښيي چې د امریکا هڅې د تاوتریخوالي د کمېدو او تر خوا یې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: "امریکا د افغانستان د سولې په برخه کې یو د اسانتیاوو برابروونکي کلیدي هېواد په توګه مطرح ده. سره له دې چې افغانستان په مذاکراتو کې له بشپړ ګډون برخه‌من دی، خو هیله لري چې د نړیوالو همکارانو مرسته به د بین‌الافغاني خبرو پیل ته زمینه برابره کړي، تاوتریخوالی به راکم کړي او د مذاکراتو د پیل لپاره به بشپړ باور رامنځته راشي."

د سولې په چارو د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر داسې مهال له مایک پومپیو سره د افغانستان پر سوله غږېږي چې زلمی خلیل‌زاد د دوحې هوکړې د پاتې ژمنو عملي کېدو لپاره سیمې ته په سفر راوتلی.

د تاوتریخوالي کمول او د پاتې بندیانو خلاصون د دې سفر مهم اهداف ښودل شوي دي.

XS
SM
MD
LG