د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

پنټاګون د هند نیمه وچه کې القاعده ډلې سره د طالبانو له نږدې اړیکو پرده پورته کړه


یو شمېر وسله‌وال طالبان
یو شمېر وسله‌وال طالبان

پنټاګون په یوه نوي راپور کې ویلي چې له امریکا سره د سولې په موافقه کې د طالبانو له ژمنې سره سره په افغانستان کې له القاعده شبکې سره تړلې ډلې له دې ډلې سره نږدې اړیکې پالي.

په دې راپور کې چې د مارچ تر پایه د څلورو میاشتو امنیتي پېښې رانغاړي او پرون خپور شو، همداراز ویل شوي چې په افغانستان کې لاهم پر امریکايي سرتېرو له حملو سره ناپایه لېوالتیا شته.

ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې دې ته ورته اندېښنه څرګنده کړې وه.

طالبانو په هغه موافقه کې چې په فبرورۍ میاشت کې یې له متحده ایالاتو سره لاسلیک کړه ژمنه کړې ده چې د القاعده شبکې په څېر ډلو ته به د افغانستان له خاورې د ترورېستي حملو د تنظیم اجازه نه‌ورکوي، خو د پنټاګون په نوي راپور کې راغلي چې طالبان له دې ژمنې سره سره د هند په نیمه وچه کې د القاعده له متحدو ډلو سره نږدې اړیکې پالي او ګډ کار ورسره کوي.

ارشیف
ارشیف

په دې راپور کې چې د جون په لومړۍ نېټه خپور شو، همداراز راغلي چې د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکې څانګه په منظم ډول د طالبانو ملاتړ کوي، د افغان حکومت د کمزوري کولو لپاره د طالبانو د ټیټې کچې جنګیالیو سره ګډه هڅه کوي او لاهم په سیمه کې پر امریکايي سرتېرو او د لوېدیځ پر اهدافو حملو ته ناپایه لېوالتیا لري.

د امنیتي ارزونو په دې څلور میاشتني راپور کې چې د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته برابر کړی دی د القاعده د اعلامیو پر بنسټ ویل شوي چې په سیمه کې د دې شبکې متحدو ډلو په یو شمېر حملو کې له طالبانو سره مرسته کړې.

په راپور کې چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات پیاوړي کول‌یې سرلیک دی او د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر د لومړۍ او د ۲۰۲۰ کال د مارچ تر پایه پېښې رانغاړي ویل شوي چې القاعده د سولې په بهیر کې له وروستیو پرمختګونو سره سره لاهم په غالب ګومان د خپل خوندیتوب او ترېنېنګ په هدف له طالبانو سره تودې اړیکې پالي.

راپور زیاتوي، په افغانستان کې د القاعده اصلي غړي د خپلې بقا لپاره هڅه کوي، نو ځکه‌یې د مشرتابه چارې تر ډېره په هند کې د القاعده شبکې څانګې ته سپارلې دي.

پنټاګون وايي په افغانستان او سیمه کې پر امریکايي سرتېرو او نورو لوېدیځو اهدافو حملو ته د دې ډلې لېوالتیا پر ځای پاتې ده، خو د نړیوال ائتلاف د فشار له کبله د دې ډلې ځواک کم شوی او نه‌شي کولای چې د طالبانو له ملاتړ پرته خپل عملیات تنظیم کړي.

ځیني څارونکي په دې باور دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له لاسلیک وروسته د القاعده دې څانګې د حقاني شبکې په ګډون یو شمېر کورنۍ او نړیوالې ډلې تر یوه چتر لاندې متحدې کړې دي.

حکمت‌الله اعظمي
حکمت‌الله اعظمي

د افغانستان د سولې او شخړو د مطالعاتو د مرکز مرستیال مشر حکمت اعظمي وايي چې دا کار د امریکایانو او طالبانو د سولې موافقه زیانمنولای شي.

ښاغلی اعظمي زیاتوي: "داسې ښکاري چې د طالبانو ځیني مهم غړي د القاعده له غړو سره همکاري کوي او اوس اوس‌یې پر یوه ګډ ائتلاف کار کړی دی چې په هغه کې القاعده، داعش، حقاني شبکه، لشکر طیبه او جیش محمد ټول ګد کار کوي. په دې کې شک نه‌شته چې دا کار به د طالبانو او امریکا ترمنځ سوله ستونزمنه کوي او طالبان په هغه صورت کې د القاعده پر ضد مبارزه نه‌شي کولای."

ملګرو ملتونو هم نږدې یوه میاشت مخکې په یو راپور کې ویلي و چې القاعده او طالبان لاهم په خپلو کې د زړې انډیوالۍ، د ګډې مبارزې د سابقې، ایدیالوژۍ او تاریخي یووالي په اساس نږدې اړیکي پالي.

په راپور کې ویل شوي و چې طالبانو له امریکا سره د سولې د خبرو پر مهال له القاعده سره منظمې سلا مشورې کولې او ډاډ یې ورکړی وو چې له دې شبکې سره به تاریخي اړیکې ټینګې وساتي.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي چې د القاعده شبکې له ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې وسله‌وال د افغانستان په ۱۲ ولایتونو بدخشان، غزني، هلمند، خوست، کونړ، کندز، لوګر، ننګرهار، نیمروز، نورستان، پکتیا او زابل کې فعال دي.

زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د ملګرو ملتونو دا راپور کم‌اهمیته وباله، ویې‌ویل چې موندنې یې د امریکا او طالبانو له موافقې په مخکې زمانې پورې اړه لري.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې درنې جګړې روانې دي د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه له سخت ګواښ سره مخامخ ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سې شنبې په ورځ وویل چې طالبانو له فبرورۍ میاشتې په راوروسته موده کې پر افغان ځواکونو د ورځې په منځني ډول ۴۴ حملې کړي.

XS
SM
MD
LG