د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

عبدالله: د طالبانو د حملو زیاتوالی د بین‌الافغاني خبرو پر پیل منفي اغېز کوي


د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس له طالبانو سره د سولې خبرو ته اندېښنه ښکاره کړه او ویې‌ویل، په وروستیو کې طالبانو حملې زیاتې کړې دي چې دا به د بین‌الافغاني خبرو پر پیل منفي اغېز وکړي.

عبدالله عبدالله دا اندېښنې د یوه وېډیو کنفرانس له لارې له کابله په متحده ایالاتو کې څرګندې کړې. بل لور ته پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات طالبان له نږدې څاري، څو هغه ژمنې پر ځای کړي چې د سولې د تړون پر مهال‌یې کړې دي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وایي چې ولس د طالبانو وروستیو شخړو ته اندېښمن دی او دې بریدونو د سولې د خبرو پيلېدل سخته کړي دي.

د امریکا د سولې انسټټیوټ له لوري، له طالبانو سره د مذاکراتو ګواښونه او فرصتونه په نوم پرون ان لاین غونډه جوړه شوې وه، دې غونډې ته عبدالله عبدالله وویل چې د طالبانو له لوري د بریدونو زیاتېدل هغه اعتماد ټکنی کوي چې د خبرو د پيلېدو په خاطر اړتیا ورته شته.

هغه زیاته کړه: "که چېرته د شخړو اوسنۍ کچه ادامه پيدا کړي دا به د خبرو د پیلامې لپاره ښه چاپېریال نه‌وي، کله چې موږ د خبرو د پيلېدو لپاره وار له مخه شرط نه‌لرو، دا بل لوري هم باید دې ته وګوري، که موږ غواړو چې دا ستونزه د تل لپاره حل شي او سوله‌ییز حل ته رسېدل غواړو، نو موږ ټول دې ته ضرورت لرو چې ګامونه واخلو."

د افغانستان ملي امنیت شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي"وسله‌والو طالبانو تېره اوونۍ د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ ترورېستي فعالیتونه کړي چې په نتیجه کې یې ۲۹۱ افغان سرتېري وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپیان شوي دي. د ملي امنیت شورا په وینا د دې شخړو په ترڅ کې ۱۴۷ ملکیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده."

عبدالله عبدالله وویل چې د شخړو زیاتېدل سیاسي چاپېریال اغېزمنوي. نوموړي زیاته کړه چې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو شرط د پنځه زره زندانیانو د خوشې کېدو دی چې له دې ډلې ۷۵ فیصده خوشې شوي او طالبانو هم د حکومت څو سوه بندیان ازاد کړي دي.

د قطر د سولې موافقې له مخې چې د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکایانو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، افغان حکومت باید د طالبانو نږدې پنځه زره زندانیان ازاد کړي او طالبان نږدې زر حکومتي بندیان خوشې کړي. د طالبانو تخنیکي ټیم چې د زندانیانو د تبادلې بهیر څارې له څو اوونیو راهیسې په کابل کې دی.

په قطر کې د هوکړې لاسلیک
په قطر کې د هوکړې لاسلیک

بل لور ته پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترورېزم په ارتباط د ۲۰۱۹ کال کلنی راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي چې تېر کال طالبانو او د دوی مربوطې حقاني شبکې په ملکي افغانانو، حکومتي چارواکو او د نړیوالې ټولنې پر غړو بریدونه زیات کړل او په همدې کال متحده ایالاتو هڅه وکړه چې له طالبانو سره د سولې داسې تړون وکړي چې دا ډله د نړیوالو ترهګرو ډلو پر ضد لاس په کار شي.

د دې راپور د خپرېدو په مناسبت په واشنګټن کې خبریالانو ته د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې له ترورېزم سره د مبارزې د برخې همغږه کوونکی نیتین سېلس وویل: "زموږ دریځ له تاسو، د امریکا له خلکو او نه هم له طالبانو پټ دی، موږ له طالبانو دا تمه لرو چې دوی پر هغو ژمنو چې کړې یې دي عمل وکړي، د دې په شمول چې له هرې ترهګرې ډلې سره چې په افغانستان کې فعالیت کوي او ښایي متحده ایالات تهدید کړي، رابطه قطع کړي. موږ طالبان له ډېر نږدې څارو چې ډاډه شو چې له تړون سره سم په خپلو ژمنو عمل وکړي."

تېر کال چې کله د سپټمبر په میاشت کې طالبانو په کابل کې ځانمرګی برید وکړ متحده ایالاتو د سولې خبرې وځڼدولې بیا په ډسمبر کې وروسته تر دې بېرته شروع شو چې طالبانو یو امریکایی او یو استرالیایی چې برمته نیولي وو، خوشې کړل او افغان حکومت او طالبانو د یوه بل د زندانیانو د خوشې کېدو هڅې پیل کړې.

XS
SM
MD
LG