د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

د اوکراين جګړې ته د افغان کومانډويي سرتېرو ګمارنه؛ امريکا: دغه سرتېري کولی شي امريکا ته راشي


د پخواني نظام کومانډويي سرتېري
د پخواني نظام کومانډويي سرتېري

افغان ځانګړي ځواکونه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر څنګ جګړو کې برخه اخیستې وه او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، ایران ته تللي، د روسیې له‌خوا د اوکراین جګړې ته د استخدام په حال کې دي.

اسوشېټیډ پریس خبري اژانس تېره دوشنبه (د اکتوبر ۳۱مه) د افغانستان د درېیو پخوانيو جنرالانو په حواله دا راپور ورکړ.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي، په دغو راپورونو خبر دی، خو تأییدولی یې نه‌شي.

خو پرایس زیاته کړه، دا څه پټه خبره نه‌ده چې کرملین په پراخه پیمانه هڅه کوي په اوکراین کې د جګړې او په واقعیت کې وژل کېدو لپاره کسان جلب کړي.

"افغانانو ته ځینې لارې چارې شته چې د امریکا متحدو ایالتونو ته سفر وکړي"

نډ پرایس د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې یوه کنفرانس ته په دې باب وویل: "هغه څه چې تاسو ته ویلی شم دا دي چې افغانانو ته ځینې لارې چارې شته چې د امریکا متحدو ایالتونو ته سفر وکړي او امریکا ته خپل کور ووايي. یقیناً د SIV پروګرام هدف هغه افغانان دي چې په افغانستان کې د ۲۰ کلن پوځي ماموریت پر مهال د امریکا د متحدو ایالتونو همکاران او شریکان وو. دغه راز د P-1 پروګرام هم شته، چې امریکا ته د کډوالو د منلو یو پروګرام دی چې پر شرایطو برابر کسان یې په مرسته په مناسب ډول امریکا ته سفر کولی شي."

نډ پرايس
نډ پرايس

خو معلومه نه‌ده د افغان کومانډو هغه غړي چې اوس په ایران کې دي، د مسافرت او مهاجرت د پروګرامونو له لارې ځانونه څنګه امریکا ته ورسوي.

د راپورونو له مخې، اټکل کېږي چې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو له ۲۰زرو تر ۳۰زرو پورې پوځیان به د دوو لسیزو پر مهال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو تر څنګ جنګېدلي وي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال یوازې څو سوه تنه افغان افسران بهر ته لېږدول شوي دي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې یا (CIA) یوه متقاعد افسر مایکل مولروی، چې په افغانستان کې یې هم کار کړی، اسوشېټېډ پریس اژانس ته ویلي: "هغسې چې ژمنه مو کړې وه، دغه کسان مو له افغانستانه ونه ایستل، اوس یې ناوړه عواقب ګورو."

د راپور له مخې، د افغانستان ځینو پخوانیو پوځي جنرالانو ویلي، چې روسان غواړي د افغانستان په زرګونو ځانګړي یا کومانډو ځواکونه په خپلو بهرنیو کنډکونو کې جلب او جذب کړي.

ویل شوي، چې دغو کومانډویانو ته د میاشتې د ۱۵۰۰ ډالره معاش د ورکړې، دوی او کورنیو ته یې د خوندي پناه ځای د ورکولو ژمنه شوې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې، پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو درېیو میاشتو کې د عمومي عفوې له ژمنې سره- سره د تېر نظام د ملي اردو، استخباراتو او پولیسو څه باندې ۳۰۰ غړي یا وژل شوي، یا لا درکه دي.

د پخواني نظام سرتېري
د پخواني نظام سرتېري

په وروستیو کې د افغانستان په تېر نظام کې د دفاع وزارت د دفتر رئیس جنرال عبدالروف ارغندیوال چې د ظفر قول اردو د قوماندان په توګه یې هم دنده ترسره کړې، ازادۍ رادیو ته ویلي: "د هغو معلوماتو له مخې چې دوې اوونې مخکې زموږ د همسنګرانو له‌خوا چې د ایران او پاکستان په څېر هېوادونو ته کډوال شوي، راسره شریک کړای شول، چې روسان د واګنر امنیتي شرکت له‌خوا د کوربه هېواد په همکارۍ چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو اکثریت په‌کې مېشت دي او له بده مرغه ځینې افغانان چې مخکې روسیې او ایران ته کډوال شوي، د دغو درېیو جریانونو په هماهنګۍ هڅه کوي چې ځانګړي ځواکونه، کومانډو، د ملي اردو او ملي امنیت غړي جلب و جذب کړي او روسیې ته یې ولېږدوي، چې د اوکراین په جګړه کې وکارول شي."

د امریکا د متحدو ایالتونو جمهوري‌پال ګوند د اګست میاشتې په راپور کې خبرداری ورکړی و، چې د امریکا له‌خوا د افغان کومانډو او ځانګړو ځواکونو روزل شوي کسان ښايي د امریکا د متحدو ایالتونو د جنګي تاکتیکونو په اړه د اسلامي دولت ډلې، ایران یا هم روسیې ته معلومات ورکړي، یا هم د دوی لپاره وجنګېږي.

اسوشېټید پریس اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې له‌خوا د شا و خوا ۴۰۰ کومانډو پوځیانو پر ګمارنې غور روان دی.

غربي چارواکي وايي، چې روسیه د اوکراین په جګړه کې له زیاتو ستونزو سره مخامخ شوې ده او اوکرایني ځواکونه توانېدلي ډېری هغه سیمې بېرته ونیسي، چې مسکو د تېرو اتو میاشتو پر مهال لاندې کړې وې.

XS
SM
MD
LG