د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

پخواني پوځي چارواکي: روسيې د اوکراين جګړې لپاره يو شمېر افغان کمانډويان ګمارلي


افغان کمانډو ځواکونه - ارشيف
افغان کمانډو ځواکونه - ارشيف

د افغانستان د پخواني پوځ ځینې لوړپوړي چارواکي تأییدوي چې یو شمېر افغان کمانډویان/ځانګړي ځواکونه د روسیې له خوا د اوکراین د جګړې لپاره استخدام شوي.

د پخواني نظام د دفاع وزارت د دفتر رئیس او د ظفر ۲۰۷ قول اردو قومندان جنرال عبدالروف ارغندیوال تأییدوي چې روسیه پلان لري زرګونه افغان ځانګړي ځواکونه استخدام کړي.

هغه د یکشنبې په شپه ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د روسیې د دغو هڅو یادونه وکړه.

نوموړي وويل: "روسان د واګنر امنیتي شرکت له لارې او د کوربه هېواد (ایران) په همکارۍ چې د افغانستان اکثریت امنیتي او دفاعي ځواکونه هلته دي او ځینو افغانانو چې مخکې ایران او روسیې ته کډه شوي د دوی په همغږۍ په دې هڅه کې دي چې یو شمېر ځانګړي ځواکونه کمانډویان او ورپسې ملي اردو، پولیس او ملي امنیت ځواکونه جذب کړي، روسیې ته یې بوځي او بیا یې د اوکراین په جګړه کې وکاروي."

څو ورځې مخکې فارین پالیسي راپور ورکړی و چې د روسیې له خوا له افغان کمانډویانو سره د وټسپ او سګنال له لارې اړیکې نیول کېږي او هغوی ته د اوکراین په جګړه کې د ښو امتیازاتو په بدل کې د ګډون بلنه ورکول کېږي.

اندېښنه ښودل شوې چې ښايي شاوخوا لسو زرو دغو ځانګړو ځواکونو ته داسې بلنې ورکول شوي وي.

د افغان ځانګړو ځواکونو د قول اردو عمومي قومندان جنرال فرید احمدي هم له ځینو رسنیو له هغې ډلې امو ټلوېزیون سره په مرکه کې تأیید کړې چې افغان ځانګړي ځواکونه د اوکراین د جګړې لپاره استخدام شوي.

"اول ګروپ کې شاوخوا پنځلس کسان تللي."

د افغان پوځ پخواني چارواکي جنرال عبدالروف ارغندیوال په دې اړه چې روسیې څومره افغان ځانګړي ځواکونه استخدام کړي یا نیت لري ازادي راډیو ته وویل: "اول ګروپ کې شاوخوا پنځلس کسان تللي. د هغوی برخلیک په اړه معلومات نه‌شته. فکر کوم ټیلیفونونه یې د امنیتي مسایلو په خاطر ترې اخیستي. او د دوی پلان دی چې په لومړۍ مرحله کې زر کسان او په دویمه مرحله کې هم زر کسان د یوه کنډک په شمېر استخدام کړي او ورو ورو دا بهیر همداسې جاري وساتي او د زرګونه کسانو د استخدام پلان لري."

د پخواني نظام افغان کمانډويي ځواکونه، ارشيف
د پخواني نظام افغان کمانډويي ځواکونه، ارشيف

د امریکا متحده ایالتونو د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د جمهوري غوښتونکو لوړپوړي غړي مایکل مککال د اګست په میاشت کې په یوه مفصل راپور کې اندېښنه ښوولې وه چې ۳۰۰۰ افغان ځانګړي ځواکونه له مجبورۍ ایران ته کډه شوي.

هغه ویلي وو چې د امریکا په لاس دا سخت روزل شوي افغان پوځیان ښايي د امریکا د پوځ روزنې او حساس اطلاعات تهران سره شریک کړي.

د افغان پوځ پخواني جنرال عبدالروف ارغندیوال وویل، ایراني چارواکو افغان ځانګړي ځواکونه مجبوره کړل چې یا به خپل هېواد ته ستنیږي یا به د روسیې په ګټه د اوکراین جګړې ته ورځي.

د پخواني نظام سلګونه افغان پوځيان د طالبانو له ويرې له هېواده وتلي دي، ارشيف
د پخواني نظام سلګونه افغان پوځيان د طالبانو له ويرې له هېواده وتلي دي، ارشيف

هغه وویل امریکا او د ناټو نور غړي هېوادونه باید د روسیې په جګړه کې د افغان پخوانيو ځانګړو ځواکونو د استخدام مخه په جدي توګه ونیسي.

د افغانستان د پخواني پوځ ځانګړي ځواکونه په سیمه کې د پوځي تکتیکونو او جګړه‌ییزو مهارتونو په سبب بې ساري بلل کېدل.

دوی د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د روزونکو له‌خوا روزل شوي وو او اکثرو یې په بهرنیو هېوادونو کې لوړې پوځي زده‌کړې او روزنې کړې وې.

که څه هم طالب چارواکو رد کړې چې د پخواني نظام د عسکرو په وژنه یا تري تم کولو کې لاس لري خو د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د مدافع سازمانونو په څو راپورونو کې راغلي چې د طالبانو په لاس د پخواني نظام سلګونه عسکر د غچ په پار وژل شوي یا تري تم کړای شوي.

XS
SM
MD
LG