د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

رسنۍ: روسیه د اوکراین جګړې لپاره د تېر نظام افغان کمانډویان ګوماري


ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام کمانډو سرتېري
ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام کمانډو سرتېري

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونه لیکي، روسیه د اوکراین جګړې ته هغه پخواني افغان کمانډویان ګوماري چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او په دې هېواد کې د پخواني جمهوري نظام له ړنګېدو سره یوازې پرېښودل شوي دي.

د فارن پالیسي خپرونې په لیکنه د افغانستان د پخوانۍ کمانډویي ځواکونو د قول اردو یو شمېر غړیو ویلي چې ورسره تماسونه نیول شوي چې له روسي ځواکونو سره د اوکراین په جګړه کې یوځای شي.

د ورځپاڼې په لیکنه یو شمېر افغان پوځي او امنیتي سرچینو ویلي چې د امریکا له خوا روزل شوي دغه پلي ځواکونه به چې په تېرو نږدې شلو کلونو کې د امریکا او د هغو د متحدینو د ځانګړو ځواکونو په خوا کې جنګېدلي، د اوکراین د جګړې په ډګر کې هغه بدلون راوړي چې روسیه ورته اړتیا لري.

فارن پالیسي لیکي، د افغانستان د شلو زرو او دېرش زرو ترمنځ کمانډو ځواکونه د تېر۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې چې امریکا له افغانستانه ووتله، په دې هېواد کې ترشا پرېښودل شول.

د دغو ځواکونو یوازې څو سوه جګپوړي افسران د طالبانو له خوا د کابل له نیولو سره د تخلیې په پروسه کې له دې هېواده وایستل شول، خو په زرګونو نور یې ګاونډیو هېوادونو په تېره تاجکستان او ازبکستان ته وتښتېدل.

خو له دې سره سره تراوسه د دغو ځانګړو ځواکونو یو زیات شمېر یې په افغانستان کې د ننه اوسي او له دې وېرې چې طالبان ورته سزا ورنه کړي، ځانونه یې پټ کړي دي.

د فارن پالیسي په وینا متحدوایالاتونو په افغانستان کې د خپل نږدې شل کلن پوځي حضور په ترڅ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر جوړولو تقریباً نوي میلیارده ډالره لګولي او زیاتوي که څه هم دغه ځواکونه د دې وړنه وو بلل شوي چې وبه کړای شي د طالبانو پر وړاندې ودرېږي او په څو اوونیو کې یې افغانستان ته طالبانو ته تسلیم کړ، خو افغان کمانډو ځواکونه تل له یوه احترام څخه برخمن و.

د اوکراین جګړې ته د روسیې له خوا د پخوانیو افغان کمانډویانو د ګومارلو خبره داسې مهال کېږي چې د لوېدیځ چارواکو په وینا روسیه په دې وروستیو کې د اوکراین په جګړه کې د ځواکونو په ګډون له ډېرو ستونزو سره مخ ده او اوکرایني ځواکونو ورڅخه ډېرې هغه سیمې بېرته نیولې چې مسکو په تېرو اتو میاشتو کې پرې ولکه ټینګه کړې وه.

سټارس انډ سټرایپس:

امریکایۍ سټارس انډ سټرایپس ورځپاڼې د کابل له هوایي ډګر څخه په ډله ییزه توګه د په لسګونو زرګونو افغانانو د ایستلو په خاطر د امریکا د هوایي ځواکونو یو شمېر پوځیانو ته چې په دې پروسه کې ښکېل و، د مډالونو او نښانونو ورکولو موضوع ته پام اړولی.

دغه ورځپاڼه لیکي، په ا فغانستان کې د امریکا د ماموریت له ړنګېدو څه باندې کال وروسته د هوایي ځواکونو مشرانو پرېکړه کړې چې پوځي لوړ مډالونه د هوایي ځواکونو ۱۰۸ هغو پوځیانو ته ورکړي په تېر دوبي کې یې په لویه پیمانه له افغانستانه د پناه غوښتونکو په ایستلو کې مرسته کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه د هوایي ځواکونو جنرال مایک مینیهن په یوه بیان کې ویلي چې دغه مډالونه باید د تخلیې د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته سمدستي دغو پوځیانو ته ورکړل شوي وای.

د نوموړي په خبره دی پر دغې پروسې د دوی مایوسي درک کوي او دغه تېروتنه اصلاح کوي.

د سټارس انډسټرایپس په لیکنه د تیرکال په دوبي کې چې کابل د طالبانو په لاس سقوط شو، لږترلږه ۱۲۴ زره او ۳۳۴ کسان د هوا له لارې له افغانستانه وایستل شول.

XS
SM
MD
LG