د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

د اوکراين جګړې ته د افغان کومانډويي سرتېرو پر ګمارنه د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې تبصره


د پخواني نظام افغان کومانډويي سرتېري
د پخواني نظام افغان کومانډويي سرتېري

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه:

  • امریکایۍ لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د روسیې له‌خوا د اوکراین جګړې ته د پخوانیو افغان کومانډویانو د ګمارلو موضوع ته پام اړولی اوپه وروستي ګڼه کې یې په دې اړه د اسوشیتید پرس راپور خپورکړی دی.

په راپور کې درې پخوانیو افغان جنرالانو ویلي، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو سرتېري چې د امریکایي ځواکونو په خوا کې یې په جګړو کې برخه اخیستې او تېر کال له دې هېواده په ګډ وډۍ کې د لوېدیځ له وتلو وروسته ایران ته تښتېدلي، اوس د روسیې د پوځ له‌خوا د اوکراین جګړې ته ګومارل کېږي.

دغو جنرالانو ویلي، روسیه غواړي په زرګونو پخواني افغان کومانډویان یوه بهرني لښکر ته جذب کړي، هر یوه ته یې د یو نیم زره ډالر میاشتني معاش او هم دوی او هم یې کورنیو ته د خوندي پنا ورکولو ژمنه کړې.

وړاندې په مطلب کې د جنرال عبدالروف ارغندیوال څرګندونې را اخیستل شوي چې ویلي یې دي، دغه ځواکونه نه‌غواړي چې جګړې ته لاړشي خو دوی بله لاره نه‌لري.

د هغه په خبره لسو یا څه زیاتو کسانو چې په ایران کې اوسيږي او له ده سره یې پیغامونه تبادله کړي، اکثره یې له دې ویریږي چې ایران به یې افغانستان ته ډیپورټ کړي.

د ښاغلي ارغندیوال په وینا دوی ترې غوښتي چې یوه حل لاره ور وښیي چې څه وکړي؟ اکثرو یې ویلي چې که بېرته افغانستان ته لاړ شي نو ښایي د طالبانو له‌خوا ووژل شي.

په لاس انجلس ټایمز کې وړاندې د هیبت الله علیزي په نوم د یوه بل افغان جنرال څرګندونې هم را اخیستل شوي چې ویلي یې دي، د روسیې له‌خوا د اوکراین جګړې ته د افغان پوځیانو د جلب او جذب چارې د واګنر ډلې په نوم د روسیې اجیر ځواک مخته وړي.

هغه ویلي چې په دې پروسه کې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو هغه پخواني قومندانان چې په روسیه کې اوسي او روسي ژبه یې زده ده، مرسته کوي.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، سي آی اې پخواني مشر مایکل مولروی ویلي، موږ دغه پوځیان هغسې چې ورسره ژمنه مو کړې وه وه، نه‌دي ایستلي او اوس دا کار ترسره کېږي.

د هغه په خبره دې په دې شک کوي چې روسیه به وتوانیږي چې دغو افغان کومانډویانو ته قناعت ورکړي چې ورسره یو ځای شي ځکه دوی د جګړې لپاره نه بلکې په خپل هېواد کې د ډیموکراسۍ د پیاوړي کېدو لپاره پوځ ته مخه کړې وه.

د افغانستان د ځانګړیو ځواکونو چې شمېر یې د شل زرو او دېرش زرو ترمنځ و او په تېرو دوو لسیزو کې یې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې، یوازې څو سوه جګپوړي افسران یې د امریکا د پوځ له وتلو سره د هوا له لارې له افغانستانه ایستل شوي خو په زرګونو نور د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونه ته تښتیدلي یا په افغانستان کې پاتې دي او په پټه ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو وېبپاڼه:

  • ملګروملتونو په افغانستان کې د کوکنارو په کر کې د زیاتوالي خبر ور کړی دی.

د ملګرو ملتونو د وېبپاڼې له مخې د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو سره د مبارزې ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان د کوکنارو کر نژدې یوه پر درېیمه زیات شوی دی.

دغې ادارې ویلي، افغانستان سره له دې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ګڼو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، د تریاکو تولید په ۲۰۲۲ کال په دې هېواد کې تر ټولو ګټور ځکه و چې بیې یې هم ډېرې لوړې شوې دي.

په افغانستان کې د کوکنارو په کر کې د دغه زیاتوالي خبر داسې مهال ورکول کېږي چې طالب چارواکو د روان کال په اپریل میاشت کې د کوکنارو پر کښت او د ټولو مخدره موادو پر کارو بار بندیزونه ولګول.

د ملګروملتونو د دغې ادارې له مخې په تېر یوه کال کې د هغو ځمکو اندازه چې کوکنار پرې کرل شوي، ۲۳۳ زره هکتارو ته رسیږي چې دا پر کوکنارو د څارنې له پیل راهیسې درېیم ځل دی چې پر دومره پراخه ځمکه کوکنار کرل کېږي.

XS
SM
MD
LG