د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

سيګار د افغانستان د پخواني حکومت د پاشل کېدو شپږ لاملونه په ډاګه کړل


انځور - ارشیف
انځور - ارشیف

په داسې حال کې چې لا هم د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر جمهوري نظام د سقوط د لامل په اړه پوښتنې مطرح دي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر یا سیګار تازه د تېر جمهوري نظام د سقوط شپږ بنسټیز عوامل په ډاګه کړي دي.

سیګار په دې اړه د متحده ایالاتو له ۶۰ زیاتو اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره نږدې اتیا مرکې کړي د سقوط عوامل يې په ډاګه کړي دي.

د سیګار په راپور کې له افغانستان څخه د امریکا د واقعي وتلو په اړه د افغان حکومت نه تشخیص، د امریکا او طالبانو په خبرو کې د افغان حکومت نه ګډون، په جمهوري نظام کې د طالبانو په ادغام د غني د حکومت ټینګار د جمهوري نظام د سقوط اصلي عوامل یاد شوي دي.

سیګار دغه شان د طالبانو نه جوړجاړی، د یوې خاصې او وړې حلقې په مرسته د محمد اشرف غني له‌خوا د حکومت کول، په لوړه کچه د قدرت متمرکز والي، پراخه فساد او د اوږدمهاله مشروعیت د ترلاسه کېدو لپاره مبارزه، د نظام د پاشل کېدو نور عوامل بللي دي.

"د تېر جمهوري نظام سقوط له هغه ورځې پیل شو چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه"

په همدې حال کې یو شمېر افغان سیاستوال او د تېر جمهوري نظام چارواکي هم په هغه نظام کې د لوړې کچې فساد مني خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه د سقوط اصلي عامل بولي، هغه هوکړه چې پر بنسټ يې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل.

د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني مشاور او د ننګرهار پخواني والي ضیا الحق امرخیل ازادي راډيو ته وویل: "د تېر جمهوري نظام سقوط له هغه ورځې پیل شو چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه، په دې هوکړه کې افغانان هېر شول، حکومت په‌کې هېر شو او دغه شان افغانستان په‌کې هېر شو، نو زه په ډاډ سره ویلای شم چې د سقوط اصلي عامل دغه هوکړه وه."

ضياالحق امرخېل
ضياالحق امرخېل

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې محمد اشرف غني له سي ان ان ټلوېزیون سره په مرکه کې چې د روان میلادي کال د اګسټ په ۱۴ مه خپره شوه د دوحې هوکړه د سولې ناوړه تړون بللي و، ځکه د هغه په خبره دغې هوکړې د سولې پروسه تخریب او افغان حکومت يې د مذاکرې له مېز بیرون کړ.

د حکومت د مشر انو بې تجربه ګي او او پراخه فساد، په هر وزارت کې د ارګ لاسوهنه د نظام د پاشل کېدو اصلي لاملونه دي"

ښاغلي غني ویلي و چې امریکا د طالبانو په پېژندلو کې تېروتل او د دوحې له هوکړې وروسته يې هڅه کوله چې دغه هوکړه د تېر حکومت له لوري عملي شي، ځکه يې حکومت ته د مرستو د قطع کولو ګواښ وکړو او په ډېر فشار يې د طالبانو پنځه زره زندانیان ازاد کړل.

په همدې حال کې د تېر جمهوري نظام د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال په دې اړه د ازادي راډيو د پوښتنې په ځواب کې په لیکلي بڼه ولیکل: "د دوحې هوکړه د کابل د ادارې په نه موجودیت کې. دغه شان د حکومت د مشرانو بې تجربه ګي او او پراخه فساد، په هر وزارت کې د ارګ لاسوهنه د نظام د پاشل کېدو اصلي لاملونه دي، د دې ترڅنګ د اشرف غني او د هغه د ټیم له لوري په قدرت کې د پاتې کېدو هڅه هم د نظام د سقوط بل لامل و."

عبدالهادي ارغنديوال
عبدالهادي ارغنديوال

د سیګار په راپور کې راغلي دي چې متحده ایالاتو د ۱۴۵ میلیارده ډالرو په لګښت هڅه وکړه چې په افغانستان کې یو باثباته، دیموکراتیک، د خلکو په خوښه، ټولشموله او مسول حکومت جوړ کړي چې د دغه پیسو ډېره ۶۳ عشاریه ۲ ملیارده يې په حکومتدارۍ او اقتصادي پیاوړتیا مصرف کړې.

خو د تېر کال د اګسټ په پنځلسمه له کابله د محمد اشرف غني تېښته د دې لامل شوه چې په تېرو دوه لسیزو کې د متحده ایالاتو له لوري د افغانستان د بدلون هڅې پای ومومي، که څه هم له افغانانو سره د امریکا بشر دوستانه مرستې لا هم روانې دي.

خو ښاغلي غني د روان لمریز کال د زمري یا اسد په ۱۹مه نېټه د ای بي این ټلوېزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ادعا وکړه چې د جمهوري نظام په سر معامله شوې وه ځکه يې افغانستان پرېښود خو د ښاغلي غني دغه ادعا د امریکايي مقاماتو له لوري رد شوې ده.

XS
SM
MD
LG