د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو د پرېکړې په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


امريکايي پوځيان
امريکايي پوځيان

سټارز انډ سټرایپس او واشنګټن ایګزامینر ورځپاڼو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو د پرېکړې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دواړو امریکايي ورځپاڼو لیکلي، د کانګریس د پنجشنبې د ورځې د سوال او ځواب د غونډې پر اساس، د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو له بایللو وروسته پنتاګون ته امر وکړ چې له افغانستان او سومالیا څخه ټول امریکايي پوځیان چټک وباسي او د دې مسلې له کبله د ده جګپوړو سلاکارانو، چې اندېښنه یې لرله چې غمیزې پایلې به ولري، خبرداري ورکړل.

د کانګریس جمهوریپال غړي اډم کینزینګر د کانګریس په یوه کمېټه کې، چې د ټرمپ حکمونه او فرمانونه څارل کېدل، د پخواني ولسمشر د دې پرېکړې یادونه وکړه.

ده وویل چې دا یو ثبوت و چې ټرمپ پوهېده چې په سپینه ماڼۍ کې یې د پاتې کېدو شپې ورځې لنډې دي نو یې د هغو کارونو چې نیمګړي وو، په بشپړولو کې له بېړې کار اخیست.

ده زیاته کړه، ټرمپ د افغانستان کمزوري حکومت ته د خپلې پرېکړې د عواقبو پروا ونه کړه او څرنګه چې په دې پوهېده چې واک له لاسه ورکوي نو یې فوراً د نوومبر په یوولسمه فرمان لاسلیک کړ چې پر اساس یې له افغانستان او سومالیا ټول امریکايي پوځیان باید ووځي.

له افغانستانه د ځواکونو د سمدستي ایستلو پرېکړه وروسته څنګ ته پرېښودل شوه ځکه چې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي او نورو پوځي مشرانو خطرناکه وبلله او کانګریس ته یې وویل چې دا پرېکړه عملي نه‌ده.

که څه هم ټرمپ غوښتل مخکې تر دې چې واک جو بایډن ته وسپاري د ۲۰۲۱ په جنورۍ کې ټول پوځیان له افغانستانه وباسي خو جو بایډن د هماغه کال په اګست کې ټول ځواکونه و ایستل.

د دوحې په موافقه کې، چې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ لاسلیک شوه، ویل شوي و چې ټول امریکايي پوځیان به د ۲۰۲۱ په مې میاشت کې وځي.

مېل انلاين ورځپاڼه:

د برېتانیا مېل انلاین بیا د کرېکټ د نړیوال شل اوره جام په درشل کې د افغانستان د کرېکټ پر ملي لوبډله لیکنه خپره کړې ده.

افغانستان په دې جام کې تر ټولو له پیاوړو لوبډلو سره په یوه ګروپ کې دی.

انګلیستان، استرالیا، نیوزیلنډ هغه ټیمونه دي چې افغان لوبډله ورسره مخامخ کېږي.

خو د مېل انلاین په باور دا امکان شته چې افغان لوبډله، چې د راشدخان په شان د نړۍ تر ټولو تکړه ورو باولران لري، ټول حیران کړي.

مېل انلاین په عین حال کې لیکي، د استرالیا میدانونه، چې توپ په‌کې ډېر غورځي، د افغانستان د ټیم لپاره کېدای شي لویه ننګونه وي.

XS
SM
MD
LG