هغه افغان سېکان چې په افغانستان کې د شته امنیتي ستونزو او پر دې هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې هندوستان ته پناه وړې، د ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
هند ته تللی یو افغان سېک افغانستان خپله خاوره بولي او وايي، د وضعیت په ښه کېدو بېرته خپل هېواد ته ځي.
چابول سېنګ چې په افغانستان کې د بېلابېلو ستونزو له امله هندوستان ته کډوال شوی له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
دا چې د افغانستان د درمسال شورا غړی دی وایي، که څه هم د هند دولت څه موده مخکې اعلان کړی و چې دوی د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش هېوادونو څخه راغلو سېکانو او نورو لږکیو مذهبي اقلیتونو ته د هند تابعيت ورکوي، خو دا پرېکړه یوازې هغه کسانو لپاره ده چې دېرش یا څلوېښت کاله مخکې هند ته راغلي.
چابول سېنګ زیاتوي چې دوی د هند تابعیت نه دی په کار او د حالاتو ښه کېدو سره به بېرته افغانستان ته ستانه شي.
دا وایي چې د هند دولت یوازې دوی ته ویزه ورکړې، نورې ټولې مرستې شخصي دي او د هغو افغان سېکانو لخوا شوي چې په بهر کې مېشت دي.
هغه زیاته کړه: "د کور وسايل چې ورکول کېږي او يا خرڅ ورکول کېږي او یا هم د کور کرايه و مکتب دا ټول شخصي دي، نه د هند دولت مرسته کړې او نه هم کومې ګوردوارې. ګوردواره صرف هغه کسانو ته چې ډېر غريب دي راشن ورکوي. مونږ تابعيت نه دی په کار، وضع چې ښه شي، هماغه مو وطن دی، همغه مو خاوره ده حتمن بېرته ځو."
د چابول سېنګ په وینا په ۲۰۲۰ کال کې ۴۸۰ او په ۲۰۲۱ کال کې ۱۰۶ تنه افغان سېکان هند ته کډوال شوي دي.
د ده په وینا، اوس په افغانستان کې یوازې ۱۳ تنه افغان سېکان پاتې دي.
د نولس سوه اتیایمې لسیزې په اوږدو کې په افغانستان کې د افغان سېکانو او هندوانو شمېر په لسګونو زره وو، چې ښه سوداګري یې درلوده.
خو د لسیزو جګړو او تاوتریخوالي له امله د تېر اګست په میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یوازې څو سوه کسان پاتې شول.
که څه هم طالبانو دې ټولنې ته په افغانستان کې د پاتې کېدو او د خپل مذهب د پلي کولو د حق ډاډ ورکړی و، خو د طالبانو د بیا واکمنېدو مخکې او وروسته په افغانستان کې د نورو لږکيو مذهبي اقليتونو تر څنګ افغان سېکان او هندوان هم د ځانمرګو هدفونو ښکار شول.
په ۱۳۹۹ لمريز کال کې د شور بازار په درمسال او سږکال د کارته پروان په درمسال ځان مرګي بريدونه وشول چې له امله يې ګڼ شمېر افغان سېکانو ته مرګ ژوبله واوښته او دوی يې دې ته اړ کړل چې خپل ژوند او کار پرېږدي او هندوستان ته کډوال شي.
دا افغان کډوال په هند کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
سره له دې چې د درمسال يا ګوردوارې لخوا له دوی سره يو څه مرستې هم شوي دي، خو دوی دا مرستې کافي نه ګڼي.
دوی وایي چې د شرایطو له ښه کېدو سره به بېرته افغانستان ته ستانه شي.
ګل جېټ سېنګ هغه افغان سېک دی چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، د ناوړو امنیتي شرایطو له کبله هند ته تللی دی.
هغه وویل: "زه د افغانستان له جلال اباد نه يم، مونږ دلته راغلي يو، فعلاً مهاجر شوي يو، مونږ غواړو چې بېرته خپل افغانستان ته لاړ شو، زمونږ ملک دی، زمونږ مشران هلته پيدا شوي، مونږ هلته پيدا شوي و. مونږ غواړو چې بېرته خپل ملک افغانستان ته ولاړ شو او لکه سابق په شان خپل کار او بار وکړو. مونږ د هند تابعيت نه غواړو."
د هند پلازمېنه ډهلي کې د ریکشاوو یوه اډه کې ځينې افغان سېکان کار کوي.
دې افغان کډوالو ته د درمسال لخوا د يوه کال لپاره د کور کرايه او خوراکي توکي یا راشن ورکړل شوي دي، خو وروسته له يوه کاله دا مرستې پرې بندې شوې.
اوس دوی په هغه ريکشاوو کې کار کوي چې د درمسال لخوا د کار لپاره ورکړل شوي دي.
سحاب سېنګ هغه افغان سېک دی چې په دې اډه کې کار کوي.
هغه ازادي راډیو ته وویل: "څلور مياشتې کېږي چې ريکشا چلوم. ریکشا ماته درمسال راکړې. د ورځې پنځه شپږ سوه روپۍ کورته راوړمه. نن یې چې راوړمه، سبا ټول د کور خرچه پرې کومه. نور شي ته نه يم خفه، صرف د کور کرايې ته ډېر خفه يم. د کور کرايه نه شم ورکولای، ډېر مشکل لرم. کله له يوه نه قرض اخلم کله له بل نه."
افغان سېکان سره له دې چې په هندوستان کې امنيتي ستونزې نه لري او هغوی ته د درمسال لخوا ځينې مرستې هم کېږي، خو دا مرستې بسنه نه کوي او په دې هيله دي چې په افغانستان کې د دوی لپاره د ژوند او کار شرایط بېرته برابر شي او خپل وطن ته ستانه شي.
ثنا کاکړ- ازادي راډيو، ډهلي